د اسلامي امارت له مشرانو یوه جدي هیله!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
اسدالله (هارون) شیرزاد چې د ۱۶کلونو را هيسی د ګوانتانامو وحشي زندان کې پرته له هر ډول ثبوت او دلیله بندي وه او دا تیرو میاشتو کې د امریکا د شپږو استخباراتي او نظامي محکمو او یوې ملکي محکمې څخه براءت هم ترلاسه کړی وه او پتیلې وه چې هغه به په نژدي وخت کې هیواد یا یوه بل ملګري هیواد ته راستون کړل شي.
مګر د افغانستان او همسایه هیوادونو چټکو احداثو دغه پروسه ځنډنه کړه، اوس چې پر هغه هیڅ ډول تهمت او تور ندی ثبوت شوی نو بیا امریکایانو د کوم قانون له مخې هلته په بند کې ئې ساتلی او هم یې تربراءت وروسته هغه امتیازات او سهولتونه چې نورو بندیانو ته ورکول کیدل زما اسیر او مظلوم ورور اسدالله (هارون) شیرزاد ته ندي ورکول شوي او لا هم د تیر په شان له هغه سره نظامي، استخباراتي او رواني برخورد کیږي.
که څه هم مونږ کورنۍ د رسنیو، تلوزیو نونو، اژانسونو له لارې په کراتو مراتو د تیر جمهوریت په وخت کې خپل غږ نړۍ او ولس ته رسولی وه.
خو! دا چې د جمهوریت ځينی مشران تر افغانستان هم زیات بهرنیوو ته ژمن ول زما دغه يې ورور خبره یې کله هم له امریکا طرف سره مطرح نکړه او شاید د مرستې پر ځای یې نور مشکلات هم ورته جوړکړي وي.
اوس چې الحمدلله اسلامی او خپلواک نظام دی او ددغه نظام ډير قدرمن او مجاهد مشران وروڼه زما له ورورسره یو ځای د ګوانتانامو په وحشي زندان کې یو ځای بندیان ول او هغوی یې له نیژدی لیدلي او کتلې ول نو زمونږکورنۍ د افغانستان د اسلامي امارت په قدرمنو مشرانو غږ کوي چې د خارجه وزارت او نورو اړونده وزارتونو له لارې له امریکایې طرف نه رسماً زمونږ ددغه مظلوم ورورغوښتنه وکړي او هم پرې نور حقوقي سازمانونه خبر کړي چې اخر ولي امریکایان سره له دې چې اسدالله (هارون) شیرزاد بې ګناه هم ثابت شوی او هیڅ امریکایې طرف او سازمان پرې کومه ګناه او جرم ندی ثبوت کړي او بیا هم زندان کې د وحشت نه ډکې شپې ورځې تیروي او مظلومه کورنۍ میرمنه یواځينۍ لورکۍ او کمزوري مور او پلار یې لا هم د راتلو انتظارکوي.
په درناوي!
رومان شیرزاد ګوانتانامو کې د اسیر ورور اسدالله (هارون) شیرزاد مشر ورور
