No-IMG

پڅ ملا د تیره سیکولر په وړاندی

دوکتور عمر عماد

 

نن می د یو مصری سیکولر او یو ازهری استاد تر مینځ مناظره کتله ، سخت یی خفه کړم.

هغه سیکولر داسی وو لکه باز ، او ازهری ملا داسی وو لکه کوتره چه باز پسی راخستی وی، پداسی حال کی چه د همدغه سیکولر څخه نورو ازهری علماوو لکه زمونږ د حدیثو استاد دکتور عبد المهدی عبد القادر او نورو کوتره جوړه کړی وه.

هغه سیکولر  په احادیثو برید شروع کړ، او ویی ویل چه دا حدیث درواغ دی او هغه احادیث درواغ دی، په سر کی یی هغه متفق علیه حدیث یاد کړ چه رسول الله علیه وسلم پداسی حالت کی وفات شو چه درع یی د یو یهودی سره ګرو وو، ځکه چه الله تعالی خپل رسول ته ویلی چه ته فقیر وی او ما غنی کړی، وایی هغه مالداره صحابه چیری وه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم د یهودی نه پور کاوه.

مخکی لدی چه ازهری شیخ ځواب ورکړی ، ځما تمه دا وه چه اوس به ورته ځواب ورکړی چه ته یو ځل د پیغمبر علیه السلام سیرت مطالعه کړه بیا دغه شبه مطرح کوه.

هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم الله تعالی له فقره ژغورلی وو، او په خمس او غنیمت غنی کړی وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول هغه مال څخه چه ده ته به لاس ته راتلو پرته له خپل ضرورته یی نور ټول د الله تعالی په لار کی لګولو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخاوت له هیچا پټ ندی ، او د همدی سخاوت له امله به کله ناکله داسی حالت پری راته چه هیڅ به هم ورته نه وه پاتی، بلکه خپل ټول مال به یی خیرات کړی وو.

او دا چه هغه مالداره صحابه چیری وه ، دغه سوال نه واردیږی ، ځکه چه یا به رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسی ظرف( حالت ) کی وو چه هماغه د یهودی نه پور غوښتل به ورته نږدی او اسانه وه ، یا به رسول الله صلی الله علیه وسلم نزاکتا نه غوښتل چه د کوم صحابی څخه څه اوغواړی ، او یا به کوم بل سبب موجود  وو...

خو متاسفانه چه کله ازهری صاحب خوله خلاصه کړه ، د هغه خبره یی ورسره بدرګه کړه...

نور می ورته زړه تنګ شو او فدیو می بنده کړه ...

بیا می د حدیثو شروح خلاص کړل چه علماوو پدی اړوند څه ویلی دی ، ومی لیدل چه امام نووی د صحیح مسلم په شرح کی کټ مټ هغه خبره کړی چه ځما ذهن ته راغلی وه او د ازهری صاحب نه می یی د ویلو تمه درلودله .

امام نووی وایی : ( أن رسول الله صلى الله عليه وسلم لم يزل يتقلب في اليسار والقلة حتى توفي صلى الله عليه وسلم فتارة يوسر وتارة ينفد ما عنده ....فكان النبي صلى الله عليه وسلم في وقت يوسر ثم بعد قليل ينفد ما عنده لإخراجه في طاعة الله من وجوه البر وإيثار المحتاجين وضيافة الطارقين وتجهيز السرايا وغير ذلك...وكان أهل اليسار من المهاجرين والأنصار رضي الله عنهم ... ربما لم يعرفوا حاجته في بعض الأحيان ... ومن علم ذلك منهم ربما كان ضيق الحال في ذلك الوقت ... لكن كان صلى الله عليه وسلم يكتمها عنهم إيثارا لتحمل المشاق وحملا عنهم) يعني په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی مختلف حالات راتلل، کله به هر څه ورسره پریمانه او کله به ورسره خلاص شول، ځکه چه ټول به یی خیراتول، او مالداره صحابه به يي يا پر حال خبر نه وه او ډیر ځله به یی خپله اړتیا له هغوی پټوله ....الخ .

 لنډه یی دا چه د ازهری شیخ په پڅه خوله سخت خفه ، اود هغه سیکولر په تیره توب او سپین سترګئ سخت حیران شوم ، او د ځان سره می وویل چه شیخ صاحب یی د ځوابه نه وو څه ورپیښه وه چه مناظری ته یی رادانګل ؟!

د ضعیف ځواب څخه چوپ پاته کیدل په مراتبو غوره دی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک