No-IMG

د امام شافعي يوه په زړه پوري قصه

دوکتور عمر عماد

 

وايي چه امام شافعي يمن ته د فراست دعلم د زده کولو لپاره لاړ ، ددوه کاله زده کړو نه وروسته چه بيرته په مکي مکرمه کي خپل کور ته راتلو نو د يو چا سره يي شپه شوه چه دکور خاوند يي ښه خدمت وکړ . خو امام شافعي ډير زيات خفه شو او د ځان سره يي وويل چه دوه کاله خواري او دومره مصرف مي هسي په سيند لاهو شو ، ځکه چه ما په علم فراست کي څه زده کړي وه هغه‌ ځما سره ددغه سړي د چلند سره بالکل په ټکر کي دي ...

چه سهار شو ، نو امام د خپل ميلمه پال څخه د رخصت اخيستلو او منني په پار . هغه ته وويل چه مکي ته کله راغلي د محمد بن ادريس الشافعي پوښتنه به وکړي ، ښه خدمت به دي وکړم.

نو سړي ورته راغبرګه کړه چه :

زه ستا د پلار مزدور يم چه دا ټوله شپه مي ستا پالنه وکړه؟

واچوه ددي اجوره!

امام شافعي چه څه لرل ټول يي ورته په مخکي کيښودل ، او سخت خوشحاله شو ، ويي ويل الحمد لله چه د علم فراست د زده کړي دوه کلونه او مصرف مي ندي ضائع شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک