No-IMG

د روس او اوکراین جنګ له وجې ټوله نړۍ کې د توکو بیې لوړې شوي دي

اسد مبارز

 

اوسنۍ نړۍ واقعاً د نړیوال کلي (Global Villave) حیثیت لري؛ د روس او اوکراین جنګ تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو اثر کړی دی. د توکو او په ځانګړي ډول د اوړو او غنمو بیې پکې ورځ تر بلې لوړېږي او اسعار د ډالر پر وړاندې ارزښت بایلي.

نن مې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د مشرې خبرې اوریدې؛ له هند یې په ډیر عاجزانه ډول غوښتنه کړې چې د غنم د نۀ صادرېدو په پریکړه دې بیاکتنه وکړي او نړۍ ته د تېر په څېر د غنمو صادرات پیل کړي. دا د IMF په تاریخ کې لومړۍ ځل دی چې یو هیواد ته عذر کوي، کنه دا سازمان پر ډیرو هیوادونو خپل شرطونه په زور مني.

د روس او اوکراین جنګ له وجې ټوله نړۍ کې د توکو بیې لوړې شوي دي؛ اروپا او امریکا کې تر لس سلنه ډیر انفلاسیون رامنځته شوی دی خو د دریمې درجې هیوادونه چې اکثره یې غریب او پر وارداتو تکیه دي سخت وځپل او لا یې ځپي. همدا څو ورځې وړاندې مې د سريلنکا د مرکزي بانک د ګورنر خبرې واوریدې چې رسماً یې خپل ټول هیواد دیوالیه اعلان کړل او د بهرنیو پورونو له ورکړې عاجز دي. انفلاسیون کې تر ۴۰ سلنې لوړ شو.

پاکستان هم له سخت بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی؛ کلداره یې د ډالر پر وړاندې له ۲۰۵ څخه واوښتله او قیمتي پکې بیخي اوج ته رسیدلې؛ ګرچي دوی خو معلومات نه شریکوي خو زما یو پاکستاني ملګري راته ویل چې مرکزي بانک سره یې یوازې دوه میلیارده ډالر پاتي دي او که سعودي ورته د پور دوره نه وای تمدید کړي مجبور ول چې هغه هم سعودي ته ورکړي او ملک یې په اقتصادي ډول دیوالیه شي.

افغانستان هم د نړیوال کلي د یو کور په صفت له دې حالاتو متأثر دی؛ همدا پرون او نن یوه بورۍ اوړه له ۲۶سوو څخه تر ۲۷نیم سوو پورې لوړ شول، همداسې غوړي او نور خوراکي توکي او تیل درواخله. ځینو هیوادونو د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول لپاره سوداګرو ته سبسیډي (Subsidy) ورکوي تر څو ولس ډیر متأثر نه شي. افغانستان په اوسنۍ حالت کې ددې جوګه نه دی چې سوداګرو ته دې سبسیډي ورکړي اما په هیواد کې د نرخونو د لوړوالي دې څو وروستیو ورځو ته په کتو ویلي شو چې ډیر احتمال شته ځینې سوداګر احتکار کوي. دلیل یې دادی چې افغانستان کې شته توکي تازه نه دي وارد شوي بلکې پخواني دي او نسبت اوسنيو نرخونو څخه سوداګر ته ارزانه تمام شوي دي، نو ولې یې قیمت لوړ شي. دویم دلیل دادی چې نړیوال بازار کې که چیرې کوم توکی یو فیصد یا دوه فیصده لوړېږي دلته افغانستان کې بیا لس او شل فیصده یې نرخ پورته ځي؛ دا هم سو ډول د مارکیټ منحصر کول او احتکار دی چې پخپله خوښه نرخ ټاکي.

دې ټول وضعیت ته په کتو مسئولیت د ښاروالیو مسئولینو ته راجع کېږي چې باید د احتکار سربېره د نرخونو کنټرول لپاره جدي ګامونه واخلي کنه اوسنۍ قیمتي ته په کتو ولس د اخیستلو توانايي له لاسه ورکوي او د فقر تر کرښې لاندې راځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک