مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل امنیه قومانداني وايي، د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې پکې یو شمېر عام خلک ټپیان شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
✒: د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه کړې.
په دې غونډه کې کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه شوې، څو شپږ مشارکتي پروژې چې ښاروالۍ يې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، ازادې داوطلبۍ ته وسپاري.
اقتصادي کمېسیون همداراز له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د هېواد صادراتو لپاره د اسانتیاوو چمتو کولو په هدف تفاهم پرېکړه وکړه.
د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته اجازه ورکړل شوه، څو د حیرتان رېل پټلۍ د خدمتونو پروژه د نوي قرارداد لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
✒: ا.ا په هند کې د حاکم ګوند د یوه مسئول لخوا د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی غندلی دی.
ا.ا په یوه اعلامیه کې وایي چې د اسلام ستر پیغمبر ته د ګستاخانه الفاظو کارول په کلکو ټکو غندي او د هند له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دغه ډول متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې داسلام مبارک دین ته سپکاوي وکړي او دمسلمانانو احساسات وپاروي.
✒: افغانستان د زېمبابوې په وړاندې د پنځوس اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه له اتو ویکټو سره وګټله. او له دې بریا سره د پنځوس اوریزو سیالیو د لوبلړۍ اتلولي یې هم خپله کړه.
افغانستان له دغو بریاوو سره د سوپر کپ سیالیو کې په نوملړ کې درېیم ځای ګی خپل کړ.
✒: د کابل والي وايي، چې په کابل ښار کې بې حجابي زیاته شوې او په خبره یې دا وضعیت ورته د منلو نه دی.
نوموړي د امربالمعروف وزارت له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې کابل ښار کې په دې وروستیو ورځو کې بې حجابي تر حد اوښتې چې باید د مخینوي لپاره یې تدابیر ونیول شي.
شیخ ندا محمد ندیم زیاتوي، چې دا بد حجابي نظام ته زیان رسوي او ځواکونو ته یې امر کړی، چې د بې حجابۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
✒: د چینایي معدنچي شرکت ایم سي سي رهبرۍ پلاوی کابل ته تللی او د لوګر د میس عینک کان د اسخراج په اړه یې د سرپرستې کابینې مرستیال ملا عبدالکبیر سره ناسته کړې.
دغه شرکت د حامد کرزي په وخت کې د کان د استخراج قرارداد کړی و، خو بیا یې ویل چې دا کار موږ ته قیمته تمامېږي.
✒: د افغانستان ا.ا غواړي چې د هيواد په ختيځ کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي قطعات جوړ کړي. د کرنې وزارت مرستيال مولوی صدراعظم د ننګرهار له والي ملا محمد نعيم اخوند سره په دې اړه خبرې کړې دي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددې وزارت سیاسي معیین شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر او غړو سره لیدلي او د یادې ټولنې له کړنو او فعالیتونو یې ستاینه کړې ده.
✒: پاکستانی خبریال طاهر خان: د پاکستان لخوا افغانانو ته د ويزو ورکولو لپاره نوی شرائط به د ويزو ترلاسه کول مشکل کړۍ۔ دا وخت د اسانتياو ورکولو دي. د ويزو سختول سم سوچ نه دي۔ داسي ډير افغان وګړي شته چې پاکستان کې يي څوک نشته چې ورته د راتلو لپاره دعوت ورکړي۔ دي کې شک نشته چې پاکستانۍ سفارت د اګست راهيسي شاوخوا دوه لاکهه ويزي جاري کړي چې يو ريکارډ دي،لاکن نوي شرائط به خلک په داسي حال کې ويزو څخه محروم کړي چي د ميډيکل،تعليم، غم ښادي،سياحت او يا نورو هيوادونو ته سفرلپاره پاکستان ته راتلل غواړي۔افغانانو لپاره مشکل دا هم دي چې اکثرو هيوادونو کابل کې سفارتونه نه دي پرانيستي او خلک د ويزو لپاره پاکستان ته راځي۔ زه خارجه وزیر زرداری او ځانګړي استازي صادق خان ته اپيل کوم چې افغان وګړو لپاره ويزې جاري کول اسان کړي۔سخت شرائط به خلک مجبورکړي چې ايجنټانو ته رجوع وکړي۔ايجنټان ديوي وزې لپاره د سلګونو ډالړو غوښتنه کوي۔هغه کسانو ته دي ويزي ورکړي شي چې څو مياشتي وړاندي يي انلاين دخواستونه کړي دي۔ په ويزو ورکولو کې زيات وخت اخيستو له کبله ځيني ويزي رد شوي چې ورته بيا اپلائي شوي ده۔ کابل کې پاکستانۍ سفير منصور احمد خان او د پاکستان سفارت ويزو ورکولو کې مهم رول لوبولي دي او ورته خواست کوم چې پاليسي کې نرمي وکړي.
✒: ناټو د فنلنډ او سویډن د پياوړتیا لپاره له دوی سره ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي. د ناټو د لوی درستیزانو په غونډه کې د امریکايي پوځ لوی درستیز ویلي چې دوی د فنلنډ د پياوړتیا او ملاتړ لپاره دغه ګډ نظامي تمرینات په بالتیک سمندر کې پيل کړي دي.
✒: د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرداریو سره سره بریتانیا په پام کې لري چې اوکراین ته ام۲۷۰ توغندویي سیسټم ولېږي. بریتانیا نن اعلان کړی دی چې اوکراین ته به د ام ۲۷۰ توغندویي سیستم واستوي. دا توغندویي سیستم کولی شي چې ۸۰ کیلو مټره واټن ووهي.
✒: د سعودي عربستان د پوهنتونونو د چارو شورا په لومړي ځل د ملک سعود ریاض په نامه د دغه هېواد په مشهور پوهنتون کې د تیاتر او سینما پوهنځي په پرانیسلو سره ویلي چې ډېر ژر به د سعودي په ټولو پوهنتونونو کې د هنر او موسیقي په نوم پوهنځي پرانیستل شي.
✒: د بريټانيا پارلمان نن د دغه هيواد د لومړي وزير بوريس جانسن د برخليک ټاکلو لپاره رايې اچوي. ټاکل شوې چې د رايې اچونې پروسه په ځايي وخت مازديګر شپږ بجې پيل شي چې د کابل پر وخت د شپې له لس نيمو بجو سره برابريږي.
✒: په متحده ایالتونو کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو یو ځل بیا پر بایډن غږ کړی دی چې په افغانستان کې د بشري بحران پراختیا مخنیوي لپاره د دغه هېواد پیسې ازادې کړي.
✒: ډیلي میل: اوکراین کې د روسي پوځ یوولسم جنرال هم د مخامخ جګړې پر مهال ووژل شو.
وایي، د جنرال رومان کولوزوف موټر دومباس کې په نښه شوی.
✒: د توغندیو د ډزولو جنګ:
پرون شمالي کوریا ۸ بالستیک توغندي ازمایلي وو، نن د ګواښ په ډول دوی ته ورڅېرمه جنوبي کوریا او امریکا هم اته توغندي وازمایل.
✒: د ایټالیا خارجه وزیر لوګي ډیمایو:
ډوډۍ لپاره نړیواله جګړه راروانه ده.
وایي، دا مهال د اوکراین بندرونو کې ۳۰ میلیونه ټنه غله روسي بیړیو ایساره کړې ده.
✒: له کابله ستون شوی هندي پلاوی:
افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو روغتیایي او ښوونیز سیسټمونه یې د پاشلتیا په حال کې دي.
هندي پلاوي کابل کې دوه شپې وکړې.
✒: بلغاریا، مقدونیې مونټي نګرو د اروپا په هوایي حریم صربیا ته د روسیې د خارجه وزیر د طیارې د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.
لاوروف ویلي، صربیا ته سفر یې لغوه شو خو ډېر بد کار وشو.
✒: پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې شرایط نور هم سخت کړل.
تاسې ویزې لپاره اړ یاست چې یو پاکستانی مو پاکستان ته دعوت کړي او هغه په خپله دعوتنامه کې درته خپل، ځای، ټلیفون نمبر، پاسپورټ او شناختي کارډ ټول معلومات ولیکي.
✒: د متحده عربي اماراتو خارجه وزیر او د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په اړه لیدنه کړې.
✒: سیگر در یک گزارش تازه گفته است که شیوههای ضعیف تحقیق از سوی نیروهای پولیس در زمان جمهوریت باعث بازداشتهای غیرقانونی و شکنجه افراد میشد که در نتیجه مردم از حضور امارت اسلامی در بسیاری از نقاط افغانستان "استقبال" کردند.
✒: د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنري وايي، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو پیسو ۳۰ سلنه ترلاسه شوي دي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه او ویلي يې و، چې دغه تشه باید تر ژمي وړاندې ډکه شي.
✒: د نایجریا په جنوب لوېدیځ کې د ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي.
څو تنه وسلوالو په اوو (Owo) سیمه کې د کاتولیک عیسویانو په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې کړي او چاودیدونکي توکي یې چولي.
