No-IMG

ورور حکمتيار د پکتيا ولايت او د بغلان مېشتی اسماعليه فرقی مشرانو سره وکتل

سه‌شنبه؛ د جوزا ۱۰مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د پکتيا ولايت له مشهور جهادي او قومي شخصيت ښاغلي تورن محی الدين شېرزاد، له کاناډا مېشتي مُتعهد سياسي او فاضل شخصیت استاد فرهمند او دغه راز د يو شمېر خويندو په‌شمول د بغلان مېشتې اسماعليه فرقې  له یو شمیر قومي مشرانو، متنفذينو، فرهنګي شخصيتونو او ځوانانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې د هېواد په وروستي ټولنيز، سياسي، نظامي او إقتصادي وضعيت، پرمختياوو او ننګونو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

قدرمن مشر د يادو قومي مشرانو او متنفذينو ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل:

لوی لوی ارمانونه مو ترسره شول، إشغال ختم شو، ناټو او امريکا هم د شوروي په څېر له ماتې سره شول، دا ټول هغه څه دي چې موږ يې له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې د تحقق او لاس‌ته راوړنې له‌پاره بې‌شمېره قربانۍ ورکړي.

نوموړي زياته کړه:

دا هېواد د هغوی دی او وي‌ به؛ چا چې يې د آزادۍ او خپلواکۍ له‌پاره قربانۍ ورکړي، که غواړو دا هېواد آزاد، مستقل او خپلواک وساتو نو په‌کار ده چې ټول اسلام او هېواد ته ژمن افراد له هر راز ګوندي، قومي، سمتي او ژبني تبعیض او تعصب پرته په يو واحد صف کې راغونډ کړو، فعلي وضعيت هم د ورته ګام اخيستو غوښتنه او ايجاب کوي او همدا مو د دين او عقيدې غوښتنه هم ده.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا له دې هېواد دفاع او ساتنه پر يوازې ځان او سر ممکنه نه وه او نه‌ده، بلکې دا چاره د ټولو ژمنو، مخلصو او اسلامپالو جهتونو ګډ مسئوليت دی او دا مسئوليت هغه وخت په ښه شکل ترسره کېدای شي چې له هر راز نسبت، تعصب او تبعیض پرته ټول مجاهد او مؤمن لوري په يوه صف کې راټول شي او يو بل ته د ورورۍ او همکارۍ لاسونه ورکړي، او لکه څنګه مو چې په نږدې يوه پېړۍ کې د الله تعالیٰ په نصرت او خپل‌منځي يووالي درې سترې، بدمسته او مغرورې امپراتورۍ له خاورو سره خاورې کړې، دغه راز به إن شاء الله په ګډه سره راتلونکې ستونزې او خنډونه هم له منځه وړو او هېڅ‌چاته به إجازه ور نه‌کړو چې زموږ مسلمان ملت د قوم، ژبې، سمت، نژاد او مذهب په نوم خپل منځ کې سره وجنګوي او له دې لارې خپلې ناروا ګټې ترلاسه کړي.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک