No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د نجونو د تعلیم په اړه جوړه شوې کمیټه د خپل کار نتیجه د نهایی فیصلې لپاره کندهار ته لیږي.

کابل نیوز ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس د دغې کمیټې چې په ترکیب کې یې څو تنه برحاله وزیران هم شامل دي او مشري یې قاضی القضات شیخ عبدالحکیم کوي کار پای ته نږدې شوی.

‏د معلوماتو له مخې، چې یادې کمیټې د ځینو شرایطو په پوره کولو سره د نجونو د لیسو د پرانیستلو په هکله مثبت نظر ورکړی.

داسې معلومېږي، چې د کمېټې فیصله به د نهایی کیدو لپاره کندهار ته ولیږل شي او د مشرتابه تر موافقې وروسته تمه کیږي، د نجونو پر مخ د متوسطو او لیسو دروازې پرانیستل شي.

‏د نجونو د ثانوي دورې د زده کړو پر بندولو په کور دننه، د سیاسیونو، په تیره د علماو او په نړیواله کچه زیات غبرگونونه وښودل شول.

: ‏وزارت امور خارجه امارت اسلامی افغانستان از تصمیم کشورهای عضو شورای امنیت سازمان ملل متحد مبنی بر احیای سیستم بانکی و مالی افغانستان و ارائه کمک های بشردوستانه به افغان ها استقبال کرده و بار دیگر از ایالات متحده خواست تا دارایی های منجمد شده افغانستان را بدون قید و شرط آزاد کند.

‏وزارت امور خارجه، اعلامیه شورای امنیت سازمان ملل متحد را در رابطه به نگرانی های آنان در مورد زنان بیجا خواند و بار دیگر بر تعهد خود در بخش تامین حقوق کامل زنان، کودکان و اقلیت ها در چوکات اسلام تاکید کرد.

: ‏په هرات ښار کې د یوې ټرافیکې پېښې پر مهال ۲ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي. دا پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال رامنځ‌ته شوه چې د اسلامي امارت ځواکونو یو رنجر ډوله موټر پر ملکيانو پورته شو. د هرات امنیې قومندانۍ ویاند وايي، دا پېښه په رنجر کې د تخنیکي ستونزې له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

: ‏د افغان سرې میاشتې د ريیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ ۱۱ کسیز پلاوی د شلو هېوادونو د خیریه موسساتو، سرې میاشتو او سره صلیبونو ادارو په یوې غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ. د افغان سرې میاشتې رییس ویلي، په دې غونډه کې یې د ګډون موخه افغانستان ته د مرستو راجلبول دي.

: ‏د کابل هوايي ډګر د ګمرک رياست وايي، د کابل هوايي ډګر له نوي تړون سره به د وارداتي توکو له درکه د دې رياست عوايد ډېر شي. د دې رياست شمیرې ښيي چې په تېرو اتوو مياشتو کې د کابل هوايي ډګر ګمرک نږدې ٤٣٠ مېليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.

: ‏مالیې وزارت:

تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه د ۱۶ میلیارده افغانو ډبرو سکاره صادر شوي چې ۳ میلیارده افغانۍ خالصه ګټه مو په کې کړې.

: ‏پوتین: لویدیځ دې بندیزونه رانه ایسته کړي، موږ د خوړو نړیوال راپورته شوي بحران په مخنیوي کې مرسته کوو.

: ‏د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو:

له امریکا سره د پاکستان د اړیکو ترینګلتیا د دواړو هېوادونو د خلکو په تاوان ده.

وایي، امریکا سره په ګډه غواړو چې طالبان د ثبات راوستلو لپاره وهڅوو.

: ‏د قطر امیر د برېټانیا له صدراعظم سره د افغانستان په اړه لیدنه کړې.

دواړو افغانستان کې د یو بل ملګرتیا ستایلې او د افغانستان د وضعیت په اړه یې اندېښنه ښودلې.

: ‏د یو شمېر افغان سیاستوالو اړوند د مقاومت په نوم شورا:

د کابل رابللې لویه جرګه کې ګډون نه کوو.

وایي، دا یوه شومه دسیسه ده.

: ‏هند ـ پرتاپ پور:

د هندي پوځیانو موټر له جګ غاښي سیند ته لویدلی، ۷ عسکر یې مړه را ایستلي، ۱۹ ژوبل دي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زلینسکي تور ولګاوه چې روسیه غواړي د اوکراین ښارونه له خاورو سره خاورې کړي او په خبره یې د مسکو یرغل به د دونباس سیمه له اوسېدونکو تشه کړي.

: ‏تاجکستان د سیمې هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د یوې ناستې کوربه دی. د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري. په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا باندې په دې ناسته کې خبرې کېږي.

: ‏د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمه‌ییزې امنیتي غونډې کې وویل، پکار ده چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه شي.

: ‏یو شمېر متقاعد شوي امریکایي جنرالان افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې امریکا پر پاتې راتلو تورنوي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په کابل او مزارشریف کې وروستي بریدونه غندلي او پر ملکي وګړو او عامه ځایونو بریدونه يې د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه سرغړونه بللې ده.

: ‏د روسیې دولتي رسنۍ «ریانووستي» د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې ترکیه په ایران کې د خپلو دیپلوماتیکو نمایندگیو له لارې د یوکراین جگړې لپاره افغان کډوال استخداموي.

سرچینه زیاتوي چې ترکیه افغان کډوال اول ترکیې ته انتقالوي او بیا یې یوکراین ته د روسيې پر وړاندې د جگړې لپاره لیږي.

‏د ترکیې حکومت پدې اړه لا غبرگون ندی ښودلی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک