No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د امنیت شورا راپور ته د کابل ځنډنی ځواب:

افغانستان کې نه القاعده، نه ټي ټي پي او نه بل کوم بهرنی وسله وال شته.

امنیت شورا ویلي وو چې افغانستان کې دا مهال زرګونه بهرني ترهګر فعال دي.

: ‏مالیې وزارت: د میوې د فصل او صادراتو د موسم په رارسېدو د تورخم له لارې د ډبرو په سکرو بار موټرو ته د تګ اجازه نه شته.

وایي، د ډبرو سکاره د خوست، پکتیا او پکتیکا په لارو تېر کړئ.

: ‏د افغانستان او ایران سوداګرو هوکړه کړې چې د دواړو هیوادونو ګډه سوداګریزه خونه کابل کې پرانیزي.

همداراز به ایران کابل کې خپل لوی سوداګریز مرکز یا د تولدیداتو دایمي ننداتون هم پرانیزي.

: ‏د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وايي، چې تر دې دمه په افغانستان کې د بیزو چیچک کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

‏د یاد وزارت ویاند رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي، چې د دوی د څیړنو په پایله کې د بیزو د چیچک ثبت شوي مشکوک موارد منفي وختل.

دا په داسې حال کې ده چې پرون عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې په کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو چیچک مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

: ‏وزارت فواید عامه ا.ا می‌گوید: پلان بازسازی شاهراه کابل-قندهار و قندهار-هرات را با هماهنگی سکتور خصوصی آماده کرده و این وزارت تصمیم گرفته است که ترمیم و بازسازی این شاهراه ها را در دو مرحله به سکتور خصوصی بسپارد.

: ‏د افغانستان بانک می گوید که به ادامه کمک های بشردوستانه امروز ۳۲ میلیون دالر پول نقد به این بانک رسیده است.

این بانک می گوید که این پول به یک بانک تجارتی سپرده شده است.

: ‏د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د کورونا واکسین یو میاشتنی کمپاین اعلان کړی دی.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به له ۴،۵ میلیونو څخه تر ۴،۸ میلیونو پورې کسانو ته د کورونا واکسین وشي.

: ‏د افغانستان بانک وايي، چې سبا سه شنبه به د ازادې داوطلبۍ له لارې (۱۲.۵) میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.

: ‏د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو باروړونکو موټرو پر تګ بندیز لګول شوی.

‏ماليې وزارت وايي، دا چې افغانستان کې اوس د تازه مېوو موسم دی او زیاته اندازه مېوې د تورخم ګمرک له لارې صادرېږي، نو د مېوو له خرابېدو او د ترافیکي تراکم څخه د مخنیوي په هدف د ډبرو سکرو باروړونکي موټرو چلوونکي باید د پکتیا، پکتیکا او خوست ګمرک له لارې صادرات ترسره کړي.

: ‏په کابل کې یو شمېر ښځو په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. لاریون کوونکې وایي، اسلامي امارت دې پر ښځو محدویتونه لیرې کړي او له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانیزي.

: ‏غوري د سیمنټو فابریکه هره ورځ دېرش زره خلطې سمنټ تولیدوي. د غوري فابریکې مسوولین وایي چې ددغه فابریکې فعالیتونه پراخ شوي دي او دوی یې د چارو د لا ښه مدیریت لپاره هڅې کوي.

: ‏اتحادیه جهانی علمای مسلمان: امت اسلامی باید از مسجدالاقصی دفاع کند.

: ایران و تاجیکستان 17 سند همکاری در حوزه‌های سیاسی، اقتصادی، تجاری، حمل و نقل، سرمایهگذاری، تکنولوژی‌های نو، محیط زیست، ورزشی، انرژی، قضایی، آموزشی و تحقیقاتی و گردشگری امضا کردند.

به گزارش خبرگزاری مهر، این اسناد توسط وزرای امور خارجه، صنعت، معدن و تجارت، نفت، راه و شهرسازی، نیرو، امور اقتصادی و دارایی، میراث فرهنگی و گردشگری، دادگستری، ورزش و جوانان، تعاون، کار و رفاه اجتماعی و روسای سازمان بورس و اوراق بهادار و اتاق بازرگانی و صنایع و معادن و کشاورزی دو کشور به امضا رسید.

گفتنی است امامعلی رحمان در صدر هیأتی بلندپایه به دعوت رئیس جمهور ایران به این کشور سفر کرده است.

: ‏قطر او ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په قطر کې ددغه هېواد د بشري‌ حقونو د کمیسیون له مسوولې مریم بنت عبدالرحمن سره کتلي دي.

: ‏په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي. د راپورونو له مخې روسي ځواکونو تازه پر دونباس او ځینو نورو ښارونو خپل هوایي بریدونه ډېر کړي‌ دي. ویل کېږي‌ چې دوی هڅه کوي ځینې ښارونو له منځه یوسي‌ ځکه د اوکراین جګړه اوږده شوه او د روسیې حوصله یې نوره ختمه کړې ده.

: ‏د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د هغې الوتکې د ۱۴ سپرو مړي يې موندلي چې پرون د دغه هيواد په يوه غرنۍ سيمه کې ولويده. چارواکو ويلي چې الوتکې ۲۲ سپرلۍ درلودې چې تر دې مهاله يې يوازې د ۱۴ هغو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.

: ‏د برازیل په شمال ختیځ کې د ځمکښویېدنې له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی. پېښه وړمه ورځ د سختو اورښتونو له کبله وشوه چې په لومړيو کې يې له کبله د ۴۰ په شاوخوا کې خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړل شوی و.

: ‏د اسراييلو د ملي امنیت شورا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي ګواښونو له کبله دې ترکیې ته سفر نه کوي.

: ‏د هند کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌ال‌) سیالیو پای لوبه کې ګجرات ټایټنز لوبډلې خپلې سیالې راجستان رويلز لوبډلې ته په اووه وېکټو ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال اتلولي په‌خپل نوم ثبت کړه.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ازبکستان د بهرنیو له چارو وزیر سره تر کتنې وروسته ویلي، تاشکند به افغانستان ته د برېښنا ورکړي بهیر ته دوام ورکړي.

: ‏په شمالي وزیرستان کې چاودنې دوه پاکستاني عسکر او دوه ماشومان ټپيان کړي دي.

د رسنیو د راپورونو په حواله دا چاودنه نن د شمالي وزیرستان اړوند په دوسلې سیمه کې شوې ده.

تر اوسه هیچا هم ددې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

: ‏اداره سرمفتش خاص امریکا برای بازسازی افغانستان یا سیگار در صفحه تویتر خود نگاشته است که در سال جاری میلادی ۳.۲ میلیون کودک افغان به سوءتغذیه شدید مبتلا خواهند شد.

‏سیگار از قول یونیسف گفته است که اگر به این کودکان رسیده گی عاجل صورت نگیرد، یک میلیون کودک در معرض خطر مرگ قرار خواهند گرفت.

: ‏‏فایننشل ټایمز: د قطر خارجه وزیر له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې کابل سره تعاملات زیات کړي، ګني افغانستان کې به افراطیت وده وکړي.

: ‏وېتنام کې د نړۍ تر ټولو اوږد ۶۳۲ متره ښيښه یي پل د سیلانیانو لپاره افتتاح شو او د چین ریکارډ یې مات کړ.

دغه پل کې ۴۰ ملي متره ډبله ښیښه کارول شوې او په یو وخت ۴۵۰ کسان ورباندې پورې وتلی شي.

: ‏سبا سه شنبه به د متحده عربي اماراتو او اسراییلو تر منځ د ازاد تجارت تر ټولو لوی او مهم تړون لاسلیک شي.

د تړون له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ په ټولو کرنیزو، خوراکي، اغوستن، درملو او نورو تولیداتو ګمرکي محصول ۹۶ سلنه معاف وي.

: ‏د روسیې د فدرال امنیتي سروس مرستیال ولادمیر کولیشوف:

افغانستان نه منځنۍ اسیا ته د مخدره توکو قاچاق دوه چنده لوړ شوی.

وایي، سږ کال تر اوسه تاجکستان کې ۱۷۰۰ ټنه مخدره توکي نیول شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک