ورور حکمتيار د کونړ، کابل او پکتيا ولايتونو له علماءؤ، جهادي قوماندانو او قومي مشرانو سره وکتل
شنبه؛ د جوزا لومړۍ نېټه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ښاغلي مولوي رحيم الله په مشرۍ د کونړ ولايت له يو شمېر جيدو ديني علماءو، د هېواد له مشهور متخصص او ډاکټر ښاغلي يارباز حميدي، د کابل ولايت له مشهور جهادي قومندان او ولايتي أمير ښاغلي نجيب الله إسلاميار او دغه راز د پکتيا ولايت له قومي مشر ښاغلي محمد کپتان إخلاص سره وکتل.
په يادو کتنو کې په يو شمېر مهمو او بېلابېلو موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
له کونړه د علماءو راغلي پلاوي وويل:
تاسې (حکمتيار صيب) د أمت ستره هستي ياست، ستاسې ويناوې، د نظام او ملت جوړونې اړوند خُطبې موږ ته ډاډ او ځواک راکوي، د دې ملت په زرين تاريخ کې ستاسې د عزت، شخصيت او تحليل برخه تر ټولو زیاته او درنه ده، د همدې له پاره تاسې ته راغلو چې د وروستي وضعيت په اړه يې له تاسې واورو.
قدرمن مشر د ياد پلاوي د احترام مراتبو ته په إشارې سره وويل:
د کونړ غيرتي او مجاهدو ولسونو د دين او هېواد په دفاع کې سترې او تاريخي قربانۍ ورکړي. د تېر جهاد له وخته بيا د صليبي جهاد تر پايه کونړ زموږ د سپېڅلي جهاد او مبارزې تود سنګر وو او موږ په همغه وخت کې د کونړ د مجاهد ولس په کورونو، غرو او رغو کې ډېرې خوږې شپې کړي او خوږې خاطرې ترې لرو، ستاسې له جهاد، قربانيو او درنښت ډېر ډېر منندوی يو.
نوموړي زياته کړه:
په کونړ او عموماً په ټولو ولاياتو کې مو ورونو ته سپارښتنه داده، چې د وضعيت په بهبود کې له مسئولینو سره مرسته وکړي او د نظام په حمايت کې خپله ديني وجيبه او رول أداء کړي، دا ځکه چې کله هم د نظامونو د سقوط خبره راغلې، نو يوازېنی لامل يې د ولس عدم حمايت وو، دې ته پر کتو دا ډېره اړينه ده چې ولسونه د نظام تر شا ودرېږي.
قدرمن مشر همدا راز وويل:
نظام ته هم په کار ده چې د ولس مشروع رضايت ترلاسه کړي، د هغوی د سر، مال او عزت خونديتوب لهپاره کوټلي او جدي ګامونه واخلي. له همدې لارې کولای شو چې د داسې يو نظام جوړېدو ته لار هواره کړو چې د ټول ملت د خوښې وړ وي، او هېڅچاته پهکې د مخالفت پلمې په لاس ور نهشي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
