No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد له گڼ شمېر قومي مشرانو، سياسي او جهادي شخصيتونو سره وکتل

دوشنبه؛ د جوزا ۹مه، ۱۴۰۱ ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير په تېرو څو ورځو کې د پکتيکا، لوګر، تخار، هرات، جوزجان او ميدان‌ وردګ ولايتونو له ګڼ‌شمېر قومي مشرانو، سياسي او جهادي شخصيتونو او دغه راز له يو شمېر بهرمېشتو متعهدينو او د الخدمت خيريه فاونډېشن له غړو سره وکتل:

په دغو کتنو کې د هېواد په سياسي، إجتماعي، إقتصادي او أمنيتي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

راغليو بهرمېشتو پلاوو وويل:

ستاسې هره إعلاميه د جهاد په وخت کې يو تود سنګر وو، په اوس کې مو هره خُطبه د نظام او ملت جوړونې په برخه کې يو ستر إصلاحي، علمي او عملي سنګر دی، زموږ او د ټول ملت په أفکارو او أذهانو کې يو ستر علمي او إصلاحي انقلاب منځ‌ته راوړي، د دين او دنيا دواړو په اړه ترې ډېر څه زده‌ کېدای شي، هېواد ته له راتګ سره سم لومړی تاسو ته راغلو، ليدل او احترام مو حق وو او تر څنګ يې غواړو چې د وروستي وضعيت په اړه يې له تاسې واورو.

قدرمن مشر ياد پلاوي ته د مننې مراتبو له تقديم وروسته وويل:

په تېر کې زموږ پر خلاف ستره جنګي جبهه جوړه شوې وه، غوښتل يې چې ح‌ا او مجاهدين يې له صحنې حذف کړي، خو د الله تعالیٰ إراده بېله وه، هغه ټول چې زموږ د محوې او حذف په هڅه کې وو، نه يوازې نابود شول، بلکې له ذلت او رسوايۍ سره هم مخ شول، داسې چې اوس په‌خپل هېواد کې هم د شپې تېرولو ځای ور پاتې نه‌دی، او لله الحمد موږ پخوا هم وو، اوس هم شته يو او باور لرو چې په راتلونکي کې به مو هم الله تعالیٰ شته او ثابت لري.

قدرمن مشر زياته کړه:

د فعلي وضعيت په رابطه بايد ووايم چې موږ له فعلي نظام بې‌قيد او شرطه حمايت کوو، دا حمايت مو د إيمان او عقيدې تقاضیٰ ده، تر څو چې دوی د إسلام شعار ورکوي، موږ يې ملاتړي او مرستندوی يو.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

ځينې ستونزې شته، خو تر څنګ يې له ستونزو د خلاصون لارې هم لرو، که د إنحصار سياست ته نه ووايو، له تفکيک او تبعيض پرته ټول دين او هېواد ته ژمن افغانان په يو صف کې را غونډ کړو، إعتماد پرې وکړو، نو يقيناً چې له دې ستونزو وتلای شو.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا هغه څه چې موږ غوښتل ترسره شوي، جګړه ختمه شوه، افغانانو ته يو تاريخي فرصت په لاس ورغلی چې خپلو واقعي او إسلامي باورونو ته د عمل جامه ور واغوندي، خو البته؛ د يادو باورونو د عملي کېدا له‌پاره د تصميم نېونې يوې مُقتدرې، بادرايته، علمي او انتخابي شوریٰ ته اړتيا ده چې متأسفانه تشه يې محسوسه ده او دا تشه بايد پر يوې واقعي هېوادشموله، علمي او مُقتدرې انتخابي شوریٰ ډکه شي.

نوموړي زياته کړه:

حکومت ته وايو او ويلي مو هم دي چې دا مشکل حل کړي، په دې سره مو ډېرې ستونزې حلېدای شي.

د نوموړي پر وينا شوریٰ نبايد انتصابي وي، انتصابي شوریٰ نورې ستونزې هم زېږوي، د تصمیم شوریٰ بايد د انتخاب له لارې را منځ‌ته شي، داسې چې د ټول ملت مُمَثِّلَه واوسي، د غړو له‌پاره يې بايد مواصفات وضع شي او له هغه وروسته بايد انتخاب ته وړاندې شي، په دې توګه کولای شي چې د ملت تر ټولو ستره کتله د حکومت تر شا ودرېږي. ښاغلی حکمتیار زياتوي: حکومت بايد د دغسې أوليتونو درک او پر ځای کولو ته کار وکړي، په وړو وړو مسائلو مصروفېدل د حکومت په ګټه نه‌دي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک