افغانستان کی د زړه د حملې سربیره د مغزو سکته واقعات ډیر شوی دی
زلمی زابلي
زموږ په گران هیواد افغانستان کی د زړه د سکتی او دزړه د حملی سربیره د سر د مغزو سکته هم په دی وروستیو کلونو کی واقعات ډیر سوی دی چه زموږ په شریفو خلکو کی یی د نورو عواملو تر څنگ ستر او مهم سبب یی عصبی روانی خراب حالت ، روحی فشارونه ، ژور خفگان ، تشویش ، د منظم فزیکی حرکاتو او ورزش نه اجرا کول ،
د غوړینو مواد ډیر استعمال ،
چه دا ټول حالات د مریض د وینی دفشار د لوړوالی ، او په نتیجه کی د وینی د غوړ او کولسترول د اندازی اوچت مقدار، سبب ګرزی چه د مریض دسر دمغزو یو رگ یا رپچر ( شلیدل) سبب گرزی او یا د مغزو د یوه رگ د تنگیدلو یا بندیش عامل گرزی چه د مغزد حجراتو دمرگ عامل وی
مغزي سکته یا Stroke ستروک، چې په عامه اصطلاح کې ورته دنیم بدن فلج حالت ته وایی
او طبی اصطلاح یی (Cerebrovascular accident (CVA) بلل کېږي،
هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله د مریض دسر مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي،
پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی. چه ډیر وخت نیم بدن فلج کیږی
مغزي سکته يوه عاجله طبي پيښه ده، که پوه شئ چې ورسره مخ ياست يا په نورو کې يې نښې نښانې ووينئ بې له ځنډه يې د درملنې لپاره عاجل ګامونه واخلئ.
په دې حالت کې د مغزو د حجراتو مړينه پيلېږي، په لومړيو دریو ساعتونو کې يې د نښو نښانو له منځ ته راتلو سره سم طبي درملنه او اهتمامات حیاتي ارزښت لري.
د مغزي سکتې ډولونه: Strokeمغزي سکته يا C V A په دوو ګروپونو باندې ویشل شوې چې يو يېIschemic stroke او دوهم شکل یی Hemorrhagic stroke نومېږي چه په لمړنۍ شکل مغزی سکته کی
ًچې دماغ ته د وينې د نه رسېدو يا د ويني د جریان د درېدو له امله را منځ ته کېږي ، دا د سټروک یا مغزي سکتې يو عام یا زیات پيښېدونکی ډول دی چې د وينې د غلظت په پایله کې د مغزو د رګونو د بندېدو له امله را منځ ته کېږي؛ یا په عامه اصطلاح پکښی مغزو ته د وينې د تلو په وړاندې موانع رامنځ ته کېږي؛ او په نتیجه کې یې پر خپل وخت مغزو ته د وينې په واسطه اکسیجن نه رسېږي چه د انسان دمغزو دحجراتو د مرگ سبب کیږی
دوه حالتونه دي چې د دا ډول مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري، يو يې هغه حالت دی چې د بدن په نورو برخو کې په کومو رګونو کې امبولي رامنځ ته شوې وي او د وينې د فشار په واسطه د مغزو اړوند رګونو ته رسېږي هلته د رګ د بندېدو سبب کېږي.
او بل هغه حالت دی چې په خپله د مغزو اړونده کوم رګ کې امبولې منځ ته راشې او د وينې د بندېدو لامل شي.
د دې دواړو حالتونو لپاره دوې بيلې بیلې طبی اصطلاح ګانې کارول کېږي چې اول حالت ته يې امبولیک سټروک (Embolic stroke ) او دوهم حالت ته يې Thrombotic stoke ویل کېږی.
د مغزي سکتې دوهم ډول ته د وينې سټروک يا Hemorrhagic stroke وايي. د دې ډول سکتې سبب په د ماغ کې د وینې د کوم رګ شلېدل (رپچر) وي يا هم کېدای شي چې د مغزو په پرده کې خونريزي رامنځ ته شې چې دوینی بندېدل يې سخت دي.باید د مریض د سر کاسه عملیات شی تر څو هغه وینه چه مخکی په مغزو کی توی شوی ده ، هغه وینه تخلیه شی او د نوری خونریزۍ جریان بند کړل شی چه ډیر عامل یی د وینی لوړ فشار بلل سوی دی
دا ډول تداوی تقریبا 7000 اووه زره کلنه تاریخچه لری یعنی د مصر د فرعونیانو په دوره کی دا تداوی په مصر کی د فرعون د داکتر سینوهه لخوا اجرا کیدله
د دې سټروک پيښې ډېرې کمې دي خو د لومړي ډول سټروک په پرتله خطرناک دی او په ډېرو پيښو کې يې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي
. هغه علتونه چې د مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري:
ـ د وينې لوړ فشار
ـ ډيابیټ يا شکر ناروغي
ـ د سګریټو څکول یا د نورو د سګریټ دلوګي تنفس کول
ـ د وينې غوړ يا کولیسترول لوړوالی
ـ زیات وزن یا چاغښت
ـ د الکولو دوامداره څښل
ـ د فزیکي فعالیت او منظم ورزش نشتوالی
ـ په ښځو کې د حاملګۍ د مخینوي درملو زیات استعمال
ـ کورنۍ مثبته تاریخچه چه په کورنی کی یی نوروغړو د مغزی سکتی سابقه درلودلی وی
Strokeد مغزي سکتې نښې نښانې:
ـ په تګ کې ستونزه
ـ سربدالي یا د سرګرځېدا
ـ د بدن د موازينې په ساتلو او ارادي حرکاتو کې ستونزه
ـ په خبرو کولو کې ستونزه او همدارنګه د نورو په خبرو نه پوهېدل
ـ په لید کې ستونزه يا د سترګو تیاره کېدل
ـ د بدن د کومې برخې بې حسي یا کمزوري کېدل په ځانګړې ډول د مخ، زنګنونو، لیڅو، د حالتونه په ځانګړې ډول د بدن په يوې برخه کې معمولي دي.
ـ په ناڅاپي ډول سر دردي په تېره بیا کله چې له سرڅرخي، له زړه بدوالي او کانګو سره مل وي.
پورته نښې کېدای شې په ناڅاپي ډول منځ ته راشي او امکان لري چې په لومړیو کې دومره شدېدي نه وي خو وروسته وروسته يې د شدت امکان زیات دی.
د مغزي سکتې د پيژندنې لپاره طبي کتابونه د FAST (حروفو) فرمول له کاروني څخه یادونه کوي، يا په بله مانا د FAST فرمول د مغزي سکتې د تشخیص لاره ده یعنی د مریض د مخ احساس او فلج ، ددواړو لاسونو حرکت، ړ مریض د خبرو کولو حالت چه ایا منظم سوالونو ته ځواب وایی که غیر منظم خبری کوی؟؟
د بیلګې په ډول:
F_ Face : Does one side of the face droops? (ایا د ناروغ مخ کوږوالی لري په دې کې ډاکټر پوښتنه کوې چې ایا له خولې خو مو بې اختیاره لاړي نه راځې او پوښتنه کوي چې خوله خلاصه کړه يا وخانده )
Arm - A. : if a person holds both arms out does one drift downward? ( کله چې د ناروغ دواړه لاسونه پورته کړای شې ایا په تکیه کولو کې يې پاتي را ځې يا خو په ولاړه کې د بدن کومه برخه خو ځوړنده نه پاتې کېږي)
S_ Speech: Is there speech abnormal or slurred?( په دې کې ډاکټر ګوري چې ایا ناروغ په خبرو کولو کې خو ستونزه نه لري، څو کرته خبر ه تکراروي او مالومه وي چې ناروغ خبري منظمې کوي کنه خبري يې په واک کې نه وي.
T: Time : ژر تر ژره طبي مرسته او درملنه اخستل زیات موثریت لري.
په ځانگړی ډول د مغزی سکتی لمړنی دری ساعته طلایی وخت ویل سوی دی چه باید دمغزو د حجراتو د زیاتی مړینۍ څخه مخنیوی وشی
دداسی حالت سره د مخ کیدلو په صورت کی باید عاجل د متخصص داکتر سره مشوره وسی مننه کوم
