No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد له جهادي، فرهنگي او قومي مشرانو سره وکتل

دوشنبه؛ د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د هېواد له مشهور فرهنګي او سياسي شخصيت استاد سلطان محمود صلاح، د ح‌ا له متعهد او ځوان علمي کادر مولوي حشمت الله عزيزي، د فارياب ولايت له قومي مشر استاد سيد داوود، له ټولنيز او سياسي فعال ښاغلي محمد يونس فدا، د لوګر ولايت له قومي مشر ښاغلی ذبيح الله مظلوم‌يار، د زابل ولايت له مشهور جهادي شخصیت قاضي حبيب الرحمٰن، د بدخشان ولايت له مشهور ديني عالم مولوي غلام نبي او همدا راز د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل‌شرف او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل.

په يادو کتنو کې پر بېلابېلو ټولنيزو موضوعاتو، پرمختګونو او ننګونو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

 

قدرمن مشر د يادو مشرانو ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل:

ستر او لوی لوی آرمانونه مو ترسره شوي، هېواد مو د پرديو له إشغال او سلطې آزاد شوی، په نږدې يوه پېړۍ کې د الله تعالیٰ په مرسته افغانانو د نړۍ درې ستر زبرځواکونه مات کړل، په دې حساب الله تعالیٰ زموږ له حق ډېر څه موږ ته راکړي.

 

نوموړي زياته کړه:

دې کې شک نه‌شته چې يو شمېر ستونزې به حتمي وي، خو باور لرو چې هغه به هم الله تعالیٰ حل کړي، ښايي دې کې به مو هم خير وي، ډېر کله يو څه موږ ته بد برېښي، خو الله تعالیٰ زموږ له‌پاره په‌کې خير نغښتی وي.

 

نوموړي دا هم وويل:

د ستونزو پر وړاندې باید حوصله له پامه ونه‌غورځوو او هر هغه څه چې زموږ د هېواد دښمنانو ته د سوء استفادې چانس ورکوي، بايد او جِداً ډډه ترې وشي.

 

قدرمن مشر هيله څرګنده کړه؛ چې ګوندې الله تعالیٰ فضل وکړي، ستونزې له منځه لاړې شي او موږ يو داسې نظام ولرو چې په واقعي ډول د دولت او ملت تر منځ واټن له منځه يوسي، دولت د ملت په خدمت کې واوسي او تر رعيت ځان لوړ ونه‌ګڼي، داسې چې ځان د واکمن پر ځای د ملت خادم او د هغوی له لورې د ورسپارل شوي أمانت أمين وګڼي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک