No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه:  شنبه؛ د جوزا لومړۍ نېټه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال د ح.ا.ا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ښاغلي مولوي رحيم الله په مشرۍ د کونړ ولايت له يو شمېر جيدو ديني علماءو، د هېواد له مشهور متخصص او ډاکټر ښاغلي يارباز حميدي، د کابل ولايت له مشهور جهادي قومندان او ولايتي أمير ښاغلي نجيب الله إسلام‌يار او دغه راز د پکتيا ولايت له قومي مشر ښاغلي محمد ‌کپتان إخلاص سره وکتل.

په يادو کتنو کې په يو شمېر مهمو او بېلابېلو موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

له کونړه د علماءو راغلي پلاوي وويل:

تاسې (حکمتيار صيب) د أمت ستره هستي ياست، ستاسې ويناوې، د نظام او ملت جوړونې اړوند خُطبې موږ ته ډاډ او ځواک راکوي، د دې ملت په زرين تاريخ کې ستاسې د عزت، شخصيت او تحليل برخه تر ټولو زیاته او درنه ده، د همدې له پاره تاسې ته راغلو چې د وروستي وضعيت په اړه يې له تاسې واورو.

قدرمن مشر د ياد پلاوي د احترام مراتبو ته په إشارې سره وويل:

د کونړ غيرتي او مجاهدو ولسونو د دين او هېواد په دفاع کې سترې او تاريخي قربانۍ ورکړي. د تېر جهاد له وخته بيا د صليبي جهاد تر پايه کونړ زموږ د سپېڅلي جهاد او مبارزې تود سنګر وو او موږ په همغه وخت کې د کونړ د مجاهد ولس په کورونو، غرو او رغو کې ډېرې خوږې شپې کړي او خوږې خاطرې ترې لرو، ستاسې له جهاد، قربانيو او درنښت ډېر ډېر منندوی يو.

نوموړي زياته کړه:

په کونړ او عموماً په ټولو ولاياتو کې مو ورونو ته سپارښتنه داده، چې د وضعيت په بهبود کې له مسئولینو سره مرسته وکړي او د نظام په حمايت کې خپله ديني وجيبه او رول أداء کړي، دا ځکه چې کله هم د نظامونو د سقوط خبره راغلې، نو يوازېنی لامل يې د ولس عدم حمايت وو، دې ته پر کتو دا ډېره اړينه ده چې ولسونه د نظام تر شا ودرېږي.

: ‏‏حامد کرزی وایي چې د تلویزیون پر پردې د اناثو نطاقانو مخ پټول حجاب نه دی او نه هم د افغانستان د کلتور برخه  ده. د نوموړي په‌ وینا افغان ښځې باید هیڅکله دغه پریکړه ونه مني او ویلي یې دي چې په طالبانو کې هرچا چې دغه پریکړه کړې باید بیرته یې واخلي.

‏کرزی وایي دغه ډول حجاب افغاني نه دی او دا ډول پریکړه یووازې افغانستان ته ضرر رسوي.

حامد کرزی همداراز وایي چې د نجونو زدکړې د افغانستان د وقار او عزت اساسي برخه ده، او د ټولو افغانانو پر طالبانو غږ دی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

‏نوموړی وایي چې افغانان به هیڅکله دغه پریکړه ونه ومني او د افغانانو او طالبانو لپاره بهتره دا ده چې نجونې ډیر ژر بیرته ښوونځیو ته ستنې شي. حامد کرزی د نجونو تعلیم حتمي بللی دی.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ناروې هیواد سفیر اولي لینډمن سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان په روان وضعیت، بشري، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه خبرې شوې دي.

: ‏له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي، هغه شخصیتونه چې ددې کمېسیون په هڅو افغانستان ته راستنیږي، سر او مال یې خوندي دی او غوښتنې به یې اورېدل کیږي.

‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور له «افغان شخصیتونو سره د اړیکې» کمېسیون په خبري ناسته کې وايي چې د اسلامي امارت مشر له «هغو سره چې په تېرو شلو کلونو کې په جګړه وو، عفو اعلان کړې ده

: ‏د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد پنجشېر ولایت ته تللی او ددې ولایت له خلکو او سیمه ییزو چارواکو سره یې د لیدنې پر مهال د پنجشېر وضعیت نورمال بللی دی.

نوموړي د پنجشېر خلک مخاطب کړي چې د دښمن فریب ونه خوري او عادي ژوند ته راوګرځي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې کاشکې اشرف غني له افغانستانه نه وی وتلی ځکه دده وتل د سقوط لامل شو.

نوموړی وایي پلان و چې قطر ته پلاوی‌ ولیږل شي او هلته د یوه ښکاره بهیر له لارې قدرت په داسې شکل انتقال شي چې افغانانو ته د قبول وړ وي او د نړیوالو لخوا په رسمیت وپیژندل شي.

: ‏د رئیس الوزرا دویم مرستیال ملا برادر په مشرۍ د ا.ا هیئت متحده عربي امارتو ته تر ۵ ورځني سفر وروسته بیرته هیواد ته راستون شو.

: ‏امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یوځل بیا ټينګار کوي چې د ټلوېزیونونو ښځینه چلوونکي باید خپل مخونه پټ کړي.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، ښځينه نطاقانې مکلفې دي چې سر له سبا یکشنبې د ټلوېزیوني خپرونو په لړ کې ماسک وکاروي ‏بلخوا د ټلوېزیوني خپرونو ښځینه چلوونکي وايي چې د ټلوېزیوني خپرونو په لړ کې د ماسک اغوښتل د خبرو کولو طریقه او د هغوی کار ستونزمن کوي ‏د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي دي چې دغه پرېکړه قطعي ده او په دې هکله بحث او مخالفت ته ځای نشته.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د امر بالمعروف وزارت هم د دغې پرېکړې ملاتړ کوي.

: ‏هند له افغانستان سره د مرسته شویو زرګونه ټنو غنمو له ډلې تازه د واګه بندر له لارې دوه زره ټنه غنم افغانستان ته رالېږلي دي. د هندي دولت د دولتي ګمرکونو کمیسار راهول نانګاره ویلي چې هېواد یې د واګه بندر له لارې دوه زره ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.

: به گزارش خبرگزاری «یونهاپ»، جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا در جریان سفر خود به آسیا با یون سوک یول، رئیس جمهور کره جنوبی دیدار و گفت‌وگو کرد.

سران دو کشور بر سر استقرار تسلیحات بیشتر آمریکا برای بازدارندگی پیونگ یانگ و برگزاری مانورهای نظامی گسترده‌تر و مقابله با تهدیدات‌هسته‌ای و موشکی کره شمالی، توافق کردند.

بایدن با اشاره به اینکه اتحاد بین کره جنوبی و ایالات متحده هرگز به این اندازه قدرتمند و پویا نبوده است، گفت: «ما متعهد به تقویت روابط نزدیک خود و همکاری برای مقابله با چالش‌های امنیت منطقه‌ای، از جمله تهدید کره شمالی، از طریق تقویت بیشتر موضع بازدارنده خود و تلاش برای خلع سلاح هسته‌ای کامل کره شمالی هستیم».

: ‏رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در تماس تلفنی با نخست‌وزیر سوئد، به رایزنی پیرامون روابط دوجانبه و درخواست این کشور برای عضویت در ناتو پرداخت.

اردوغان در دیدار با اندرسون تاکید کرد که حمایت سیاسی، مالی و تسلیحاتی سوئد از سازمان‌های تروریستی باید پایان یابد.

: ‏بایدن فرمان کمک 40 میلیارد دلاری به اوکراین را امضا کرد.

: ‏رئیس‌جمهور ترکیه و دبیرکل ناتو طی تماس تلفنی در مورد درخواست فنلاند و سوئد برای الحاق به سازمان ناتو رایزنی کردند.

اردوغان گفت که تا زمانی که فنلاند و سوئد به‌وضوح نشان دهند با ترکیه همبستگی خواهند کرد، آنکارا در قبال عضویت این کشورها در ناتو رویکرد مثبتی نخواهد داشت.

: ‏چین: ۵۵ کلن لیانګشای، له ۲۵ کلونو راهیسې پرلپسې د چین د سېچوان نوموتي پوهنتون لپاره د شمولیت په ازموینه کې ناکامېږي.

هغه اوس چین کې په امتحاني کاکا مشهور دی، خو شای وایي، مایوسه نه دی، یوه ورځ به راشي چې دغه پوهنتون کې د محصلۍ ویاړ وګټي.

: ‏د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو:

امریکا او پاکستان باید د افغانستان پر سر د تعامل یو نوي پړاو ته داخل شي.

وایي، د عمران خان وخت کې پاکستان او امریکا د افغانستان مسئله کې سره خفه شوي وو.

: ‏د یونیسف مرستیالې د افغانستان له ښوونیز نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړې او ویلي یې دي چې دغه اداره دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره سیمه ییز درسي ټولګي لري او په پام کې لري چې پنځه زره نور سیمه ییز ټولګي هم جوړ کړي.

: ‏روسیې له نږدې یوې میاشتې جګړې او د ماريوپول د پولادو په فابریکه کې د بریا تر ادعا وروسته د دونباس سیمې د نیولو هڅې زیاتې کړې دي. د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې د ازوفستال د پولادو په فابریکه کې وروستی اوکراینی سرتېری هم تسلیم شو.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې کړې دي. راپورونه وایي چې ضمیر کابلوف او عصمت ایرګاشیف په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي او دواړو لوریو په دغه هېواد کې د روان بحران پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی.

: ‏د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ویب سایټ او رسمي فیسبوکپاڼه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې له نورو ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ به هڅه وکړي چې د نويو کارکوونکو په ګومارلو سره خپل ماموريت ته له هر ډول سیاسي ليدلوري پرته ادامه ورکړي.

: ‏د روسیې ګازپروم شرکت اعلان کړی، چې سر له نن به فنلنډ ته د ګاز صادرات بند کړي.

د ګازپروم شرکت مسوولین وایي چې دا پریکړه یې د فنلنډ لخوا په روسي روبل د گاز د نه اخیستو له امله کړې ده.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما مشره دیبورا لاینز وایي، چې د نجونو  د زده کړو په تړاو طالب مشران په خپل منځ کې په یوه خوله نه دي.‏

نوموړې له سي اېن اېن سره په خپله مرکه کې ویلي، چې یو شمېر طالب مشران د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو باور لري، خو د دوی نظرونه لا تراوسه هم همغږي نه دي.

‏د یوناما مشره وايي، افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو راګرځول شوې  او طالبان پر دې پوه دي چې دا موضوع نړیوالې ټولنې ته مهمه ده.‌ هغه زیاتوي،‌ د نجونو زده کړې یې د اسلامي امارت له مشرانو سره د هرې لیدنې مهمه برخه وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک