No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان ابتدائيه ښوونځي کي غونډه تر سره شوه

د کلنۍ ازمويني د نتايجو د اعلانيدو په پار دحضرت قيس بن سعدرض دابتدائيه ښوونځي انګړ کي شانداره غونډه ترسره شوه په ياده غونډه کي دکمپ مختلفو مشرانو استاذانواو ميلمنوګډون درلود۔

دغونډي شروع د کلام الله مجيد په مبارک تلاوت د ورور قاري صاحب بشير احمد لخوا شروع او وروسته له تلاوت څخه قدرمنو ميلمنو انجنيرصاحب محمداجان مولوي صاحب عبدالوافي عرب, استاد عبدالجليل(شفقيار),استاذ سيف الله (خالد),او کوچنيو ورونو هر يو عبدالله , سالم,او محمد هارون(حيدري) خپلي علمي او ارزښتناکي ويناوي او تراني ګډونوالو ته واورولي ديادوني وړ ده چي ددي ښوونځي د عمومي اول نمره وياړ ورونو هريو

بشير احمد دنورالله زوي,محمد هارون د محمدجان زوي او جلال الدين د محمد قسيم زوي تر لاسه کړي همدارنګه د سټيج چاري محترمو استادانو هر يو استاد حبيب الله(منيب) او استاد حبيب الرحمن پر مخ بيولي او د محترم قاري صاحب احمد بشير (لقماني)په دعائيه ويناوو سره ياد پروګرام پاي ته ورسيد۔ والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک