No-IMG

اوسني نظام کي انډیوالیږم او یارانه ښه په درز کی پالل کیږی ، او د واسطی بازار سخت ګرم دی

دوکتور محمد عمر عماد

 

حسبنا الله ونعم الوكيل!

ايله اوس مي باور شوه چه دلته هم انډیوالیږم او یارانه ښه په درز کی پالل کیږی ، او د واسطی بازار سخت ګرم دی .

دفلانی دوه زامن چه یو یی په پرځیدلی حکومت کی د خپل پلار په واسطه په ښه غوړه چوکئ ناست وو، او نن بیا د هماغه پلار په واسطه د پخوانی نه په حساس پوست کی مقرر شوی دی، حتما به یی اوس ږیره هم پریښی وی او د پخوا په شان به یی هر سهار نه خریی!!!

ایله اوس می باور کړ چه دلته هم  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث مصداق شته چه فرمایی :

( من ولي من أمر المسلمين شيئا فولى رجلا وهو يجد من هو أصلح للمسلمين منه فقد خان الله ورسوله) . وفي رواية: (من ولى رجلا على عصابة وهو يجد في تلك العصابة من هو أرضى لله منه فقد خان الله ورسوله وخان المؤمنين) .

يعني كه د مسلمانانو کوم چارواکی د یوی دندی لپاره داسی څوک وټاکی چه د هغه نه وړ کس پیدا کولای شی ، نو د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مومنانو سره یی خیانت کړی دی.

همدا راز عمر رضي الله عنه وايي : ( من ولي من أمر المسلمين شيئا فولى رجلا لمودة أو قرابة بينهما فقد خان الله ورسوله والمسلمين) كه كوم مسلمان چارواكي يو څوک د خپلوئ او یا دوستئ له کبله په کومه حکومتی دنده مقرر کړی نو د الله تعالی او د رسول الله او مسلمانانو سره یی خیانت کړی دی .

که دا حالت اصلاح نشی ، بیا نو د الله تعالی د مرستی تمه کول هسی د ځان غولول دی.

او چه د الله تعالی مرسته نه وی ، بیا نو ددی کښتئ تر ساحله رسیدل یو خیال او ارمان دی .

نه پوهیږم چه دا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر والا  چیری دی؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک