مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اسلامي امارت وايي، د رسنیزو سرغړونو د څیړنو کمېسیون بیا فعالېدل د رسنیو څخه د ملاتړ او د هغوی شکایتونو رسېدو ته د حکومت ژمنتیا په ډاګه کوي.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې نړۍ باید دا ګام وستايي او د ورته ګامونو د دوام لپاره د اسلامي امارت لاسنیوی وکړي.
✒: یو شمېر پخوانیو افغان سیاسیونو په انقره کې د دوستم په کوربتوب ناسته کړې ده.
دا په یو بهرني هیواد کې د طالبانو د مخالفو څیرو علني غونډه وه. ترکیې له دې مخکې افغان سیاسیونو ته د اپوزیسیوني ښکاره فعالیت اجازه نه ورکوله.
پتېیل شوې وه تر دې مخکې د اطریش پلازمینه ویانا کې داسې ناسته ترسره شي خو د جبهې د مشرتابه پرسر اختلافونه باعث شول یاده ناسته ونشي. کابل نیوز ددغه اختلاف خبر هغه مهال خپور کړ چې د جبهې د یو غړي لخوا تایید هم شو.
د انقرې د ناستې ګډونوالو د افغانستان د مقاومت او ژغورنې د عالي شورا اعلان وکړ او د یوې اعلامیې په خپرولو یې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو غوښتنه وکړه.
د خپرو شویو معلوماتو په اساس په دې ناسته کې یونس قانوني، احمدضیاء مسعود او یو شمېر نورو کسانو په انلاین بڼه برخه اخیستې وه.
✒: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوبۍ کې د (DP World) کمپنۍ له مرستیال اجرائيه رئیس محمد المعلم سره په لیدنه کې د دواړو لوریو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو بندرونو پر جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
✒: د ا.ا د ماليې وزارت سرپرست د هېواد ټولو ګمرکونو ته هدایت کړی، چې له دې وروسته هيچاته اجازه ورنه کړي چې حتی يوه دانه غنم هم له هيواد څخه بهر صادر کړي.
✒: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر محمد سعید العیاش سره کتلي دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د ا.ا. او اسلامي همکاریو سازمان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د مخکینیو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار شوی دی.
✒: هغه محصلانې چې رنگه پړوني یې په سر وو ښوونې او روزنې پوهنتون ته له ننوتلو منع کړای شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې هغه محصلانې چې رنگه پړوني یې درلودل د ښوونې او روزنې پوهنتون په دروازې کې درول شوي او پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نده ورکړل شوې.
د ا.ا د لوړو زدکړو وزارت بیا وایي چې ځینې محصلانې د مشخص يونيفورم د نه مراعاتولو په سبب د پوهنتون په داخل کې د توصيې لپاره درول شوې وې.
✒: د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن پنجشنبه سهار د مزار شریف ښار په پنځمه ناحیه کې د ۲۰۹ قول اردو د کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.
✒: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په لیدنه کې ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په تړاو د ا.ا د رهبرۍ له لوري د دیني علماوو او پوهانو یوه کمېټه ټاکل شوې او تمه ده، چې دا ستونزه ډیر ژر حل شي.
✒: طلوع نیوز: اسلامي امارت په یوه تازه دستور کې د طلوعنیوز په ګډون د موبي ګروپ له ټولو انځوریزو شبکو غوښتنه کړې چې له دې وروسته ښځینه ویاندویانې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو استازو موبي ګروپ ته د دې حکم د اعلان پر مهال دا دستور قطعي او غیرقابل بحث بللی دی.
د طلوعنیوز د اطلاعاتو له مخې، دا دستور په افغانستان کې نورو فعالو انځوریزو رسنیو ته هم ورکړل شوی دی.
✒: د افغانستان ا.ا له هېواد څخه په غیر قانوني توګه د خلکو پر وتلو بندیز لګولی دی. د افغانستان ا.ا کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې په غیر قانوني توګه له هېواده بهر سفر وکړي.
✒: د اوبو او برېښنا وزارت وایي په وروستیو کې د بانکي ستونزو او د پیسو په لېږد کې د خنډونو له امله د برېښنا له درکه د هغو هېوادونو شاوخوا سل میلیونه ډالر پوروړوي دي چې افغانستان برېښنا ترې وارده کړې ده.
✒: بایدن: درخواستهای لازم برای روند رسمی الحاق فنلاند و سوئد به ناتو، به کنگره ارسال شده است.
✒: اردوغان: در قبال روسیه و اوکراین سیاست توازن اجرا میکنیم و در این مسیر قصدی برای قطع روابط با پوتین و زلنسکی ندارم.
✒: اردوغان: به دوستان ذیربط گفتیم که ترکیه با ورود فنلاند و سوئد به ناتو مخالف است و در این زمینه نظرمان تغییر نخواهد کرد.
✒: سخنگوی حزب عدالت و توسعه ترکیه: موضوع متقاعد کردن ترکیه نیست، بلکه متقاعد کردن کشورهای خواهان عضویت در ناتو برای قطع حمایت از گروههای تروریستی است.
✒: د روغتیا نړیوال کمېسیون آی ایم سي:
دا مهال ۲۴،۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدماتو ته جدي اړتیا لري.
✒: روسیه: د فرانسې، ایټالیا او اسپانیا ډپلوماټان دې لږ تر لږه دوه اوونیو کې زموږ له خاورې ووځي.
✒: امریکا په اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خپل سفارت یې تر درې میاشتې ځنډ وروسته بېرته په کېف کې پرانیستی دی او نوی سفیر یې معرفي کړی دی.
✒: په واشنګټن کې د روسيې سفير اناتولي انتونوف ويلي، د نړۍ غذايي خونديتوب د لويديځو هيوادونو د مشرانو احمقانه اقتصادي پاليسو او اقداماتو له ګواښ سره مخ کړی دی.
✒: د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ايرګاشيف په تاشکند کې د فرانسې له سفيرې اوليا بوشز سره کتلي او د افغانستان اړوند موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
✒: د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) د تېر شل کلن ماموریت د زده کړو تر عنوان لاندې په خپل وروستي راپور کې د پخوانيو افغان جنرالانو له خولې ویلي چې د امریکایي قراردادیانو تر وتلو وروسته ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره ولوېدې.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خپل ځان او خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت ټینګښت په موخه د اړتیا په صورت کې د افغانستان پولو ته څېرمه ګواښونو ته ځواب ویلی شي. د یاد وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې د افغانستان پولو ته څېرمه وضعیت دا ایجابوي چې د سیمې هېوادونه هوښیار واوسي. نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د داعش په نامه ډله د افغانستان له خاورې پر تاجکستان توغندویي برید کوي.
✒: بازرس ویژه امریکا برای بازسازی افغانستان (سیگر) در یک گزارش، توافقنامه دوحه میان امریکا و امارت اسلامی و خروج نیروهای امریکایی از افغانستان را از علتهای اصلی فروپاشی نیروهای امنیتی و دفاعی حکومت پیشین افغان دانسته است.
✒: دولت اردن اعلام کرد که امیر حمزه، برادر پادشاه این کشور تحت بازداشت خانگی است. به گزارش شبکه العربیه ملک عبدالله، پادشاه اردن روز پنجشنبه گفت که در قبال برادرش خویشتنداری زیادی اتخاذ کرده است اما او دچار حالتی از توهم شده و اظهارات و موضعگیریهایش واقعبینانه نیست.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له سي اېن اېن ټلویزیون سره په مرکه کې له نوي افغان حکومت غوښتي، چې د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د تروریستي فعالیتونو په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
✒: بلاول بوتو زرداری وزیر خارجه پاکستان با انتونی بلنکین وزیر امور خارجه امریکا دیدار کرد.
بلاول بوتو که به دعوت انتونی بلنکین عازم نیویارک گردیده با وی در مورد امنیت منطقه، روابط دوجانبه و انکشاف اقتصادی پاکستان گفتگو کرده است.
