مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ملا عبدالغنی برادر، معاون نخست رییسالوزرا در نشست قرارداد خدمات زمینی سه میدان هوایی کشور با شرکت «گاک»، میگوید که امنیت در کشور تامین است و امارت اسلامی آماده همکاری با کشورهای سرمایهگذار در افغانستان، میباشد.
✒: له څومیاشتو انتظار وروسته، بالاخره د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدماتو تړون د متحده عربي اماراتو «ګک» یا «جي ۴۲»شرکت ته وسپارل شو.
د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او دغه تړون به د هېواد پر اقتصاد مثبته اغېزه وکړي.
د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«دا تړون مخکې شوی و نن هماغه تړون نوی کېږي.»
ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت په دې باور دی چې دغه اماراتي شرکت به افغانستان ته د الوتنو د پیل لپاره د سترو هوايي چلن شرکتونو اعتماد به ترلاسه کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا وايي:«د دغه تړون له لاسلیک سره، ټولې مهمې نړۍوالې کمپنۍ دا توانمندي پیدا کوي چې په خوندي توګه افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي.»
✒: یو شمېر بڼوال وایي چې د بازار نشتوالي او د سړو خونو کمښت له امله مجبور دي خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري. بڼوال وايي، په تېرو کلونو کې یې پلور ښه و، خو د نورو کلونو په پرتله سږ کال اتیا سلنه کمښت راغلی دی او حاصلات یې څوک نه اخلي.
✒: د کابل ښار اتلمسې امنیتي حوزې امر احسان الله محمود د دې حوزې اړوند سیمو کې د یوې چاودنې پر مهال د یو کس مړ کېدو او اووه نورو کسانو د مړینې خبر پخلی کوي. د هغه په وینا، دا پېښه د ګاز بالون د چاونې له کبله شوې ده.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړې دي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې دواړو خواو په هېواد کې د دایمې سولې او ثبات لپاره د افغاني ډیالوگ پر اړتیا هم خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د نجونو پر زده کړو او کار ته د ښځو پر بیا ورستنېد هم ټینګار کړی دی.
✒: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند نقاش سیمه کې د ګاز په پلورنځي کې د ګازو ټانکر چاودنه کړې چې په پایله کې یې ۲ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
خالد ځدران وایي چې د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
✒: مقامات گمرک کندز می گویند که بندر شیرخان دوباره بروی تجارت و ترانزیت با تاجیکستان بازگشایی شده است.
این بندر که از 15 روز به اینسو به دلیل مشکلات امنیتی و برخی مسائل دیگر مسدود گردیده بود، روز دوشنبه باز شد.
✒: کار استخراج سنگ های زینتی موسوم به نفرایت از یازده معدن در ولایت ننگرهار آغاز شد.
قاضی ملا عادل سخنگوی این ولایت گفته است که استخراج این معادن در ولسوالی های گوشته وکامه اغاز گردیده.
مسوولان افزوده اند، که قرار دادهای استخراج این معادن به ارزش ۵۰۰ هزار الی شش ملیون افغانی با شرکت های افغانی عقد شده و به 50 تن زمینه کاری را فراهم نموده است.
✒: د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان زندۍ او مړ کړی دی. د ولسي خلکو په وینا، دې ښځې هغه مهال ځان وژنه وکړه چې له طلاق وروسته د خپلې کورنۍ له لوري د هغې له رضایت پرته له یو بل کس سره یې کوژده وشوه.
د تخار ولایت امنیې قومنداني ویاند مبین صافی د دې پېښې پخلی کوي، خو وايي، تر دې دمه د دې پېښې انګېزه په ډاګه شوې نهده.
✒: د ننګرهار د کانال د غنمو حاصلات ډېر شوي دي. د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په کانال سیمه کې پر ۲۱ زره او ۶۵۵ جربمه ځمکه غنم کرل شوي چې حاصلات یې ښه دي او ډېروالی پکې راغلی دی. سرچینه کاږي چې ښایي له دې درکه افغان حکومت ته ۲۵۸ میلیونه افغانۍ عاید راشي.
✒: د کندهار ځایي چارواکي بیا په دې ولایت کې د انځیرو د حاصلاتو د ډېرېدو خبره کوي. د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو ویلي چې د انځیرو صادرات هم ډېر شوي او تېر کال ۲۵ زره ټنه انځیر چې ارزښت یې ټولټال ۱۴۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
✒: د کانونو وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور:
د افغانانو لویه جرګه راغواړو، کمیسیون هم ورته جوړ شوی او په سوله ـ امنیت کې ګټور شخصیتونه به ګډون په کې وکړي.
✒: ټایم مجلې سږ کال پوتین او زیلنسکي دواړه د نړۍ د ۱۰۰ پرنفوذه شخصیتونو لیست کې راوستل.
✒: د بخښنې نړیوال سازمان:
تېر کال ۱۸ هېوادونو ۵۷۹ تنه اعدام کړي چې دا د ۲۰۲۰ په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
وایي، په اعدامونو کې چین، ایران او سعودي لمبر وړی دی.
✒: عمران خان:
د جوبایډن حکومت د افغانستان د سقوط او د طالبانو بیا راوستلو پړه پر ما را اچوي.
وایي، همدا یې راته بهانه وه چې خبرې یې راسره ونه کړې، خو د ټرمپ ادارې راسره د افغانستان اړوند ښې اړیکې پاللې.
✒: پر نړیوالو د زیلنسکي غږ:
پر روسیه لګولي بندیزونه کافي نه دي، ټول بانکونه یې تحریم کړئ، په تېلو یې بندیز ولګوئ، سوداګري ورسره قطع کړئ.
✒: د بې پولې ډاکټرانو پر وېبپاڼه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ناوړه اقتصادي وضعیت، بندیزونو، د نړیوالو مرستو د درېدو او ګڼو نورو ستونزو له امله د افغانستان روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
✒: د برېټانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیسیون په خپل راپور کې ویلي چې د تېر کال په اګسټ کې له افغانستان د برېټانیا د وتلو بڼه ناسمه او له متحدینو سره خیانت و.
✒: پاکستان غواړي له افغانستان سره نور بندرونه او دروازې هم پرانیزي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان ویلي چې دوی د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره له افغانستان سره ګڼې نورې دروزاې هم پرانیزي.
✒: د نړۍ شلو هېوادونو د روسیې له یرغل سره د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې ده. د دې مرستې خبر د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټين د اوکراين د تماس ډلې له دويمې غونډې وروسته ورکړی دی.
✒: د امریکا د فدرالي تحقيقاتو اداره يا ايف بي ای په یوه راپور کې وايي، چې په متحدوایالتونو کې په ډزو د خلکو د وژنې پېښې د تېر کال په پرتله سږکال دوه برابره ډېرې شوې دي.
✒: کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې ددې هېواد په سفارت کې یې د روسیې او چین له سفیرانو سره کتلي او د افغان سولې او ثبات په تړاو یې هراړخیزې خبرې کړې دي.
✒: په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر پر افغانستان د افراطیت تور ولګاوه او وویل چې په دې هیواد کې د نجونو ښوونځیو په تړلو سره به افراطیت ډیر شي او پاکستان به وګواښي.
نوموړې د ۲۰۲۲ کال نړیوال اقتصادي فوروم کې د خبرو پر مهال وویل، د طالبانو لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل کیدل به په دې هیواد کې د افراطیت د ودې سبب وګرځي بیا ددې افراطیت ريښې به پاکستان ته هم وغږیږي.
✒: چین د نړۍ د تاریخ لومړۍ داسې اوتومات بیړۍ (ژو های ین) جوړه کړه چې پنځوس ډرون الوتکې، ډرون کښتۍ او ډرون اوبتلونه چې ټول به په کمپیوټر کنټرولېږي، له ځانه سره وړلی او سمندر ته د ماموریت لپاره خوشې کولی شي.
