احمد شاه بابا: بهرنیو ته اجازه نه ورکوې چې ستا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي
بابا له خپل مرګه مخکې تیمور ته وویل؛
ځویه!
“بهرنیو ته به هېڅ وخت د دې اجازه نه ورکوې چې ستا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. دې کار کې هېڅکله ناغیړي ونه کړې. هر کله چې دې د دولت چارو کې بهرني لاسوهنې ته پرېښودل ګواکې خپله دې د خپلو خلکو تباهۍ ته لاره پرانیستله.
د حکومتدارۍ په چارو کې باید د اسلام مبین دین تا ته له هر څه لوی حیثیت ولري، ته د دې مسؤلیت لرې چې د حکومت په امورو کې له سیاست مخکې ځای د اسلام مبین دین ته ورکړې. ته نشې کولای تر هغې ځان د خلکو په منځ کې یو واقعي او ملي رهبر ثابت کړې، تر څو چې دوی ته په خپلې امانتدارۍ او دیندارۍ کې ځان ثابت نه کړې.”
د بابا دا خبرې په افغانستان کې د کامیاب سیاسي نظام چلونې فارموله او د اصلي افغانیت بنسټیز اصول دي. د دې خبرو هدف دا ؤ چې بابا غوښتل خپل ځوی ته دا ووايي چې دیني او ملي ارزښتونه د افغان ولس سرې کرښې دي او په دې دوه مسائلو دوی هېڅ چا سره معاملې ته نه تیاریږي.
د تاریخ په اوږدو کې چې څوک دې اصولو ته پابند نه دی پاته شوی، د عزت ورځ یې نه ده کتلې.
د دغه لوی غازي، قهرمان او ستر مجاهد مبارزه دې خدای په خپل دربار کې قبوله کړي.
