No-IMG

ورور حکمتيار د لغمان، پروان، بادغيس، فراه او کندهار ولايتونو له قومي او جهادي مشرانو سره وکتل

پنج‌شنبه؛ د ثور ۲۹مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخ‌کې په څو جلا-جلا کتنو کې د لغمان، پروان، بادغيس، فراه او کندهار ولايتونو له يو شمېر قومي متنفذينو او جهادي مشرانو سره وکتل.

په دغو کتنو پر يو لړ مهمو او بېلابېلو موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

قدرمن مشر په ټوليز ډول د يادو مشرانو بېلابېلو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وويل:

د فعلي وضعيت او قضاياءو په رابطه مو دريځ معلوم دی، له فعلي نظام پرته بل غوره بدیل نه‌لرو، له همدې کبله پر فعلي وضعيت راضي يو، حمايت يې کوو، فعلاً چې کومې ستونزې شته، د حل له‌پاره يې بايد حکومت ته فرصت ورکړی شي چې د منځه وړو له‌پاره يې کوټلي او اغېزمن ګامونه واخلي.

ښاغلي حکمت-يار زياته کړه:

خدای مه‌کړه! که اوسنی نظام سقوط شي، نو بې له شکه چې وضعيت به ډېر خراب شي او هېڅ ژمن، خدای‌پال او آزادي غوښتونکی به بيا په وطن کې د شپې تېرولو ځای ونه‌لري.

نوموړی وايي:

که حکومت د ملت روا غوښتنو ته تمکين وکړي، موږ يې ملګري او مرستندوی يو، او که خدای مه‌کړه! غلط لوري ته مخه کړي، نو مُصَمِّمْ يو چې په‌خپل منطقي سياست او عاقلانه تګلاره به يې سمې لارې ته راګرځوو.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک