راځئ چه ددی ناوړه خوی څخه ځانونه خلاص کړو
دوکتور عمر عماد
پرته د شرعی مصلحت او ضرورت څخه د نورو په عیبونو او نیمګړتیاوو پسی ډیوه ګرځول، او د هغوی ماضی پلټل او حال یی څارل برسیره پر دی چه ټیټ ټولنیز صفت. او د ډیرو خپل مینځی شخړو او ستونزو زیږوونکی دی ، منافقانه خصلت او هغه کبیره ګناه ده چه قرآن مجید په ښکاره ټکو تری مسلمانان منع کړی دی ( ولا تجسسوا) او رسول الله علیه الصلاة والسلام په تونده او قهر جنه لهجه دغه خلک مخاطب کړی او ویرولی یی دی چه : ( يا معشر من آمن بلسانه ولم يدخل الإيمان قلبه لا تغتابوا المسلمين ولا تتبعوا عوراتهم؛ فإنه من يتبع عوراتهم يتبع الله عورته، ومن يتبع الله عورته يفضحه في بيته ) أي هغه كسانو چه په ژبه مو ایمان راوړی خو زړه ته مو ندی ښکته شوی، مه د مسلمانانو غیبت کوئ او مه یی عیبونه څارئ، که څوک دا کار کوی نو الله تعالی به یی رسوا او شرمنده کړی ، حتی که په خپل کور كي ناست وی.
مسلمان ته ښایی چه نورو پسی د چراغ ګرځولو پر ځای خپل عیبونه ولټوی، داسی کسانو ته پیغمبر علیه السلام په هغه حدیث کی چه اسناد یی ضعیف خو معنی یی صحیح ده ، داسی زیری ورکړی دی: ( طوبى لمن شغله عيبه عن عيوب الناس).
امام شافعي - رحمة الله عليه - يو د نصيحت نه ډک شعر کی وایی:
إذا شئت أن تحيا سليماً من الأذى * وعقلك موفور وعرضك صين
لسانك لا تذكر به عورة امريء *فكلك عورات وللناس ألسن.
وعينك إن أبدت إليك مساوئًا * فصُنْها، وقل: يا عينُ للناس أعين )
یعنی ګه غواړی چه د نورو د اذیت نه خوندی ژوند وکړی ، او عقل دی پوره او عرض دی ساتل شوی وی نو :
په ژبه باندی دی د هیچا عیب هم مه یادوه ، ځکه چه ته له عیبونو ډک یی او خلک هم سترګی لری.
که سترګو دی د چا عیبونه درښکاره کړل، نو پرده پری واچوه او ورته وایه چه : ای سترګی ! نور خلک هم سترګی لری .
همدا راز رحمان بابا هم دی ته ورته خبر کوی او وایی :
چه مدام د بل وعیبو ته نظر کړی« خدای له خپله عیبه ولی بی خبر کړی .
نو راځئ چه همدا اوس دا هوډ وکړو چه پس لدی به ددغی ناوړه صفت څخه ځان ساتو.
