مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلي حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: زموږ هېواد نن يوې معتبري او درنې شورىٰ؛ اساسي قانون او په څنگ كي ئې يوې درنې دارالإفتاء ته ضرورت لري؛ دا تشه بايد او ژر ډكه شي.
كه دا تشه ډكه نشي نو هر څوك به په هري گوښې كي او د هري ستري او وړې ديني او ملي قضيې په اړه پرېكړي او ويناوي كوي د خپلي خوښي فتوىٰ گاني به وركوي او په دې سره به ستونزي او اختلافات زېږوي. كه منلې او معتبره او متفق عليه دار الإفتاء نه وي نو هر څوك به خپله رأى وړاندي كوي او همدا به اختلافاتو ته لار آواروي.
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلي حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: له وضعيت داسي معلومېږي چي كابل او اسلام آباد له يو بل د لري كېدو په حال كي دي؛ او په مقابل كي ئې ډهلي او كابل سره نږدې كېږي؛
افغانان داسي خارجي سياست ته ضرورت لري او دا د ټولو په گټه دئ چي فعال، متوازن او غير منسلك وي؛ د يوه لپاره له بل سره مخالفت او دشمني ونه پالو او د دوى رقابتونه هېواد ته راانتقال نه كړو؛ د ټولو رقيبو هېوادو په نسبت د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او گټو پر بنسټ متوازن سياست؛ تېر منسلك خارجي سياست په خونړيو جگړو منتج شو؛ نن رغنده نوي سياست ته ضرورت لرو.
✒: د ح.ا.ا امیر ښاغلي حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: په داسي حال كي چي د بريتانيا يوه فرهنگي مركز د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لور فاطمه رضي الله عنها په اړه د جنتي مېرمن تر نامه لاندي فيلم جوړ كړى او غوښتل ئې نندارې ته ئې وړاندي كړي؛ خو د مسلمانانو د غبرگون په نتيجه كي مجبور شو دا كار وځنډوي؛ هدف ئې اهانت او سپكاوى وو؛ هممهاله په هند كي د واکمن ګوند؛ دوو لوړپوړو غړو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شأن كي سپكه او له رذالت ډكه ژبه وكاروله؛ موږ دا رذالتونه په كلكه غندو او عاملينو ته ئې وايو: په دې سره نه يوازي هيڅ څه نشئ تر لاسه كولى؛ بلكي نتيجه به ئې فقط دا وي چي مسلمانان لا زيات راويښ شي او له خپلو مقدساتو دفاع ته چمتو شي.
د رسول الله صلى الله عليه و سلم له بعثت تر نن پوري؛ يوازينى شخصيت چي تر ټولو زيات محبوب دئ؛ نوم ئې تر ټولو نومونو زيات كارول شوى؛ او خلكو ځان او أولاد ته غوره كړى؛ يا ئې په نامه كي شامل كړى؛ هغه د محمد عليه السلام نوم دئ؛ محمد، احمد، مصطفىٰ، مجتبىٰ او رسول؛ خو بلي خوا ته د چا خلاف چي تر ټولو زيات تبليغات شوي؛ بيا هم محمد عليه السلام دئ. نن نږدې دوه مليارد مسلمانان هره ورځ په خپلو لمونځونو كي او له لمونځونو بهر پر هغه درود وايي او د ده له شأن او دين د خپلو سرونو په بيه دفاع كوي. د شخصيتونو شأن او منزلت له دې معلومولى شئ چي وگورئ څومره محبان لري او څومره دښمنان، د هر چا چي دوستان او دښمنان تر نورو زيات؛ معنوي او اخلاقي مقام ئې تر نورو لوړ دئ.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په تیرو دوو لسیزو کې کله چې افغانستان کې امریکا نظامي او هراړخیز حضور درلود، له طالبانو سره د روسیې له ښو مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
شیر محمد عباس ستانکزي چې کابل کې د روسیې په سفارت کې د روسیې د ورځې د نمانځنې په غونډه کې وینا کوله، ویلي چې د افغانستان او روسيې اړیکې دوستانه دي او په سیاسي ډګر، بین المللي مجامعو او ملګرو ملتونو کې د روسيې له ملاتړ څخه منندوی دی.
✒: ا.ا در یک اعلامیه گفته است، که ادعای سازمان دیده بان حقوق بشر در مورد کشته شدن مردم بی گناه و نقض حقوق مدنی در افغانستان، نادرست و بی اساس است.
در این اعلامیه آمده است که حقوق بشر در افغانستان بیشتر از هر زمان دیگر مصون است.
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قطر د ملي امنیت له سلاکار محمد بن احمد المسند او مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې حقاني زیاته کړې، قطر له افغانستان سره ژورې حیاتي اړیکې لري او په سختو حالاتو کې يې له افغانانو سره مرستې کړې دي.
د قطر د ملي امنیت سلاکار محمد بن احمد المسند ویلي، قطر له افغانستان سره عقیدوي تعلقات لري او په هر وخت کې به یادې اړیکي پیاوړې ساتي او د افغانستان لپاره ښه راتلونکی غواړي.
✒: د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې،په هیواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته لومړي ځل لپاره له هیواد څخه بهر تللی وو سبا شنبه بیرته کابل ته راځي،نوموړی له کوچني اختر مخکې نوي ډيلي ته د خپلې کورنۍ لیدو لپاره تللی وو.
✒: هېواد کې د خوراکي توکو له لوړېدو وروسته د سره صلیب مسوولین وايي، چې په کورنیو بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې او ځينې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.
✒: اقتصادي کميسيون يو شمېر اړوندو ادارو ته دنده ورکړه چې د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي. د سرپرست حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي کمېسيون د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ غونډه وکړه.
✒: د ریاست الوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د قطر د امنیت شورا سلاکار ته:
قطر دې افغانستان کې د کانونو په استخراج، د برېښنا په تولید او د بندونو په جوړولو پانګونه وکړي.
✒: د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه:
د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه طی سخنانی در دانشگاه بوغازایچی با اشاره به اینکه هدف کشور تبدیل شدن به مهمترین مرکز ارائه خدمات بهداشتی و پزشکی در منطقه و جهان است، اظهار داشت: سالانه میلیونها نفر از سراسر جهان برای درمان به ترکیه میآیند و میلیاردها دلار هزینه میکنند. هدف ما این است سهمی 10 میلیارد دلاری از بازار جهانی بهداشت و سلامت به دست آوریم.
وی تصریح کرد: طبق برنامهریزیها برای دستیابی به این هدف پیش بینی میکنیم سال آینده به 1.5 میلیون بیمار خارجی خدمات ارائه دهیم.
اردوغان تاکید کرد که کیفیت خدمات در ترکیه با توسعه فناوری و زیرساختها در حال رشد بوده و درآمدها نیز به طور تصاعدی افزایش خواهد یافت.
✒: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې دیبورا لاینز ماموریت په کابل کې ختم شو.
د هغې ځای ناستی لا نه دی ټاکل شوی.
✒: متحده عربي امارات، سخته ګرمۍ کې پر مزدورانو کار ممنوع اعلان کړ.
وایي، سږ د جون له ۱۵ مې به د سپتمبر تر ۱۵ مې سره لمر ته په کار بوختو مزدورانو ته له دولس نیمو تر دریو بجو دمه ورکوئ.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نیډ پرایس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه وزارت د افغان کډوالو د اسنادو د ثبت بهیر لپاره د کارکوونکو شمېر زیات کړی او د غوښتنلیک پروسه یې ساده کړې ده.
✒: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي سرمفتش جان سوپکو له ازادي راډیو سره په مرکه کې د هغو پیسو مصرف او څرنګوالي په اړه اندېښنه ښودلې، چې نغدې افغانستان ته استول کېږي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانگړي استازي حسن کاظمي قمي په هند کې د دې هیواد د ملي امنیت سلاکار آجیت دوال سره د نورو مسالو سربیره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
✒: د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف ناروغي سخته شوې او تر عاجلې تداوۍ لاندې نیول شوی.
پرویز مشرف متحده عربي اماراتو کې بستري دی. نوموړی له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان ولسمشر و.
