No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون وايي، چې د کار د پيل  له ورځې ورسره ګڼو افغانانو اړیکه کړې او افغانستان ته یې د راتلو لېوالتیا ښودلې ده.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو سره لیدلي دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې په هېواد کې د ښځو پر ستونزو، کار ته د دوی پر بېرته ستنېدو او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار شوی دی.

: ‏د ا.ا د مالیې وزارت وايي، چې تر دوو ورځو به د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر پیل شي.

د مالیې وزارت مسوولان همداراز وایي، چې تر دې وروسته د دولتي کارکوونکو د هرې میاشتې معاش د هماغه میاشتې تر شلمې نېټې وروسته ورکول کیږي.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي رحمت الله کاکازاده د دې وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

رحمت الله کاکازاده د ا.ا په لومړۍ دوره کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د کنسولګرۍ سرکنسول و.

: ‏په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې هند دې له ټولو پخوانیو افغان چارواکو سره اړیکې پرې کړي او په خبره یې، یاد هېواد باید له ا.ا سره د متقابلو اړیکو پر بنسټ اړیکې وپالي.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د عینک د مسو کان د استخراج په اړه له MCC چینايي کمپنۍ سره د شوي قرارداد تخنیکي اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او بیا دې راپور کمېسیون ته وړاندې کړي.

: ‏نامعلومو کسانو په سمنګان ولایت کې له ازبیکستان څخه د وارداتي برېښنا درې ستنې په بمونو الوځولې دي.

د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ستنو د جوړولو لپاره د برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په سالنګ کې نامعلومو کسانو د برېښنا دوې ستنې ونړولې، چې د چارواکو په خبره، یوه یې په بشپړه توګه جوړه شوې او د دویمې هغې کارونه جریان لري.

: ‏د افغانستان لپاره د ناروې سفیر انډرس لینډمن د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.

لینډمن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې پر ټولنیز ثبات او امنیت، غذايي امنیت، د نجونو متوسطه او ثانوي ښوونځیو پر خلاصون يې خبرې کړې دي.

: ‏د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په مزار شریف کې له سه دوکان جومات څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي له دې جومات څخه تر لیدنې وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د ملکي وګړو د وژنې عاملین باید عدالت ته را کاږل شي.

‏یوه میاشت وړاندې په سه دوکان جومات په برید کې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله واوښته.

: ‏د افغانستان لپاره د ناروې سفیر انډرس لینډمن د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه سره کتلي دي.

لینډمن وايي، په دې لیدنه کې د مطبوعاتو د ازادۍ پر ارزښت او په ټولنه کې د ښځو د مساوي او معنی لرونکې ونډې په اړه خبرې شوي دي.

: ‏د افغانستان ویلچیربسکټبال ملي لوبډلې نن له غرمې مخکې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۶۵ پر ۵۰ ماته ورکړه. دا سیالۍ د چین ۲۰۲۲ پاراالمپیک لوبو ته د لارې موندلو په موخه د تایلنډ په کوربتوب تر سره کېږي. ټاکل شوې افغان لوبډله سبا درېیمه سیالۍ د عراق پر وړاندې تر سره کړي.

: ‏د هېواد یو شمېر سیاستوال وايي، له سیاسي څېرو سره د اړیکو کمېسیون باید لومړی په کور دننه له سیاسي څېرو سره خبرې وکړي. دوي زیاتوي چې د یاد کمېسیون د کار له پیل سره جوخت اسلامي امارت په هېواد کې دننه سیاستوال هیر کړي دي.

‏د افغانستان د پهلوانۍ وتلی لوبغاړی "محمد ابراهیم" چې په "حاجي قهرمان" هم مشهور و د پلازمېنې په یوه روغتون کې د شکر ناروغۍ له کبله د ۹۶ کلونو په عمر ومړ. د افغانستان پهلوانۍ فدراسیون مسوولان وايي، ښاغلی ابراهیم د ۱۹۶۲ کال په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال تر لاسه کړی و.

: ‏د افغانستان پاسپورت ریاست مسوولینو ویلي چې بهر کې تازه چاپ شوي درې میلیونه پاسپورتونه به،په راتلونکو دوه اونیو کې هیواد ته ورسیږي چې سمدستي به یې د ویش بهیر هم ورسره پیل شي.

: ‏د بلخ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي دي او ښوونکي خپلو دندو ته ځي. دوی وایي هڅه کوي د تعلیم او تربیې کفیت لوړ کړي او په ښوونځيو کې لا ډېر نظم راوستل شي.

: ‏افغان حکومت وایي هند په افغانستان کې خپلې پروژې بېرته پيلولی شي. د قطر دفتر غړي او ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوي دایمي استازي سهیل شاهین په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

: ‏پاسپورټ ریاست:

یو شمېر موقع پرست کسان ګاونډیو هېوادونو کې جعلي افغان پاسپورټونه چاپوي او بیا یې دلته خلکو ته د پیسو بدل کې وېشي.

وایي، داسې یو شمېر کسان مو نیولي او نورو پسې ګرځو خو خلک باید د دوی په اړه خبر وي او کومه معامله ورسره ونه کړي.

: ‏د سلام وطندار تحقیقي راپور:

یوازې د کابل دریو موټر تمځایونو (سرای شمالي، کوټه سنګي او سینما پامیر) کې له ۷ میاشتو راهیسې موټروانانو نه ۴۴ میلیونه ۶۸۸ زره افغانۍ باج اخیستل شوی.

دغو تمځایونو کې هره ورځ له ۶۶۵ ثبت شویو موټرو څخه څه باندې سل زره افغانۍ باج ټول شوی.

: ‏بایدن: اگر چین به تایوان حمله کند، به آن پاسخ نظامی خواهیم داد.

جو بایدن، رئیس‌جمهور آمریکا در کنفرانس مطبوعاتی مشترک با کیشیدا فومیو، نخست وزیر ژاپن اعلام کرد که اگر چین به تایوان حمله کند، امکان دارد برای دفاع از تایوان مداخله نظامی کنند.

: ‏افغان فري فایټر شاهد خروټی: یو پاکستانی سیال مې د هغوی په کور کې مات کړ، بل سره مې افغانستان کې سیالي ونیوه، خو سپانسران له وعدې شاته شول، مجبور شوم لوبه کنسل کړم.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن له جنوبي کوریا سمدستي وروسته جاپان ته رسېدلی.

هغه غواړي په دې سفر کې له امریکا سره د څو ملتونو سوداګریزې اړیکې او ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي.

: ‏ایران: تهران کې موټرسایکل سپرو وسله والو په رڼا ورځ د سپاه پاسدارانو یو مشر کرنیل وژلی.

کرنیل صیاد په سوریه او عراق کې استخباراتي دنده کړې وه.

: ‏افغانستان لپاره د پاکستان استازی محمد صادق:

پریکړه مو کړې چې افغانستان خواته د چترال او کونړ تر منځ د ارندو او لوړ دیر سره د کونړ د بینشۍ ساحه کې دروازه پرانیزو.

وایي، مسافر او سوداګریز موټر به پرې تګ راتګ کولی شي.

: ‏د ټرمپ شړل شوی امنیتي سلاکار جان بولټن:

امریکا باید افغانستان کې د یوې داسې ډلې ملاتړ پیل کړي چې د خلکو د ارادې مطابق حکومت جوړ کړي.

: ‏جوبایډن: روسیه باید په اوکراین کې د خپل بربریت دروند تاوان او بیه ورکړي.

: ‏د بریټانیا د دفاع وزارت ويلي، داسې ښکاري چې د اوکراين د جګړې په لومړیو دریو میاشتو کې به روسي ځواکونو ته هغومره مرګ ژوبله اوښتې وي، لکه پر افغانستان د پخواني‌ شوروي اتحاد په نهه کلن یرغل کې چې وراوښتې وه.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او زورزیاتي له کبله د بې ځایه شويو کسانو شمېر د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ میلیونو واوښت. دې ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خلکو د بې ځایه کېدو لامل په نړۍ کې روانې خونړۍ جګړې دي.

: ‏د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو تر څنګ له اسلامي امارت غوښتي چې، د بشر په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

: ‏سیګار وايي چې د دوحې له هوکړې وروسته امریکايانو د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې ننداره کوله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک