No-IMG

ورور حکمتيار: له TTP سره د پاکستان د مذاکراتي ټيم له رئيس ډاکتر محمد علي سیف او مل‌پلاوي سره وکتل

پنج‌شنبه؛ د جوزا ۱۱مه:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار؛ پنج‌شنبه ماښام د ګاونډي هېواد پاکستان له يو جَګْپوړي هيئت (د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير او له TTP سره د پاکستان د مذاکراتي ټيم له رئيس ښاغلي ډاکتر محمد علي سیف، د پاکستان د البدر جهادی تنظيم له مشر حاجي بخت زمین)  او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل.

په ياده کتنه کې د افغانستان او پاکستان په دوه اړخيزو سياسي اړيکو، إقتصادي او إجتماعي همکاريو، د سولييزو اړيکو پر غوړېدا او همداراز په سيمه او منطقه کې د موجوده ترینګلتیا د عواملو په منتفي کېدو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک