No-IMG

قاتل پرستي

حبيب الله ابدالي

 

په افغانستان کي تر علمي شخصيتو، تر هر ملي شخصيتو او تر هر مترقي شخصيتو قاتلان، وطنفروشان، جنگسالاران، خائنان او جنايتکاران ډېر عزت او مدافعين لري.

عزيز الله کاروان يو مشهور قاتل، غل، جنگسالار او خائن اربکي قمندان وو. د خلگو کورونه يې چورول، خلگ يې شکنجه کول، بې خاره او بې باسخواسه يې خلگ قتلول، د طالب ټاپه يې په لاس کي وه او بې خاره يې هر ډول جنايات کول.

په يو مشکوکه پېښه کي څو کاله مخکي ووژل سو. د مرگ وروسته دستي ورته مزار جوړ سو او د شهيد قهرمان لقبونه ورکړل سول.

د ډيرو قربانيانو او مقتولانو د وارثينو زړونه ورته ډک دي، مگر يو تعداد ددې ځناور د قبر دفاع کوي وايي ولي يې قبر تخريب کيږي، مگر هغه بې گناه انسانان چي ددې سړي تر امريکايي مرميو ووتل د چا په ياد ندي.

دې ته وايي قاتل پرستي، بيا هم موږ شکايت کوو چي د افغانانو وينه ولي داسي ارزانه ده، ولي ناحقه وژل کيږي، مگر د هماغه قاتلاتو بيرته موږ پرستش کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک