پوهاوی
بزگر
ګرانو هیوادوالو، د زړي لرونکو میوو موسم دی، لکه د شفتالو، بادامو، زردالو، الوبالو، کورو/انګورو، مڼو او ګيلاسو... له هیوادوالو مو غوښتنه دا ده چې د دې میوو زړي یا تخمونه هسې مه ضایع کوئ، د ميوو زړې پرېمنځئ او وچ يې کړئ. په يو رومال/دستمال کې یې وساتئ، او په مناسب ځای کې يې کېږدئ.
کله چې تاسو په سفر يا کوم ځای ته په چکر لاړ شئ، او وکولای شئ مځکه ۷ څخه تر ۱۰ سانتي مترو پورې وکنئ، تخمونه په کې کېږدئ او په خاورو کې يې پټ کړئ، دا به غوره وي که اوبو ته نږدې يې ښخ کړئ، که چیرې اوبه نږدې نه وي، په قصه کې کېږئ يې مه، طبیعت ته یې وسپارئ.
دا په وروستیو کلونو کې د تایلند د خلکو په منځ کې دود شوی دی او ډیره ښه نتیجه يې ورکړې ده. په دې ډول په ځنګلونو کې د ميوه لرونکو ونو شمېر زيات شوی، ماليزيا هم په دې نوښت کې له تايلنډ سره يو ځای شوې ده. ولسي فعاليتونه په دې ډول خورا اغېزمن دي، په دې ساده طريقه په طبيعت کې ونې ډېرېږي، د خاورې د تخريب، سيلابونو، د اقليمي بدلون، د هوا د وچېدو او د هوا د ککړتيا او د دوړو د خپرېدو مخه نيسي.
دا د هر عاقل انسان دنده ده!
(ژباړه)
