مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وایي، چې د ټي ټي پي او اسلام اباد جوړجاړی د افغانستان په گټه دی خو زیاتوي چې ټي ټي پي باندې فشار نه راوړي ځکه چې دوی سره یې یوځای قربانۍ ورکړي دي.
د قبایلي مشرانو جرګې یوه غړي د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له قوله رسنیو ته ویلي، چې سراج الدین حقاني د ټي ټي پي او قبایلي مشرانو جرګې تر منځ د خبرو پر مهال په افغانستان کې د امریکا پر ضد د تحریک طالبان پاکستان قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي، چې نه غواړي په ټي ټي پي فشار راولي خو په خبره یې ښه به دا وي چې دواړه لوري خپلو منځو کې جوړجاړی وکړي.
په ورته وخت کې ویل کیږي، چې د قبایلي مشرانو جرګې د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره د متقابلو مشورو او بحثونو لپاره درې مياشتې وخت غوښتى، څو د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوى د ځينو اندېښنو د حل لپاره وړانديزونه طرحه کړي.
ویل کیږي د ټي ټي پي د نورو غوښتنو تر څنګ یوه اصلي غوښتنه دا ده چې د پاکستان حکومت دې د قبایلي سیمو خپلواکي او ازاد حیثیت ومني.
✒: مدني فعالې شکریې افغان پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین عباس ستانکزي سره یې د نجونو ښوونځيو پر پرانیستو او کار ته د مېرمنو پر بېرته ستنېدو خبرې کړې دي.
✒: د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب الله حنیف کابل نیوز ته وویل، د کونړ په چپې درې ولسوالۍ دیګل سیمې ځنګلونو کې دوه ځایه لګېدلی اور دمګړۍ د سیمې خلکو په مرسته په بشپړه توګه مهار شوی دی.
✒: د نورستان د ځنګلونو اور د دولسو ورځو شو.
محلي مسوولان وایي، اور کابو دی، خلک وایي نه دی کابو شوی.
بلخوا د کونړ اطلاعات و فرهنګ ریاست تاییدوي چې د چپې درې دیګل ځنګلونو کې هم دا دویمه ورځ ده چې اور لګېدلی.
همداراز د سوات شانګلې ځنګلونو کې هم اور لګېدلی چې څلور کسان یې وژلي دي.
✒: د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې په وړاندې د شل او پنځوس اوریزو سیالیو د لوبو لړۍ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه د ۶۰ منډو په توپير وګټله.
✒: افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اوسنی حکومت د مقاومت جبهې او داعش له ګواښ سره مخ دی، خو افغان حکومت دغه ادعا بې بنسټه بولي.
✒: د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد #بامیانو ته په سفر کې د دغه ولایت له دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.
دیني عالمانو او مخورو دغه سفر د ملت او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو په موخه یو نېک فال وباله او له اسلامي_امارت یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ملي دفاع وزیر په دغه سفر کې له هغو منسوبینو او مسوولینو سره هم وکتل چې د لویو لارو امنیت د ټېنګښت لپاره پر دندو بوخت دي.
✒: فلپین افغانستان لپاره بشردوستانه صندوق ته ۲۰۰ زره ډالر او لوکزامبورګ ۳۶۹ زره ډالر چنده ورکړه.
✒: هند: کور په کور د دولت له لوري ښوونځیو ته د ماشومانو د تشویق پروګرام حیدراباد، تلنګانه ته ورسېد.
دولتي مامورین د هر کور دروازه ټکوي، پلرونه او میندې پوهوي چې پنځو کلونو ته رسېدلي نجونې او هلکان ښوونځي کې شامل کړي.
✒: د امریکا د اوکلاهوما ایالت په تلسا سیمه کې پر یوه روغتون برید کې څلور تنه وژل شوي دي. د تلسا سیمې پولیس چارواکو ویلي، هغه سړی چې د ټوپک سره د فرانسیس روغتون کیمپس ته ننوتلی پر خلکو یې برید کړی دی او څلور کسان یې وژلي دي.
✒: اوکراییني چارواکي وايي، د سیورودونیڅک ښار ځینې هغه برخې یې بېرته نیولې دي چې وړاندې روسي پوځيانو لاندې کړې وې. د دې سيمې والي سيرهي هايدای وړاندې ويلي وو چې د ښار ۷۰ سلنه برخې يې د روسيې پوځيانو نېولې دي.
✒: د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د فنلنډ له لومړۍ وزيرې سره یې کتلي او د ترکیې له ولسمشر سره یې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب پر موضوع خبرې کړې دي.
✒: توماس وست، نماینده ویژه امریکا برای افغانستان با شماری از افغانهای که در کمپ ابوظبی زندگی میکنند، دیدار کرده است. یک منبع به طلوعنیوز میگوید که آقای وست ضمن ملاقات با افغانهای ساکن در کمپ، با برخی از بازرگانان و سرمایهگذاران افغان در امارات متحده عربی نیز دیداری داشته است.
✒: آنتونی بلینکن، وزیر خارجه امریکا همزمان بانشر گزارش سالانه این وزارت در مورد آزادیهای مذهبی در جهان، گفته است: «وضعیت آزادی مذهبی در زمان طالبان در افغانستان به گونه چشمگیر در حال بدتر شدن است، آنان حقوق اساسی زنان و دختران را نقض میکنند» آقای بلینکن افزوده است: «شاخه خراسان داعش "حملات خشونتبار در برابر اقلیتهای مذهبی در این کشور انجام میدهد.»
✒: ولسمشر بایدن سعودی عربستان ته ځي.
د راپرونو له مخې په نړۍ کې د تیلو او گازو د بیو لوړیدو سره د امریکا ولسمشر جو بایډن د سعودي عربستان په سفر ځي. سعودی عربستان د تیلو او گازو لوی تولیدوونکی هیواد دی چې پدې وروستیو کې له روسیې سره ښې اړیکې پالي.
نوموړی به ریاض کې د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان سره گوري حال دا چې لدې مخکې ده شهزاده محمد بن سلمان د نفرت وړ انسان او د بشر حقونو ناقض بللی و.
✒: صندوق وجهی بازسازی افغانستان و بانک جهانی سه پروژه به ارزش 793 میلیون دالر را منظور کرده است که بر اساس آن دسترسی افغان ها به خدمات زندگی، خوراکی و خدمات صحی اضطراری را فراهم می کند.
بانک جهانی گفته است، که این سه پروژه از سوی سازمان ملل متحد و موسسات غیردولتی، خارج از کنترول حکومت افغانستان تطبیق خواهد شد.
✒: د اترېش په پلازمېنه ویانا کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې شوې دي.
د یاد سازمان غړو ویلي، چې که څه هم د نړیوالو ټوله پاملرنه د روسیې او یوکراین جګړې ته ده خو افغانستان باید له یاده ونه اېستل شي.
✒: د ملگرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې چې د جون په لومړۍ نیټه خپور شو، د افغانستان وضعیت تت او تیاره انځور کړی دی.
راپور د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل، د ښځو د مخونو پټول او په یوازې توګه د هغوی په سفر باندې بندیزونه او پدې هکله د طالبانو د مشرتابه فرمانونه په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابۍ نښې بولي.
راپور همداراز په امنیتي برخه کې د داعش او د مقاومت جبهې تحرکاتو ته اشاره کوي او د خلکو اقتصادی وضعیت ډیر خراب ښیي.
راپور د یوناما د ماموریت په هکله د امنیت شورا د دایمي غړو تر منځ د نظر اختلاف ته په اشارې وایي چې چین او روسیې په افغانستان کې د یوناما لپاره پر بشري او اقتصادي مرستو محدود شوی ماموریت غوښته، حال دا چې لویدیزو هیوادونو غوښتل یوناما پراخ اقتصادي او سیاسي صلاحیتونه ولري او د ټولشموله حکومت لپاره کار وکړي.
