No-IMG

دا د ټیکریو او پګړیو هیواد دی

بلينډه بدرۍ

 

دا افغانستان دی ،

دا د ټیکریو او پګړیو هیواد دی دلته له اسلام دمخه هم دا دواړه د سړي او ښځې شناخت او مقدسات وو ،

دلته خلکو خپل تنکي بچي د همدې پګړۍ او ټیکري د ساتلو دپاره قربان کړي دي

شل کاله بس وو چې زمونږ دا درانه مقدسات په نښه او توهینیدل

دا چې د حجاب مخالفې دي دا د هغو مسوسو او پروژو کارمندانې دي چې کومو مسوسو دا شل کاله د عقیدو ، پګړۍ ، ګیرې ، مجاهد ، عالم ، ریښتوني مشران  او د حجاب په مخالفت کې یې په میلونونو ډالر مصرف کړل د هیواد په لویو ښارونو خصوصاً کابل کې یې زرګونه ځوانان او پیغلې حتا د کمونیزم مقتدین هم سیکولران کړل ، دا بې چاره ګۍ او بیچارګان ملامت ندي دوی ډیر مفتو کې هم ورته خپل دیني او افغاني مقدسات او عننات خو یو ځل ترپښو کړي وو چې له نورو ځوانانو او پیغلو یې د لرې کولو دپاره له ځانونو قوي لوډسپیکر او هم د عمل مثالونه جوړ وو او په اخیر کې هغه مسوسې ترې لاړې او دوی یې په خوشي میدان د هماغه حجاب او پګړۍ رحم ته پریښودل ،

په یقین وایم چې هره هفته به خپلو مسوسو ته ایمیلونه کوي چې ویزه یې څنګه شوه ، ټولو د امریکا او اروپا ته د تلو فورمې څو څو ځله ډکې کړي دي ، دا تمثیلونه د خپلو ویزو د پاره کوي   ،

ګنې چې یو څوک مسلمانه وي او بیا پښتنه هم وي مرګ به قبول کړي خو بې حجابي به قبوله نکړي  .

مونږ پښتنې ټیکرو کې پټه زندګي تیروو

مونږ پښتنې همدې ټیکرو کې په حیا مړکیږو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک