حکمتيار: حزب اسلامي؛ الله تعالی تر ننه ساتلی او ستر ستر آرمانونه ئې تر سره شوي
له هر مخلص او صادق مجاهد سره په عامه توگه او د حزب اسلامي له مخلصو مجاهدينو سره په خاصه توگه؛ هم حاسدينو دښمني كړې او هم د مال او اقتدار حريصانو؛ هم ملحدينو، سيكولرانو او د پرديو مزدورانو ورسره دښمني كړې او هم د اسلام او جهاد تر پوښښ لاندي؛ د اشغالگرانو ملگرو او د مال او اقتدار حريصانو.
حزب اسلامي 54 كاله؛ هر مفسد حكومت او بهرنيو حاميانو ئې او هر اشغالگر او د دوى لاسپوڅو حكومتونو؛ په تور فهرست كي نيولى، د لومړي دښمن په سترگه ئې ورته كتلي او د ځپلو لپاره ئې له هيڅ جنايت ډډه نه ده كړې؛ كله د دښمنانو له عداوت او قساوت سره مخامخ شوى او كله د ناپوهانو او جاهلانو له حسادت او منفي رقابت سره؛ خو الله تعالىٰ تر ننه ساتلى؛ ستر ستر آرمانونه ئې تر سره شوي؛ د دوو زبر ځواكونو ماته او زوال ئې په خپلو سترگو وليد، إن شاء الله وروستى آرمان به ئې هم تر سره كېږي؛ او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به واقعي اسلامي نظام قائمېږي؛ موږ له خپل رب سره تعهد كړى چي دې سپېڅلي هدف ته د رسېدو لپاره به د ژوند تر پايه؛ خپل جهاد او مبارزې ته په هر سنگر او ميدان كي دوام وركوو.
