No-IMG

قرآنکريم به د قیامت تر ورځې الله تعالی امانت ساتي

زلمی زابلي

 

د مولانا محمداسمعیل صاحب د تقریر څخه :

څو لسیزی وړاندی د جرمنی یوی ډلی څیړن پوهانو فیصله وکړه چه د نړی په کچه د اسلامی هیوادونو څخه باید د قرآن شریف د مقدس کتاب هغه نسخی راټولی شی چه په مختلیفو مطبعه وو یا په پرنټ شکل او یا هم په لاسی ډول لیکل شوی یا چاپ سوی

خو‌د هر چاپ یوه نمونه باید په هر قیمت چه وی جرمنی هیواد ته را نقل شی وروسته د ټاکلی کمیټی لخوا نوموړی نسخی ټولی په زور ، زیر سره تفتیش سی تر څو دامعلومه کړو چه د قران شریف د پاک او برحق الهی کلام په لیکلو کی ، په مختلیفو نسخو کی ، په مختلیفو وختونو کی ، توپیر شته او که څنگه؟؟

که چیری توپیر په مختلیفو نسخو کی شتون ولری باید نړی ته وښودل شی چه د قرآن شریف په لیکلو کی توپیر دی

جرمنی مختلیفی ډلی خلک،  د نړی ټولو اسلامی هیوادونو ته ولیږل تر څو د قرآن شریف لیکلی یا چاپی او یا هم په هربل شکل لیکل سوی نسخی ، دهری نسخی یوه نمونه واخلی خو دا کار یی د ډیر اوچت قیمت په ورکولو سره تر سره کړ

په دی کار سره جرمنیانو د اسلامی تمدن او فرهنگ او د اسلام د مقدس دین ډیر ی تاریخی نسخی د نړی د مختلیفو ګوټ گوټ څخه راجمع کړی

چه په ټوله کی یی تر 42000 دوه څلویښت زره مختلیفی نسخی جرمنی ته انتقال کړی

خوشبختانه وروسته له دقیق څیړنی جرمنیانو دا حقیقت پیدا کړ چه د قران شریف په هیڅ نسخه کی که لاسی لیکل سوی که چاپی ده ، د یوه زور یا زیر یا پیښ په اندازه توپیر شتون نلری

چه خپله ددی حقیقت بیان کوی چه د اسلام مقدس کتاب یو الهی برحق کلام دی

جرمنیانو د دینی تعصب له مخی خپله څیړنه په نړیواله کچه نشر نکړه خو دا حقیقت رسوا اود اسلامی هیوادونو لخوا نشر سول

چه د خدای ج هغه وعده پر ځای ده چه قرآن شریف به د قیامت تر ورځی امانت ساتی هیڅ تغییرات به پکښی نه راځی

الحمدالله

یا الهی :

شکر دی چه مسلمانان دی خلق کړی یوو

مننه کوم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک