پر ټیکري او حجاب ننګ کول د هر مسلمان او غیرتي افغان وجیبه ده
بلينډه بدرۍ
پر ټیکري او حجاب ننګ کول د هر مسلمان او غیرتي پښتون وجیبه ده ، حجاب نه د ملا دی او نه یې څوک د ملا د پاره پسروي ، حجاب د مسلمانې ښځې شناخت دی بیا د پښتنې خو له اسلام نه هم مخکې د حیا ، عزت ، د ننګ او غیرت اساس دی ، د حجاب مخالفت به یواځې هغه څوک کوي چې نه پکې اسلام وي او نه پکې افغانیت ، ،
پښتنې خو له خپل خسر که سکه تره یې هم وي او هم له لیور مخ پټوي ،
د مخالفت ناره یواځې د ثیما ثمر د ځوځښت غړۍ کوي چې د همدې په عیوض تنخوا لري ، نور خو په خدای چې بیخي د شرم او حیا نه وتلې ناره ده یوه افغانه به څنګه د حجاب مخالفت کوي هغه هم بیا په افغانستان کې ؟
دا به له هر افسوس ، تعجب او عقل وتلې خبره وي ، دا دومره شهیدان ، هجرتونه دا څلویښت کاله وینې د همدې ټیکري له وجې خو پیل شول،
له پرون راهیسې د جاوید امرخیل ورور یو ټویټ چې د ټیکري او حجاب پلوي یې کړې د ثیما ثمر په شاګردانو باندې یې دا ننګه بیخي تعجب او بده لږیدلې ، ورسره ورسره ځینې نورې ښې درنې لیکوالې هم متاثره شوي دي څومره لویه بدبختي او د افسوس خبره ده جاوید امیرخیل ورور خو زمونږ د شناخت عزت غیرت او وقار په ننګ خبره او پلوي کړې دا خو زمونږ د ګټې او ویاړ خبره ده نو غبرګون ولې ؟
د ثیما ثمر شاګردانو خو تنخوا روانه ده چې پدا نورو څه شوي چې دا ترې هیر دي چې حجاب عزت دی ، حجاب پرده ده ، حجاب د حیا سمبول دی ، حجاب دروندوالی دی ، حجاب سوچه والی دی ، حجاب وقار دی ، حجاب مقام دی ، حجاب اسلام دی ، حجاب پښتو ده ، نو اوس څنګه به یوه پښتنه دا هرڅه ځان او بلې ته نه خوښوي ؟؟؟ دا به څه رنګ ښځه وي چې مخالفت یې کوي ؟؟؟
اوس راته په ثبوت ورسیده چې دا مخالفتونه اصلاً د ااا سره د مخالفت یا عقدې له وجې ندي بیشکه او سل په سلو کې د اسلامي او پښتني مقدساتو سره مخالفت دی ،
