مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د افغاني شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مشر مولوي شهاب الدین دلاور له هغه ۷ تنو کارپوهانو سره وکتل چې له کلونو وروسته پرون هېواد ته راستانه شوي.
✒: امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه با جهاد ارگین ای سفیر ترکیه در کابل دیدار کرده و در مورد توسعه روابط دوجانبه با هم بحث نموده اند.
سفیر ترکیه در کابل گفته است که روابط هر دو کشور مثبت است و کشورش نه تنها که کمک های بشری به افغانستان را ادامه میدهد بلکه تاجران ترکی را تشویق خواهد کرد تا در افغانستان سرمایه گذاری کنند.
از سوی دیگر امیرخان متقی افزوده است که برای تاجران ترکی هرگونه تسهیلات را فراهم خواهند کرد و روابط میان ترکیه او افغانستان را به نفع هر دو کشور خوانده است.
✒: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان په هوايي ډګرونو کې رادارونه فعال دي، د ملکي الوتنو ټول خدمتونه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا ترسره کېږي.
یاد وزارت زیاتوي، دا چې د افغانستان نړیوالو ملکي هوايي سازمانونو غړیتوب لري، نو د ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ توافقنامې لري او د معمول مطابق په ملکي هوايي چلند برخه کې همېشنۍ متقابلې همکارۍ کوي.
✒: پاکستاني رسنۍ: د کابل هوایي ډګر رادارونه خراب دي او تر اګست پورې به د پاکستان له هوایي ډګرونو ملکي الوتنو ته افغانستان کې لارښوونه کېږي.
✒: د هلمند د واشېر د ولسوال ویاند قاري وحدت باختر خبري اژانس ته ویلي، د هرات – کندهار پر لويې لارې د هلمند د واشېر ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې هغه ۵۰ موټره غنم ضبط کړي، چې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.
د یادونې ده، چې تر دې مخکې د ماليې وزارت ټولو ګمرکونو ته لارښوونه کړې وه، څو بهر ته د غنمو د قاچاق مخنیوی وکړي.
✒: له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور نن په کابل کې د کندز ولایت له پخواني والي محمد عمر صافي سره لیدلي دي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له یوې هندۍ رسنۍ ( نیوز ۱۸) سره په خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت به په افغانستان کې د هند سفارت او ددې هېواد کنسلګریو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یو شمېر هندي چارواکو ویلي وو، چې دوی په کابل کې د خپل سفارت پر بیا پرانیستلو غور کوي.
✒: یک هیئت ا.ا برای گفتگو در مورد مشکلات مهاجرین افغان به ایران سفر میکند.
سفارت ایران در کابل می گوید که سید حسن مرتضوی معاون سفارت ایران با خلیل الرحمن حقانی سرپرست وزارت مهاجرین دیدار کرده و در کنار مسایل دیگر در رابطه به حل مشکلات مهاجرین افغان در ایران گفتگو کرده اند.
در این دیدار دو طرف بر این نیز توافق کرده اند که هیات افغان به منظور ارزیابی وضعیت مهاجرین به تهران سفر می کند و انان نیز در بخش حل مشکلات همکاری می نمایند.
✒: د ا.ا د کډوالو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني، په بهر کې له مېشتو پخوانيو افغان چارواکو وغوښتل، چې د اوسني نظام پر وړاندې له توطئو له جوړولو لاس واخلي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د استاد سیاف په ګډون ټول مشران کولای شي افغانستان ته راشي او هره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
✒: آژانس خبری باختر در صفحه تویتر خود نگاشته است که اداره نورم ستندرد ولایت نیمروز 500 هزار لیتر تیل بی کیفیت را دوبار به ایران برگشتانده است.
این تیل از ایران وارد شده بود و از راه پل ابریشم دوباره به ایران برگشت داده شد.
✒: خوست کې د ډاکټرانو اعتراض: له شپږو میاشتو راهیسې مو امتیازي معاشات او له ۳ میاشتو راهیسې مو عادي معاشات بند دي.
وایي، ۴۵۰ ډاکټرانو ته وعدې ورکول شوي، خو چا عمل نه دی کړی.
✒: د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په یوې غونډه کې چې د واکسیناسیون د اوونۍ په هکله په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې په تېرو کلونو کې له بېلابېلو وسلو کار اخیستو په هېواد کې د روغتیا او کرنې برخو ته زیان رسولی دی.
✒: د افغانستان ا.ا په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا ناروغي تر اوسه پورې په افغانستان کې نه ده تثبیت شوې.
✒: د رسنیو د راپورونو له مخې ایرانی حکومت کوښښ کوي چې د لاریونونو راپورونه خپاره نه شي، خو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک لا هم د حاکم نظام پر ضد شعارونه ورکوي او د دوی بې کفایتي په ایران کې د خونړیو پېښو او ګرانیو لامل بولي.
✒: کاناډا غواړي د وسلو پر لېږد او کاروبار بندیز ولګوي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو تازه ددغه هېواد پارلمان ته یوه لایحه لېږلې چې له مخې به یې د تومانچې او ټوپک په څېر په لاس کې د لېږدېدونکو وسلو پر کاروبار او لېږد بندیز لګول کېږي.
✒: امریکایي اقتصاد پوهان وایي په وروستیو کې امریکا تر ډېره پر نظامي اقتصاد تمرکز کړی دی. دوی وایي امریکا وسلې تولیدوي، وسلې پلوري، په جګړو کې له ځینو هېوادونو ملاتړ کوي، وسلې پراخوي، نو له همدې امله ددغه هېواد ستر تمرکز پر نظامي اقتصاد دی.
✒: د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن ويلي، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې ده. اسټن دا څرګندونې پرون شپه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د وژل شويو او ټپي شويو امريکايي سرتېرو په يادغونډه کې کړې دي.
✒: روسيې ويلي، د انقرې په همکارۍ د اوکراين د جګړې له کبله د تړل شويو بندرونو ازادولو ته چمتو دي. دا خبره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان ته کړې ده.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د ايران هغه اقدام چې د فارس خليج په اوبو کې يې د يونان دوې تېل وړونکې بېړۍ نيولې دي غندلی دی. بلنکين په دې اړه د يونان د بهرنیو چارو له وزير سره هم ټليفوني خبرې کړې دي.
✒: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، نړۍ نهشي کولای افغانان یوازې پرېږدي او په افغانستان کې له نوي حکومت سره تعامل یوه اړتیا ده. ښاغلي شریف له انادولو خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، په افغانستان کې هر ډول بېثباتي به د سیمې او د سیمې نږدې هېوادونو پر وضعیت اغېز وکړي.
✒: جوبایډن: اوکراین ته داسې کوم توغندي نه ورکوو چې د روسیې دننه اهداف پرې وولي.
✒: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپورچي ریچارډ بېنت:
طالبان د خلکو له هر ډول اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي حقونو انکاري دي.
وایي، ښځو سره نه یوازې تبعیض روان دی بلکې له ټولنې یې حذفوي.
کابل د بېنت د ټاکل کیدو هرکلی کړی و او ویلي یې وو چې راپور جوړولو کې به ورسره همکاري وکړي.
✒: د اسراییلو خارجه وزیر یایر لاپید: سعودي عربستان سره مو د امریکا په منځګړتوب د سولې مذاکرات روان دي او ژر به مو تر منځ د سولې او دوستۍ تړون لاسلیک شي.
✒: مصر: محکمې د اخوان ډلې ۷۰ کلن غړي او مذهبي ـ سیاسي مشر عبدالمنعم ابوالفتوح ته د نظام خلاف دسیسو جوړولو په جرم د ۱۵ کاله زندان سزا واوروله.
✒: قطر د فوټبال نړیوال فدراسیون سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د راروانې ډسمبر میاشتې په اتلسمه پیلیدونکيو نړیوال فوټبال جام سیالیو پر مهال به ځینو سیمو کې د ازادانه شرابو څښلو اجازه وي.
قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته ۲۰۰ میلیارده ډالر لګښتونه کړي.
✒: توماس ویست، نماینده خاص امریکا برای افغانستان درصفحه تویترخود نگاشته که با خبرنگاران افغان، فعالان حقوق بشر، اعضای پیشین پارلمان و برخی از اعضای کابینه حکومت پیشین افغانستان در استانبول دیدار کرده است.
ویست گفته است که در این دیدار ها، در باره مسایل مهم مرتبط با افغانستان به شمول نگرانیهای کلی درباره حقوق بشر، به خصوص افزایش محدودیتها بر زنان و دختران، روند تعلیم، کار و فعالیت زنان، تجارت و سکتور بانکی در افغانستان بحث و گفتگو شده است.
✒: د پاکستان او بریتانیا صدراعظمانو د ټلیفون له لارې پر افغانستان خبرې کړې دي.
د رسنیو د راپورونو په حواله؛ ددې خبرو په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې او همداراز یې ټینګار کړی چې نړیوال دې له نوي افغان حکومت سره تعامل وکړي.
✒: د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د تاجکستان ولسمشر له خپل ایراني سیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف نن د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته تللی دی.
لاورورف به په دې سفر کې د خلیج هیوادونو شورا (GCC) له بهرنیو چارو وزیرانو سره وگوري.
ریاض ته د لاوروف سفر داسې وخت دی چې د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ روابطو کې د جو بایډن له ولسمشر کیدو سره ترینگلتیا منځته راغلې.
✒: تحریک طالبان پاکستان یا تیتیپی میگوید تا هنوز با حکومت پاکستان بر سر تمدید آتش بس تصمیمی گرفته نشده است.
سخنگوی این تحریک به رسانه ها گفته است که گفتوگوها در این مورد جریان دارد.
این درحالیست که امروز شماری از رسانه ها از توافق تمدید آتش بس میان حکومت پاکستان و گروه تیتیپی خبر داده بودند.
✒: د اروپايي اتحادیې مشرانو د روسیې د تېلو د دریو څخه دوو برخو د وارداتو د بندولو پر پلان موافقه وکړه خو د هنگري تر مخالفت وروسته دغه بندیز یوازې د اوبو له لارې اروپا ته پر انتقالیدونکو تیلو باندې تطبیق کیږي او اروپا ته د پایپ لاین له لارې د تېلو انتقال باندې اغیز نه لري.
