No-IMG

دا دی د ښځی او دا دی د لور پر تا احسان دی

دوکتور عمر عماد

 

چه ښځه دی ستا خدمت کوی، ډوډئ درته پخوی ، کالی دی پریمینځی، کور دی جارو کوی...الخ .

که نه د اکثرو فقهاوو په نزد کی په ښځی د خاوند خدمت کول واجب نه دی ، حتی په حنفی مذهب کی دیانةً واجب دی خو قضاءً نه.

دا لا څه چه ستا د مور او پلار خدمت پری واجب وی، او یا ستا د میلمنو او خپلو خپلوانو پالل. خو چه بیا هم دا ټول کارونه په خپلی خوښی کوی ، دا یی ستا سره احسان دی، او ته باید د احسان او واجب او مکلفیت تر مینځ توپیر وکړی . نو که کومه ورز په ډوډئ کی مالګه زیاته یا کمه شی ، او یا دی کله ناکله د میلمنو ډوډئ ناوخته شی، او یا کوم بل کار وشی نو ښځی ته دی له کوره تنور مه جوړوه، او په یاد ولره چه الله تعالی پریکړه کړی ده چه : ( ما علی المحسنین من سبیل) .

او دا دی د لور پر تا احسان دی چه :

هغه هیڅ خبره هم نه وی او تا یی په سر سودا کړی وی، او کوم بویناک سګرټی او یا نصواری ته یی کښینول غواړی، خو بیا هم هغه ستا خبره منی ، او نه غواړی چه تا خفه او ناراضه کړی، نو دا ستا سره د هغی احسان دی، که نه د هغی حق دی چه په نکاح کی یی خوښی ته وکتل شی، او بی خوښی طلب ګار رد کړی .

مهر د هغی خالص حق دی، خو دا چه هغه د خپل مهر په مقدار اصلا خبره هم نه وی ، دا لا څه چه په لاس کی ورکول شی، دا لا پریږده چه هغه دی د ولور په بدل کی اوپرول شی ، خو بیا هم هغه چوپ وی او د خپل حق څخه یی درته دلالةً تنازل كړی وی ، دا درباندی د هغی احسان دی، نو که یی ستا د خوښی طلب ګار رد کړ، او یا یی د مهر په هکله څه وویل ، نو دا باید کله هم ګستاخی ونه ګڼی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک