نن ورځ (۲۹ د مئي)؛ د قسطنطینیې د فتحې ویاړلې نوستالژیا
اسلامي تاریخ له سلګونو داسې سوبو ډک دی چې هره یوه یې ځان سره د یو لوی تمدن د راپورته کېدو بلها شی خوندورې کیسې لري. هغه تمدن چې د حجاز په کوڅو کې د خدای د محبوب (ص) په ورځ او شپه کوششونو، سختیو او تکلیفونو رامنځ ته شو، نن یوه ویاړلې تاریخي نوستالژیا ده. مونږ دغه تاریخ د یو ناول په شان لولو، خوند ترې اخلو، اوښکې ورته تویوو او ارمان کوو چې کاش مونږ هم د اناتولیا، حلب، اندلس، بغداد، دمشق او حجاز په وخت کې ژوند کړای وای. دغه محکوم ژوند چې نن یې اسلامي نړۍ په دغه پوست مدرنته عصر کې کوي، د هېڅ چا پر ځان نه لورېږي. مونږ په رواني لحاظ حق لرو چې د خپل تمدن د تاریخ پر شهامتونو خپل غرور تغذیه کړو.
له دغې بې شمېره میړانو څخه یوه د قسطنطینېې فتحه ده. هغه چې د خدای پاک محبوب یې پوځ او د پوځ مشر ته سلګونه کاله مخکې د بهترین مشر او بهترین پوځ لقب ورکړی ؤ.
امویانو، عباسیانو او له سلطان محمد فاتح مخکې نورو عثماني سلطانانو کوښښ وکړ چې دغه لقب خپل کړي خو دوی هېڅکله کامیاب نه شول.
د آیا صوفیاء تعمیر د ښار په منځ کې قرار درلود او دغې ښار د هغه وخت د مسلمانانو د حکومتونو، د بازنظین د امپراطورۍ او د کاتولیکې کلیسا تر منځ ډېر ستراتیژیک اهمیت درلود. د مسلمانانو د ځمکو طرف ته دې ښار پنځه امنیتي دیوالونه درلودل او د بیرون له طرفه له دیوالونو پرته د مسلمانانو او ښار په منځ کې د تور سمندرګي نه را بېله شوې تیړانګه بهېږي چې هر وخت به یې مسلمانانو ته د دې ښار په نیولو کې مشکل جوړاوه. لویه مسئله دا وه چې د دې تیړانګې په منځ کې د اوسپنې یو ډېر قوي تار غځول شوی ؤ چې له اجازې پرته ترې کشتۍ نه شوې اوړیدلای. دغه بند له ټولو لوی درد سر ؤ او له دې پرته ناممکنه وه چې مسلمانان خپل پوځیان د هارن ښکر اوبیا یې د قسطنطینې د دیوالونو تر بېخه ورسوي.
سلطان محمد خان فاتح د دوهم مراد خان ځوی ؤ. محمد فاتح په ډېر وړیکتوب کې خپله ترکۍ مور له لاسه ورکړی وه او دی د سلطان بلې یونانۍ ښځې را لوی کړی ؤ. دغه یونانۍ خپل بچي نه درلودل او سلطان سره یې ډېره مینه کوله. سلطان مراد د ډېر عمر سړی ؤ او غوښتل یې محمد فاتح ژر را لوی شي تر څو د حکومت واګې ورته وسپاري. سلطان مراد د فاتح په ۱۲ کلنۍ کې اول ځل لپاره ده ته د عثمانیانو تخت وسپاره خو ده به د سلطنت تر څنګ د خپل استاد او حکومت باشا (صدر اعظم) سره خپلو زده کړو ته هم دوام ورکاوه. اول ځل څه د پاسه دوه کاله دغه سلطنت تر ډېره محمد فاتح د مشاورینو په جال کې ګیر ؤ، هغوی محافظه کار او سنتي سیاسیون ول، نه یې غوښتل او کوشش یې کوو چې سلطان هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي. محمد له دې کاره ډېر ستړی ؤ، مشاورینو سره یې ټکر راغی. دغه وخت سلطان مراد په ماوراء النهر کې آرام ژوند تېراوه او د حکومت له امورو یې ځان جلا کړی ؤ. د حکومت پاشا (صدر اعظم) ولاړ او سلطان مراد ته یې د محمد فاتح د بې باکۍ کیسې وکړې، هغه راغی او
له محمد فاتح یې سلطنت بېرته واخست او دی یې ډېر لرې یو ځای زده کړو لپاره ولېږه.
سلطان مراد چې کله وفات شو د محمد فاتح عمر ۲۱ کاله ؤ. دی چې خبر شو راغی او د حکومت له ټولو مشاورینو یې د سلطنت عهد واخست. د حکومت چارې یې سنبال کړی او په اوله ورځ یې خپل بهرني سیاست کې اعلان وکړ چې دی به د قسطنطینیې ښار نیسي. مشاورینو ډېر کوشش وکړ چې سلطان فاتح له ذهنه دغه فکر وباسي خو دوی په دې کار ونه توانېدل.
سلطان فاتح چې کله دغه کار لپاره نظامي ستراتیژي جوړوله یو عیسوي اوربان راغی او سلطان ته یې وویل چې که دې ته وسائل برابر شي او پیسې ورکړي دی کولای شي سلطان ته داسې منجنیقونه جوړ کړي چې دی پرې د ښار پنځه امنیتي دیوالونه وغورځوي. مخکې له دې هېڅکله په جګړه کې له دومره لویو منجنیقونو استفاده نه وه شوې. سلطان اجازه ورکړه، اوربان په کار پیل وکړ، جګړه پیل شوه، د اوربان قوي منجنیقونو ونشو کولای د قلعې یو دیوال چپه کړي.
ارتوډوکس عیسایانو ته د روم له کلیسا هم مرستې راغلې، د هغوی پوځیان او کشتۍ راورسېدې، جګړې ته میدان برابر شو، سلطان بې انتهاء خپه ؤ خو د ده دو آتشه ځوان عزم آسمان سره خبرې کولې.
دی کولای شو جګړه وګټي خو د فاسفورس او هارن ښکر په منځ کې د اوسپنې بند کار خراب کړای ؤ. ده نشو کولای خپل پوځیان له دغې بنده تېر کړي تر څو په میدان کې عیسایانو سره جګړه وکړي.
سلطان ۲۱ کلن ځوان ؤ خو حوصله یې پر ځای وه، مشاورینو یې ورته وویل چې دوی نه شي کولای جګړه وګټي، ښه ده بېرته ستانه شي خو د سلطان زړه دا نه شوه منلای. د فسطینطینې سوبې د هغې له سترګو خوب تښتولای ؤ. په هر حال چې ؤ ده باید د آیا صوفیاء په منارونو د عثماني سلطنت بیرغونه رپولي ؤ.
د ده زړه ته خدای د شپې د دې مسئلې حل واچاوه. ده سبا ته د خپلې اردو وفادار او با اعتماده مشران راټول کړل. هغوی سره یې خپل پلان شریک کړ. ده غوښتل د فاسفورس له ساحله تر هارن ښکر پورې په وچه کې د لرګیو داسې سړک جوړ کړي چې کشتۍ پرې راواړوي. دا ستراتیژي کامیابه وه، د قسطنطینیې عیسویان د دې په انتظار ؤ چې مسلمانانو سره به ژر غله او وسله ختمېږي او دوی به بېرته خپلو ځمکو ته ستنېږي.
یو سهار د قسطنطینیې عیسویان ګوري چې د سلطان لښکر د هارن ښکر په منځ کې په جنګي کشتیو کې د قلعې طرف ته روان دی. عیسوي لښکر روحیه وبایلله، د اسلامي لښکر لیدو سره د دوی پښې سستې شوې، سلطان پوځ مارش کړ، ګرمه جګړه وشوه، عیسوي پوځ او مشرانو یې عیسویان ځان ته پرېښودل، څه وتښتېدل او څه تسلیم شول.
سلطان د قسطنطینیې ښار ته ننوت، عیسویان رپېدل چې دوی سره به څه کېږي! سلطان د قلعې په ټولو دیوالونو د خپل بیرغ رپولو امر وکړ، بیا یې له آیا صوفیا د عیسویانو نښانونه او بتان لرې کړل، له هغې وروسته یې د خپل پوځ د دوه دکعته لمونځ امامت وکړ بیا یې وویل؛ د ښار ټول خلک را غونډ کړئ. سلطان راووت، دوی ته مخاطب شو، ویې ویل؛
نن ورځ ستاسي د مال، عزت او سر ساتونکي مونږ یو، ستاسي د ژوند مسؤلیت زمونږ دی. تاسي آزاد یاست چې خپلو عباداتو ته دوام ورکړئ، مونږ هېڅ څوک دې ته نه مجبورو چې خپل مذهب بدل کړي، د حکومت پالیسي دا نه ده چې ستاسي کلیساوې ورانې کړي. وروسته له هغې سلطان په خپل شخصي لګښت آیا صوفیا واخستله او هغه لویه کلیسا چې د بازنظیني امپوراطورۍ مرکز ؤ په مسجد بدل شو.
کال ۱۴۵۳م کې په ۲۹ د مئي (نن ورځ) ورځ د اسلامي تاریخ دغه لویه سوبه تر لاسه شوه او د بازنطیني امپراطورۍ لویه استبدادي قلعه د اسلام د عدل په نظام بدله شوه.
همدغه سوبه وه چې د عیسايي پاپېزم او د دوی صلیبي یرغلګر یې تل لپاره د نړۍ له مخې ورک کړل.
