مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ا.ا لوړ پوړی غړی انس حقاني وایي جگړه د جگړې اقتصاد رامنځته کوي او بې سوادي لویې ستونزې زیږوي.
حقاني وايي غربي نړۍ په افغانستان کې چې څه ډالر د مرستې په نوم لگولې د جگړې دوام لپاره وې نه د افغانستان ترقي لپاره.
نوموړی وایي که افغانان ډوډۍ په خپلو وینو کې لندوي دنیا پیسې ورکوي او که اوبو کې یې لندوي بیا د افغانانو شتمنۍ هم غصب کوي. انس حقاني زیانوي چې افغانستان کې باید د جنگي اقتصاد ریښې له منځه یوړل شي.
انس حقاني وایي په یوه هیواد کې ټولې لویې ستونزې د بې سوادۍ له امله رامنځته کیږي او متاسفانه د پرلپسې تجاوزونو له امله افغانان له زده کړو پاتې شوي دي.
✒: د پاکستان وېزو افغان متقاضیان د وېزو برخه کې د پاکستان له لوري د نویو شرایطو په رامنځته کېدو نیوکه کوي او وايي، چې یاد سفارت وخت ناوخت د ویزو برخه کې افغانانو ته ډول ډول ستونزې جوړوي او یوازې هغه کسانو ته وېزې ورکول کېږي چې زیاتې پیسې یې په بدل کې ورکړي.
پخواني ډیپلوماټان د پاکستان وېزو برخه کې نوي وضع شوي شرایط د نړیوالو اصوالو خلاف بولي او له اسلامي امارت غواړي تر څو یاده ستونزه د نړیوالو اصولو په رڼا کې له مقابل لوري سره حل او فصل کړي.
✒: شیخ هبة الله اخندزاده ته د منسوب یو حکم په اساس ټولو وزارتونو او مستقلو ریاستونو ته ویل شوي څو د خپلو مربوطه رییسانو تعارف او مشخصات کندهار ته ور ولیږي.
پدې حکم کې چې یوه کاپي یې کابل نیوز ترلاسه کړې او طالبانو ته د نږدې کسانو لخوا هم خپره شوې یادونه شوې، چې د هر رییس د تقرر نېټه او مخکنۍ ترسره کړې دندې باید مشخصې وي. د سرپرست حکومت مقاماتو لا پدې هکله څه ندي ویلي.
✒: له افغان شخصيتونو سره د اړيكو كمېسيون وياند احمدالله وثيق وايي، چې د برېښنا شركت پخوانى رئیس امان الله غالب د یاد كمېسيون د هڅو په پايله كې بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
✒: کورنیو چارو وزارت وايي، چې سرحدي پولیسو د هرات په اسلام قلعه بندر کې یو تن بهر ته د ۵۰ زره ډالرو او ۲ کیلو سرو زرو د قاچاق په تور نیولی دی.
✒: د هېواد د دفاع وزارت:
دوه (یوه لویه روسۍ او یوه وړه) نظامي طیارې مو انجینرانو بیرته ورغولې او الوت یې وکړ.
پرون د اریانا شرکت د ایربس الوتکې د جوړېدو خبر هم ورکړل شوی و.
✒: د لغوه اعلان شوې ملي شورا کارمندان:
۸۰۰ همکاران مو بې سرنوشته شوي او راته ویل شوي چې د نوي کال له پیلیدو راهیسې مو راباندې د معلش حق نه شته.
✒: د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ پیسو د کمښت له امله پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
یو شمېر صرافان او عام خلک وايي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بازارانو کې د افغانۍ پیسې تر بل هر وخت ډیرې کمې شوې او پر ځای یې پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
دوی له حکومت څخه د افغانیو نويو بانک نوټونو د چاپ او بازار ته وړاندې کولو غوښتنه کوي، تر څو د هېواد په بازارونو کې پر بهرنیو کرنسیو د راکړې ورکړې مخه ونیول شي.
د راپورنو له مخې په پولنډ کې درې میلیارده نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه تر اوسه افغانستان ته نه دي انتقال شوي. دا پيسې د تېر جمهوري نظام پر مهال چاپ شوې دي او پر اسلامي امارت د ځینو بندیزونو له امله افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.
✒: د افغانستان ا.ا د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي ویلي چې ا.ا ټولې ګمارنې د وړتیا او کیفیت پر بنسټ کوي. نوموړي دغه راز ویلي چې ا.ا په بودجه کې له شته ننګونو سره سره د پوهنې د پرمختګ په موخه د ښوونکو لپاره ۱۶ زره بستونه په پام کې نیولي دي.
✒: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغانستان کې يوازې د داسې حکومت ملاتړ کوي چې د افغانانو استازيتوب وکړي او له ترهګرو سره مبارزې ته ژمن وي.
✒: زیلنسکي: تر راتلونکي خزانه پورې به اوکراین کې د بندې پاتې شوې غلې اندازه ۸۵ میلیونه ټنو ته ورسېږي.
✒: د برازیل د کرنیزو تحقیقاتو ادارې (ایمبراپا) راروان نړیوال خوراکي بحران ته په کتو د غنمو په تخمونو کې د جنیټیکي بدلونو تجربه کامیابه کړه.
داسې تخمونه مو برابر او وازمایل چې د وچکالۍ سره به تر للمي غنمو هم خت مقاومت کوي او ښه حاصل به ورکړي.
✒: د ایران حکومت تازه اقدام کې ۱۲ زنداني بلوچان اعدام کړل.
وایي، دوی خلک وژلي وو او قاچاق یې کاوه.
✒: بريټانیا ۷۰ کمپنیو کې د اوونۍ د ۴ ورځې کار او ۳ ورځې رخصت طرحې امتحاني تطبیق پیل کړ.
وایي، دا کار به د کارمندانو د خلاقیت او ابتکار حس پیاوړی کړي، خو کمبریج، اکسفورډ او بوسټن پوهنتونونه به د دغې طرحې د تطبیق نتایج هم څېړي او څاري به یې.
✒: د جرمني خارجه وزیره اسلام اباد ته سفر کې:
طالبانو افغانستان د سقوط په لار روان کړی.
هغې پاکستاني لوري سره د بشري حقونو د خونذیتوب لپاره کابل باندې د فشارونو ډېرولو خبره هم مطرح کړې.
✒: نړیوالو او روسي رسنیو د اوکراین خارکییف کې د پوتین په کرایي جلاد مشهور د واګنر ملیشو قومندان د وژل کېدو خبر ورکړی.
ویل کېږي، قومندان ویلادیمیر اندونوف چې د خلکو په حلالولو یې نوم ایستلی و، له لرې واټن څخه په سنایپر ویشتل شوی.
✒: د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د وزارت وزیر احمد علي الصادیق د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سره کتلي او د افغانستان پر وضعیت يې خبرې کړې دي.
یاد وزارت زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو افغانستان کې د روان بشري ناورین پای لپاره پر مرستو او همکاریو بحث کړی دی.
توماس وېسټ په کتنه کې افغانستان سره د اماراتو له مرستو مننه کړې او ترې غوښتې دي، چې دې هېواد کې د بشري وضعیت ختمېدو لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.
✒: د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت زیات اوس ماشومان ښوونځیو ته د تګ لپاره مرستې ته اړتیا لري.
یونیسف ویلي، هغه ماشومان چې ښوونځيو ته له تللو بې برخې دي ۱۵ زره ښوونیز سیمه ییز درسي ټولګي ورته جوړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ا.ا له واک ته رسېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.
✒: د روسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په پام کې ده د ا.ا یو پلاوی د «سینټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادي فوروم» کې د ګډون په هدف روسیې ته سفر وکړي.
د دغو راپورونو پر بنسټ دا اقتصادي ناسته د روانې میلادي میاشتې له ۱۵مې تر اتلسمې نېټې د روسیې په سینټ پیټرزبرګ ښار کې جوړیږي.
په دې فوروم کې هر کال د ۱۲۰ هېوادونو استازي ګډون کوي او د روسیې د ولسمشر په وینا سره پرانیستل کیږي.
✒: د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایرباک اسلام آباد ته تر رسیدو او د خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره تر لیدنې وروسته په کروونا ویروس اخته شوې ده.
✒: سیگار میگوید اشرف غنی در روز سقوط ۱۶۹ میلیون نه بلکه حد اکثر یک میلیون دالر مربوط به بودجه دولتی را با خود برده است.
سیگار بر اساس مصاحبه با مقامات فراری با اشرف غنی و برخی مقامات دیگر گزارشی تازه را نشر کرده و در آن گفته است که هنگام فرار با رولا غنی تنها ۸۰۰ دالر موجود بود.
سیگار از مورد دالر های بجا مانده در موتر هایی در داخل ارگ یادآوری نموده و گفته است که اشرف غنی در بیرون کشیدن ۵ میلیون دالری موفق نشد که امارات متحدهٔ عربی برای کمپاین انتخاباتی به وی داده بود.
اما سیگار در مورد دزدی های سیستماتیک از سوی حکومت پیشین, قرارداد های بدون داوطلبی, عملکردهای مشکوک بانک مرکزی…چیزی نگفته است.
سیگار همچنان در مورد پول هایی که در جریان سالهای گذشته از سوی اشرف غنی رییس جمهور فراری, رولا غنی, اجمل غني و برادر لبنانی رولا غنی در پرواز های عادی و خاص طیاره ها بیرون کشیده شده است چیزی نگفته است.
قابل ذکر است که سیگار قبلا خبر داده بود که در برنامه پروموت تحت مدریت رولا غنی ۲۸۰ میلیون دالر اختلاس صورت گرفته است.
