No-IMG

مهم ترین های امروز پنجشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ملګرو ملتونو سټلایټ د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د وروستي اور په تړاو دغه انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د یاد اور له کبله ۶۸ هکټاره ځنګل د لمبو خوراک شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې ښايي تر هغې وروسته اور نوره سیمه هم سېځلې وي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د کوزې پښتونخوا د کوزې کُرمې بیلیامین کلي هم اورلګېدنې ځنګل سوځولی او اوس هم ادامه لري.

: ‏تیم ملی کریکت کشور در سومین بازی ۵۰ آوره‌ تیم ملی زیمبابوی را شکست داد. افغانستان با سه برد، قهرمان جام ۵۰ آوره این رقابت‌ها در برابر زیمبابوی شد.

: ‏دفتر ملا عبدالغنی برادر، معاون نخست رییس‌الوزرا در یک اعلامیه از افتتاح یک شرکت "محدودالمسوولیت" به نام «سرمایه افغان» خبر داده است. در اعلامیه آمده است که این شرکت در گام نخست ۲۵۰  میلیون دالر را در بخش‌های مختلف  سرمایه‌گذاری می‌کند.

: ‏شماری از اعضای "زنان کارکن خدمات ملکی افغانستان" در یک حرکت اعتراضی صبح امروز (پنج‌شنبه) در منطقه شهرنو کابل خواهان دسترسی زنان به کار شدند.

: ‏پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې نورستان کې وروستۍ اورلګېدنې شاوخوا یو میلیون ونې سوځولې دي.

‏د یاد وزارت مرستیال شرف الدین مسلم کابل نیوز ته په استول شوي کلیپ کې ویلي چې نورستان کې وروستۍ اورلګېدنې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې شاوخوا یو میلیون ونې سوځولې دي خو په خبره یې اوس اور مهار شوی دی.

: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قطر د امیر له سلاکار محمد المسند او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

: ‏د کندهار امربالمعروف:

نه به یوازې ښځه ریکشا او نه هم ټکسي کې دربس وړئ.

: ‏پکتیکا ـ برمل:

پاکستاني پوځیانو د انګور اډې زنځیر نه ور اوښتی یو افغان وژلی او مړی یې را اړولی.

: ‏سعودي کې د افغانستان سفارت:

افغان مسافرو لپاره د نقل معلوماتو او افغاني پاسپورټونو د ویش لړۍ دویم پړاو پیلیږي.

دې پروسه کې هغو هیوادوالو ته افغاني پاسپورټ ورکول کېږي، چې پخوا له بل هېواد نه په پردي پاسپورټ سعودي ته تللي.

: ‏امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف:

امریکا د روسانو له اجازې پرته د افغانستان ایم آی ۱۷ روسي ساخت طیارې هم اوکراین ته ورکړې دي.

وایي، امریکا دا څرخکې تېر کال موږ نه افغانستان لپاره په پیسو واخیستې.

: ‏د سعودي شاهي کورنۍ غواړي د هومولوشن په نوم یو بنسټ باندې د کال یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي، تر څو دا بنسټ د انسانانو د زړښت د مخنیوي او عمر ډېرولو لپاره تحقیقات وکړي.

دا بنسټ به عربانو لپاره د بیرته ځوانېدو درمل پیدا کوي.

: ‏د سولې او عدالت موسسې راپور:

د نادرا د معلوماتو له مخې پاکستان کې دا مهال رسما له ۱۴۰۰ نه زیات کسان ملحدین یا آتییستان دي.

دوی ته حکومت په شناختي کارډ کې هم د دوی د غوښتنې په اساس د دین خانه کې (ملحد) لیکلی.

: ‏برېټانیا کې د حضرت فاطمة الزهرا (رض) په اړه د جوړ شوي فلم (دي لیډي آف هیون یا جنتي مېرمن) ننداره لغوه شوه.

د دغه فلم د نشرولو خلاف مظاهرې، غبرګونونه او د ځایي مسلمانو ټولنو هڅې د فلم د نندارې د لغوه کېدو سبب شوې.

: ‏د افغانستان ا.ا لسګونه بې اسنادو پاکستاني لارۍ او بار وړونکي موټر د ضمانت تر اخيستو وروسته هغه هيواد ته ور ګرځولي دي. د ننګرهار د ترانسپورټ رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد موټر يې د څو ورځني کمپاين په ترڅ کې نيولي وو.

: ‏د بشري حقونو څار سازمان یو ځل بیا له افغانستانه بهر ته د طالبانو د مشرانو پر سفرونو د بندیزونو غوښتنه کړې، او ویلي یې دي چې د نړۍ لخوا د طالبانو د کړنو غندنه کافي نه ده او باید داسې گامونه واخیستل شي چې په مشخصه توگه طالبان پکې زیان وویني.

‏د ښځو په چاور کې د بشري حقونو څار سازمان مرستیاله هیدربار وایي، پر طالبانو د فشار یوه لاره دا ده چې د دوی د ځینو مشرانو پر سفرونو بندیزونه وضع او له افغانستان نه بهر ورته د تګ اجازه ورنکړل شي. د یادولو وړ ده چې د طالبانو پر مشرانو د سفرونو بندیز ۳ کاله مخکې لیرې کړای شو.

‏هیدر بار همداراز وایي چې د ژورنالیستانو د شکنجو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو وضع کولو په غبرګون کې دې د استخباراتو پر لوی رئيس عبدالحق وثیق، د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي او د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخندزاده باندې ځانګړي بندیزونه وضع شي.

‏دا ‌په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو امنیت شورا به په جون میاشت کې د افغانستان په اړه په خپله ناسته کې بهر ته د طالبانو پر ۱۲ مشرانو د بندیزونو د معافیت او یا عدم معافیت پر پرېکړې غور وکړي.

: ‏چین وایي د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکاري کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان په پلازمینه نورسلطان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له چارواکو سره د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

: ‏د امريکا ولسي جرګې په دغه هيواد کې د وسله والو بريدونو تر ډيريدو وروسته د وسلو د کنټرول لایحه تصويب کړه. اوس د وسلو د اخيستلو لپاره لږ تر لږه عمر له ۱۸ کلونو څخه ۲۱ کلونو ته لوړ شوی او د داسې شاجورونو پر خرڅلاو بنديز لګول شوی چې تر ۱۵ د ډيرو ګوليو د ځايولو ظرفيت ولري.

: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په یوه خبري کفنرانس کې ویلي چې پرون یې له خپل روسي سیال سره پر ګڼو نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي. دده په وینا له لاوروف سره یې د اوکراین او افغانستان پر مسئله هم خبرې کړې دي.

: ‏د بريټانيې د اپوزیسیون يو پلاوی د بشري وضعيت د ارزونې په موخه کابل ته راغلي دي. د بريټانيا د اپوزيسيون دا چارواکي به کابل کې د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري اداره کېدونکی روغتون، د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري اداره کېدونکي مرکزونه او بې ځايه شوي افغانان وګوري.

: ‏د اسراييلو لومړی وزير نفتالي بنت متحدو عربي اماراتو ته تللی دی. ميډل ايسټ نيوز د اسراييلو د لومړي وزير د وياند له قوله ويلي چې بنت دا سفر د عربي اماراتو د نوي مشر محمد بن زايد په بلنه کړی دی.

: ‏امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د یوې پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي او یو بل تری تم دی.

: ‏د ترکمنستان هېواد د ټاپي پروژې رییس ویلي چې دوی په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک پروسې بشپړېدو ته منتظر دي او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د دې پروژې عملي چارې پیل کړي.

: ‏شبکه خبری "ان بی سی" گزارش داده است که ایالات متحده به شرکت آریانا هزینه روند تخلیه افغان‌ها از کابل به قطر  را می‌پردازد.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي وایي چې دغه هیواد او د منځني اسیا ۵ هیوادونه به د افغانستان په اړه همغږي ولري.

‏وانگ یي چې د قزاقستان پلازمینه نورسلطان کې « منځنۍ اسیا - چین» ناستې ته وینا کوله وویل چې چین به د افغانستان بیارغونې لپاره د مرکزي اسیا ۵ هیوادونو سره همغږی وي او ازبکستان سره به مرسته وکړي څو د افغانستان د گاونډیو هیوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک