No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر او د جهاد او آزادئ رهبر ښاغلی حکمتیار: حزب اسلامي 54 كاله؛ هر مفسد حكومت او بهرنيو حاميانو ئې او هر اشغالگر او د دوى لاسپوڅو حكومتونو؛ په تور فهرست كي نيولى، د لومړي دښمن په سترگه ئې ورته كتلي او د ځپلو لپاره ئې له هيڅ جنايت ډډه نه ده كړې؛ كله د دښمنانو له عداوت او قساوت سره مخامخ شوى او كله د ناپوهانو او جاهلانو له حسادت او منفي رقابت سره؛  خو الله تعالىٰ تر ننه ساتلى؛ ستر ستر آرمانونه ئې تر سره شوي؛ د دوو زبر ځواكونو ماته او زوال ئې په خپلو سترگو وليد، إن شاء الله وروستى آرمان به ئې هم تر سره كېږي؛ او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به واقعي اسلامي نظام قائمېږي؛ موږ له خپل رب سره تعهد كړى چي دې سپېڅلي هدف ته د رسېدو لپاره به د ژوند تر پايه؛ خپل جهاد او مبارزې ته په هر سنگر او ميدان كي دوام وركوو.

: د ح.ا.ا امیر او د جهاد او آزادئ رهبر ښاغلی حکمتیار:حتماً به خبر شوي يئ چي د مخكيني پرځېدلي رژيم ځيني فراري چارواكي په انقره كي او د يوه جنرال په كور كي راغونډ شوي او د اعلاميې اصلي ټكي ئې دوه وو: له إمارت اسلامي ئې غوښتنه كړې چي له دوى سره د مذاكراتو لړۍ پيل كړي او كه داسي ونه كړي نو جنگ به پيل كړي؛ د جنگ لپاره ئې د مقاومت داسي جبهې جوړولو پرېكړه كړې چي نوم ئې (شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان) دئ!! داسي ائتلافونه او هغه هم له هېواد بهر؛ په وار وار جوړ شوي؛ خو تر ننه ئې نه يوازي كومه مثبته او رغنده نتيجه نه درلوده؛ بلكي له لنډي مودې وروسته نه يوازي شړېدلي بلكي غړي ئې؛ يو د بل خلاف؛ په خونړيو جگړو كي ښكېل شوي.

: د ح.ا.ا امیر او د جهاد او آزادئ رهبر ښاغلی حکمتیار: د امريكا بي 52 جهازونو تر وزر لاندي كابل ته هغه مهال ننوتل(د انقرې د ناستې غړي) چي طالبان ترې وتلي ول.

اوس هم دوى يوازي په هغه صورت كي راتلي شي چي بهرني ځواكونه كابل ورته بيا فتح كړي؛ او إن شاء الله د دې احتمال او امكان د تل لپاره له منځه تللى؛ هيڅ هېواد به دې ته زړه ښه نه كړي چي د شوروي او امريكا ناكامه تجربه تكرار كړي.

: د ح.ا.ا امیر او د جهاد او آزادئ رهبر ښاغلی حکمتیار: موږ له ټولو گاونډيو؛ د تركيې، پاكستان او ايران په شمول غوښتي چي د وسله والو مخالفينو او د دوى له جنگي سياستونو حمايت ونه كړي؛ دوى ته د داسي تحركاتو اجازه ورنه كړي چي د بل نيابتي جنگ په پيلېدو منتج كېږي او تاسو هم په كي ښكېلوي. موږ ته ئې اطمئنان راكړى چي داسي به نه كوي؛ هيله ده زموږ ټول گاونډيان همدا دريځ غوره كړي؛ او په سيمي كي د بلي جگړي پيلېدا د ټولو په ضرر وگڼي.

: د ح.ا.ا امیر او د جهاد او آزادئ رهبر ښاغلی حکمتیار: په تاجكستان كي د ايران له لوري د ډرون طيارو جوړولو توافق ډېرو افغانانو ته اندېښنې راولاړي كړې؛ دا ځكه چي تاجكستان وسله والو مخالفينو ته دوه ځلي پناه وركړې؛ اوس هم او هغه مهال هم چي شمالي ټلواله د حزب اسلامي او طالبانو په خلاف جنگېدله؛ پرون ئې هغوى ته د كولاب اډه وركړې وه او نن د فرخار هوائي اډه. كه ايران د تجارتي مقاصدو او موخو لپاره دا كار كوي؛ نو غوره به دا وي چي دا كار هغه مهال ته وځنډوي چي په افغانستان كي د بلي نيابتي جگړي گواښونه او احتمالات پاى ته رسېدلي وي.

: د ح.ا.ا امیر او د جهاد او آزادئ رهبر ښاغلی حکمتیار: اجازه راكړئ د إمارت اسلامي اړوند مسئولينو او چارواكو ته د دې منبر له لاري هم ووايو:

1.ځوان او نشيط دعوتگر؛ او د جامع جومات خطيب او امام؛ مولوي حشمت او د حزب اسلامي نور غړي چي  په غير قانوني توگه او د شخصي رقابتونو او حسادتونو له كبله نيول شوي؛ فوراً خوشي كړي او په راتلونكي كي د داسي غيراصولي نيونو مخه ونيسي.

2. د شهيد مولوي عزت الله محب او نورو هغو مؤمنو او مجاهدو شخصيتونو قاتلان بايد ونيول شي او د شريعت مطابق محاكمه او مجازات شي چي لومړى اختطاف شوي؛ هغه هم په يونيفورم كي د اختطافچيانو له لوري؛ بيا له غير انساني تعذيب وروسته په وحشيانه توگه وژل شوي؛ سرونه ئې غوڅ شوي او جسدونه ئې يا په ډاگ او د سړك خوا ته غورځول شوي او يا په ونو راځوړند شوي؛ اسلامي إمارت بايد د حكومت تر واك لاندي هېوادوالو ته بشپړ ډاډ او اطمئنان وركړي چي هر يوه سر، مال او عزت خوندي دئ او د خوندي ساتلو مسئوليت ئې د حكومت پر غاړه دئ؛ دلته بايد هيڅوك د چار كور او دفتر ته د ده له اجازې او موافقې پرته او د واكمني شرعي محكمې له پرېكړه پرته داخل نشي؛ يوازي شرعي محكمي د يو چا د مجازات حق لري؛ نه هر پوليس او د استخباراتو او امنيتي ادارو هر مسئول. د اسلامي نظام او شريعت حكم او غوښتنه همدا ده.  

3. د اسلامي پوهنتون په اړه له داسي دريځ ډډه وكړئ چي هيڅ عقلي او شرعي توجيه ورته نشي وړاندي كېدئ؛ دا معياري او په ټولو اصولو برابر پوهنتون دئ؛ تر دريو لسيزو زياته سابقه لري، په زرگونو مؤمن كادرونه ئې روزلي او افغاني ټولني ته ئې اسلام ته متعهد شخصيتونه وړاندي كړي؛ عجيبه ده چي دلته د كمونستانو، سيكولرانو، ملحدينو او حتىّٰ بهرنيو هېوادونو پوهنتونونه او په لسگونو نور تعليمي مراكز منل كېږي خو د عالي تحصيلاتو وزارت اسلامي پوهنتون نشي زغملى!! او دا په داسي حال كي چي د إمارت اسلامي مشران مخالفينو ته بلنه وركوي چي هېواد ته راشي او دلته پانگوني وكړي؛ وسله والو مخالفينو ته هم بلنه وركوي چي هېواد ته راشي او مطمئن دي وي چي دلته به ئې هم سر خوندي او هم كورونه، ښارگوټي، زمكي، ماركيټونه او هر څه ئې؛ كه دا ئې له هري لاري تر لاسه كړي وي!! د ملت انتظار دا وو او دئ چي له خائنانو، غلو، لوټمارانو او غاصبانو سره د شريعت مطابق محاسبه وشي او اسلام او هېواد ته ژمن صادقان او مخلصان حمايت او پالل شي.

: ‏د افغانستان او تاجکستان پر پوله شیرخان بندر له ۱۰ ورځو راهیسې تړل شوی او له دواړو خواوو څخه تگ راتگ منع شوی دی.

‏شیر خان بندر چې له تاجکستان سره د افغانستان د وصل لار او مهم تجارتي بندر دی، هره ورځ تر زرو زیاتې لارۍ پرې تگ راتگ کوي او د تیلو، سکرو او څارویو په شمول ډیر نور مصرفي توکي لدې لارې صادر او وارد کیږي. اوس دغه مهم بندر له ۱۰ ورځو راهیسې تړل شوی.

‏د کندز ولایت په امام صاحب کې ځایي سرچینې وایي چې شیر خان بندر ته نږدې د روان کال د مې میاشتې په ۱۶مه نیټه د اسلامي امارت  او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې.

‏دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې د اسلامي امارت او تاجکستان ترمنځ اړیکې نورې هم ترینگلې شوي، تاجکستان له افغانستان سره پر پوله نظامي تمرینات پیل کړي او اسلامي امارت تاجکستان ته نږدې سیمو ته سرتیرې استولي دي.

‏تر دې مخکې داعش ډلې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د راکټونو توغولو ادعا هم کړې وه او تاجکستان هم د دې برید په غبرگون کې د افغانستان پر خاورې ډزې کړې وې.

: ‏شیخ هبة الله اخندزاده په نوي حُکم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته امر کړی چې په زیاتو لګښتونو له اړتیا پرته ددویم,درېيم او څلورم واده له کولو ډډه وکړي

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د ډېری مشرانو او قوماندانانو د دویم او درېيم واده راپورونه ورکړل شوي دي.

: ‏د شیخ هبت الله اخندزاده د نوي حُکم پر اساس له دې وروسته په هېواد کې هېڅ دولتي مامور نه شي کولی چې د دولتي بودجې څخه دوه ځایه معاش واخلي.

: ‏کندز کې د یو وژل شوي صراف د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې.

‏دا صراف پرون د خپل زوی او یو همکار سره د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی و، ځایي چارواکوي وایي چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د چاودنې له امله ۲ تنه ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ د چې پرون داعش ډلې هم په کندز ولایت کې درې تنو د وژلو ادعا کړې وه.

: ‏افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی بیرته راستنولو کمېسیون ناسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ریاست او د کمېسیون غړو په ګډون جوړه شوې.

په ناسته کې د دارالانشاء کارونو پیل او انسجام  او د مطبوعاتي اړیکو په ټولو برخو او په ځینو نورو مسایلو خبرې شوي دي.

: ‏وزارت معارف در یک اعلامیه می‌گوید که این وزارت به فرمان رهبری امارت اسلامی، در کنار چندین ولایت، یک مدرسه بزرگ جهادی را در کابل نیز افتتاح می‌کند که در آن نصاب آموزشی امارت اسلامی تدریس گردد.

: ‏د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمد‌الله محب د "بي‌بي‌سي" له ان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک