No-IMG

پاکستان د اقتصادي بحران د مخنیوي په خاطر مهمه پریکړه د تأدیاتو بیلانس په اړه ده

اسد مبارز

 

پاکستان د اقتصادي بحران د مخنیوي په خاطر یو لړ مهمې پریکړې کړي چې تر ټولو عمده ټکی یې د تأدیاتو بیلانس په اړه پریکړه ده.

پاکستان ټول هغه اجناس چې آسایشي ( Luxury items) موخو لپاره واردېږي بند اعلان کړل تر څو یې واردات کم او ډیر ډالر ترې له هیواد بیرون لاړ نه شي؛ خوشبختانه یوازې افغانستان څخه د میوو واردول يې مستثنا کړي دي او پرته له افغانستان له نورو هیوادونو یې نه شي واردولی.

دا افغانۍ بزګرانو او باغوانو لپاره ښه زیری دی چې د هميش خلاف دا ځل پاکستان د افغانستان میوو واردولو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي (خدای دې وکړي چې د میوو په اوج دا پریکړه همداسې پاتې شي). هیله ده له دې فرصت افغاني بزګران ښه ګټه وکړي.

باید ووایم چې ما تېر حکومت ته هم دا مشوره ورکړې وه چې واردونکي توکي دې کټګوري شي، هغه توکي چې د آسایشو موخو لپاره کارول کېږي؛ واردات دې یې کم او یا هم ټیکس دې پرې زیات شي تر څو یې خلک له واردولو ډډه وکړي. د بیلګې په ډول؛ ترکي فرنیچر، د مصر مالټي، د چین ناک او.  . .

اوس هم وخت دی؛ د آسایشو توکو واردولو د مخنیوي سره له هیواد ډالر کم وځي او په آسانۍ سره کولی شو د افغانۍ تقویې لپاره ترې ګټه واخلو چې مستقیماً د لومړنیو توکو په نرخونو تأثیر کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک