ورور حکمتيار د هېواد له جهادي، تعليمي، ادبي او قومي مشرانو سره وکتل
سهشنبه؛ د جوزا ۱۷مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا ليدنو کې د ننګرهار ولايت له مشهور مُتعهد مشر او جهادي شخصیت حاجي صاحب حجةالله، د سجا تعليمي إدارې له مسئول ښاغلي شاپور لِلّٰهي، د ښاغلي تحسين الله تحسين په مشرۍ د ننګرهار ولايت کامې او بټيکوټ ولسواليو له يو شمېر قومي متنفذينو، د کابل پوهنتون له استاد ښاغلي عبدالله أواب «کامهوال، او همدا راز د قومندان صیب انجينير صادق په مشرۍ د غزني، باميان او دايکُندي ولايتونو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
په يادو ليدنو کې پر يو لړ بېلابېلو مهمو سياسي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
قدرمن مشر يادو پلاوو ته په خپل خطاب کې وويل:
خوشاله يم چې يو ځل بيا په داسې حال کې سره وينو چې د هېواد په سياسي او أمنيتي وضعيت کې مثبت بدلون راغلی، يو فاسد نظام سقوط شو او مفسدين له واکه لرې شول، په تېره نيمه پېړۍ کې الله تعالیٰ د افغانانو په لاس دوه ستر زبرځواکونه رانسکور کړل، دا د الله تعالیٰ ځانګړی لُطف او مرحمت وو؛ چې مجاهدین يې بريالي کړل، په ځانګړي ډول يې د حا مجاهدینو ته په دواړو جهادونو کې د بارزې ونډې او مسئولانه مبارزې افتخارات په برخه کړل او په دواړو جهادونو کې يې فعاله ونډه واخيسته، د شوروي په څېر ستر زبرځواک د مجاهدينو په لاس د نړۍ له نقشې ختم شو او د ناټو+امريکا مغرور زبرځواک په داسې شرمناک زوال محکوم شو چې نن له خپلو ناټويي حليفانو هم د دفاع جرئت ور پاتې نهدی.
نوموړي زياته کړه:
فعلاً د هېواد واګې افغانانو سره دي، هغه چې يو وخت پرې إشغالګر او پرديپال حاکم ول،
اوس که إسلامي إمارت له تدبر او حکمت کار واخلي، پخوانۍ ترخې تجربې بيا ځل تکرار نهکړي، ټول مُخلص مجاهدين او هېواد ته ژمن افغانان يو صف کې را غونډ کړي، نو بې له شکه چې د يو مُقتدر، ځواکمن او ټولمنلي إسلامي نظام په جوړولو به برلاسي شي، په يوازې ځان او فردي تصاميمو د يو منلي نظام جوړول ناشونی کار دی.
نوموړي دا هم وويل:
إسلامي غورځنګونه د ستونزو او مشکلاتو پر وخت نهدي ختم شوي، بلکې تاريخ ګواه دی چې هر إسلامي غورځنګ إقتدار ته تر رسېدو وروسته د خپلو ناسمو پرېکړو او تصاميمو له کبله متلاشي شوی او د تاريخ برخه ګرځېدلې، که غواړو په خپل حالت او قوت ثابت پاتې شو او په ولس کې مو رېښې نورې هم مضبوطې شي، نو بايد له ناسمو پرېکړو او تصاميمو ډډه وکړو، ولس په خپل حمايت کې واخلو، د خير مشورې يې ومنو او ټولو روا غوښتنو ته يې له چون او چرا پرته تمکين ولرو.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ حكومتولي لوی زړه او ظرفيت غواړي، په واړه زړه او ووړ ظرفيت حکومتولي ناشونی کار دی.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
