زمونږ د راتلونکی نظام تصميم بايد اهل فن او علم ونیسي
سقراط یو ځل خپله تخیل (آیډمانټس) څخه پوښتنه وکړه؛ “فرض کړه ته غواړې یوې بحري بیړۍ کې یو ځای په سفر ولاړ سې. تمه لرې دغه بېړۍ دې روغ رمټ تر ساحله ورسوي، د مدیریت چارې یې عامو مسافرو ته په لاس ورکوې او که هغه خلکو ته چې د بحر او بیړۍ چلونې په چارو بلد وي؟
ایډمانټس وویل؛
واضحه خبره ده چې بیړۍ چلونکي لټوم تر څو د بحر په سر او بر پوه اوسي، زه نه غواړم ژوند مې د داسې خلکو په لاس ورکړم چې د بحر او بېړۍ مسائلو سره بلد نه وي.
سقراط ځواب ورکړ؛
دغه په یوې ټولنه کې د عامې ډیموکراسۍ مثال دی. د یو ملت چارې نه باید د عامو خلکو (یوه رایه یو فرد) په لاس کې ورکړل شي. زه خپله د داسې ډیموکراسۍ طرفدار یم چې هلته پوهان او علماء د عامو خلکو او ټول هیواد په آیندې تصمیم نیسي.”
کتاب؛ د افلاطون جمهوریت
فصل؛ ۶
دغه زمونږ د اسلامي سیاست د شوری او اهل حل و عقد مثال هم دی. مونږ باید د دغسې یو آیډیال نظام خوا ته حرکت وکړو. اوسمهال دغه غوښتنې آیډیالې دي ځکه مونږ نوي د جګړې له مرحلې اوځو او غواړو د نظام واګې ټینګې کړو، خپل پردي وپېژنو، تصفیه وکړو او نظام ته مسیر ورکړو خو زمونږ هدف باید همدا اوسي چې د داسې یو نظام خاوندان شو چې اهل فن او علم زمونږ په آیندې تصمیم ونیسي.
زه اوس وخت د دغسې یوې روښانه آیندې لپاره یوه صفري نکته بولم چې ټول مسؤلیت یې د افغانستان د اوسني حکومت په غاړه دی.
دا چې مسیر کوم خوا ته دی وخت به یې ثابتوي.
