No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏امنیتي ځواکونو تېره شپه کابل کې یوه شراب خانه کشف کړې او اته کسان یې هم د الکولي مشروباتو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

‏د کابل امنیه قومانداني وایي، چې تېره شپه ۱۲ بجې یې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د تایمني اتم سړک سیمه کې یوه شراب خانه کشف او لسګونه بوتله شراب پکې ونیول.

مسوولان وایي چې په دې تړاو ۸ کسان هم نیولي چې ۵ نارینه او ۳ ښځې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هېواد او سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې او د افغانستان او ایران تر منځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین عباس ستانکزي په ابوظبۍ کې د افغان سوداګرو په یوه غونډه کې ویلي، چې د ګاونډیو په ګډون هېڅ هېواد دې افغانانو ته په کمه سترګه نه ګوري او یوه ورځ به حتما د خپل حق پوښتنه کوي.

: ‏په جوزجان ولایت کې د کاماز موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۸ تنه مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

باختر دولتي اژانس د جوزجان د روغتیايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه پېښه د قوش تېپې ولسوالۍ اړوند ترکمن پل ته څېرمه شوې ده.

چارواکو د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.

: ‏د ا.ا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، چې سږکال ۱۳زره حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو په هدف د افغانستان له څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته انتقالیږي.

‏یاد وزارت وايي، د دغه حاجیانو د انتقال لپاره پوره تیاری لري او په نیږدې ورځو کې به یې پیل د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه وشي.

: ‏د ریاست‌الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره کتلي.

ملا برادر افغان سوداګرو ته ویلي، په هېواد کې چې په هره برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لرئ، اسلامي امارت ژمن دی، چې زمینه درته برابره کړي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخه کې له افغانستان څخه د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ سره کتلي.

د وزارت ویاند وايي، بېنټ افغانستان ته د خپل راتګ هدف، ماموریت او د کاري پلان په اړه معلومات ورکړي دي.

: ‏کورنیو چارو وزارت په ټویټ کې لیکلي، د دې وزارت د پالیسي او سټراټیژي مرستیال فیض‌الله جلال د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره لېدلي. یاد وزارت زیاتوي، د جاپان سفیر د ښوونکو د دوه میاشتو معاش ورکولو او په کابل کې د دې هېواد د سفارت بیاپرانیستلو په اړه خبر ورکړی دی.

: ‏تیم ملی ویلچربسکتبال افغانستان در یک بازی دوستانه، ملی پوشان مالیزیا را با نتیجه ۴۷ بر ۳۹ شکست داد.

تیم ملی ویلچربسکتبال کشور که به هدف اشتراک در رقابت‌های کسب سهمیه به بازی‌های پارالمپیک ۲۰۲۲ چین به تایلند رفته‌اند، روز جمعه در برابر تیم فیلیپین به میدان می‌روند.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ خبرې وشوې. مجاهد په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، په‌دې خبرو کې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ په لنډمهاله اوربند هم توافق شوی دی.

تر دې وړاندې یو شمېر نا تایید شویو سرچینو خبر ورکړی وو چي د پاکستان هېواد استخباراتو مشر د یو پلاوي په ترڅ کي کابل ته په یو پټ سفر راغلی دی.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له "سي‌ان‌ان" سره په خبرو کې ویلي، دوی د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي. ښاغلي حقاني د حجاب مراعتولو فرمان په اړه زیاته کړې: «موږ ښځې د حجاب اغوستلو ته نه اړ باسو، بلکې هغوی ته توصیه کوو او دا یو اسلامي حکم دی چې باید عملي شي

: ‏د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ بازار په چوک باندې د بیت المقدس نښان نن پرانيستل شو.کابل ښاروالي وايي، چې د ښار د ښکلا لپاره ګڼ نور پلانونه هم په پام کې لري.

: ‏‏د صرافانو او افغانستان بانک هوکړه:

دستي ساعت به صرافانو ته په دوه میلیونه افغانیو جواز ورکول کېږي.

تر دې وړاندې ورته طالبانو له لسو نه تر ۵۰ میلیونه افغانیو تضمین شرط ایښی و.

: براساس گزارش جدید اداره بازرسی ویژه آمریکا برای بازسازی افغانستان که به کنگره ارائه شده، خروج نیروهای آمریکایی دلیل اصلی فروپاشی زودهنگام ارتش افغانستان معرفی شده است.

در این گزارش تاکید شده که توافق صورت گرفته میان دولت دونالد ترامپ و گروه طالبان در سال 2020 به منظور خروج نیروهای بین المللی از افغانستان، باعث کاهش جدی روحیه نظامیان ارتش این کشور شده است.

سیگار در گزارش خود تصریح کرده: بسیاری از افغان‌ها رویکردی منفی نسبت به توافق میان آمریکا و طالبان دارند و فکر می‌کنند که آمریکا افغانستان را به شکلی سریع تسلیم دشمن کرده است.

همچنین با اشاره به اینکه شماری از مقامات نظامی بلندپایه آمریکا خواستار حفظ 2500 نظامی این کشور در افغانستان بوده اند، تاکید شده که این طرح به مرحله اجرا درنیامده است.

از سوی دیگر در این گزارش آمده است: سازمان های اطلاعاتی پیش بینی درستی از سرنگونی سریع دولت افغانستان ارائه نکردند. آمریکا نیز در آموزش و ارائه کمک‌ها به ارتش افغانستان موفق عمل نکرد.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در اظهاراتی در جمع گروه مجلس حزب عدالت و توسعه در آنکارا در ارتباط با عضویت فنلاند و سوئد در سازمان ناتو گفت: ما یکی از کشورهایی هستیم که بیشترین حمایت را از این سازمان انجام می‌دهیم، اما به این معنا نیست که هر پیشنهادی را بدون چون و چرا بپذیریم.

اردوغان در ارتباط با درخواست ترکیه برای بازگرداندن تروریست‌های مستقر در سوئد گفت: شما تروریست‌ها را به ما تحویل نمی‌دهید و درخواست عضویت در ناتو می‌کنید.

وی همچنین تاکید کرد: گسترش ناتو برای ما به اندازه احترامی که نسبت به حساسیت‌های‌مان قائل شویم، معنادار است.

: وزارت امور خارجه روسیه با انتشار بیانیه‌ای، 34 دیپلمات فرانسوی را عنصر نامطلوب اعلام کرد.

وزارت امور خارجه روسیه با فراخواندن پیر لووی سفیر فرانسه در مسکو به این وزارتخانه، اعتراض رسمی خود نسبت به عنصر نامطلوب خوانده شدن 41 دیپلمات روس حاضر در فرانسه را به وی اطلاع داد.

روسیه همچنین متقابلا 34 دیپلمات فرانسوی حاضر در روسیه را به عنوان عنصر نامطلوب معرفی کرده است.

وزارت خارجه روسیه از این دیپلمات‌های فرانسوی خواسته خاک این کشور را تا دو هفته دیگر ترک کنند.

: ‏اختصاص 9 میلیارد یورو کمک مالی اتحادیه اروپا به اوکراین.

: ‏کاهش 50 درصدی صادرات گاز روسیه به اروپا از طریق اوکراین.

: ‏اسوشییټډ پریس:

امریکا خپله لویه وچه کې روس پلوه وینزویلا باندې بندیزونه کموي.

: ‏ایرانیانو ته د خپل مذهبي مشر پیغام:

ډېر بچیان وزېږوئ چې د هېواد بشري قوه مو زیاته شي او دا کار درباندې واجب دی.

: ‏د امریکا ددفاع وزارت ددغه هېواد کانګریس ته په یوه تازه لیږلي راپور کې د افغانستان په اړه ځینې معلومات خپاره کړي دي او وایي چې دغه هېواد څاري خو تر وتلو وروسته یې دلته کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی.

: ‏د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک د یوه ټویټ له لارې په افغانستان کې د ځینو ادارو پر منحلولو نیوکه کړې او زیاتوي، د دا ډول کلیدي بنسټونو له منځه وړل بشري حقونو، د قانون حاکمیت او ملي پخلاینې ته زیان رسوي او باثباته ټولنې ته لار سختوي.

: ‏صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل یا یونیسف میگوید: در سال جاری میلادی، یک عشاریه یک میلیون کودک با خطر مرگ مواجه هستند.

یونیسف وضعیت کودکان در افغانستان را نگران کننده دانسته و افزوده است که شماری کودکان مواجه با خطر مرگ در این کشور نسبت به سال 2018 دو برابر شده است.

: ‏د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري په تاجیکستان کې ددغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.

‏د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران او تاجیکستان به په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې یې ددې هیواد د کونسلګریو کنټرول په خپل اختیار کې واخیست او تر امرثاني پورې به هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې دغه سفارت او کونسلګریو ته د ننه شي.

: ‏فنلنډ او سويډن د ناټو غړيتوب اخيستلو لپاره دغه پوځي ايتلاف ته خپلې غوښتنې وسپارلې.

د ناټو سرمنشي په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې، دا یوه تاریخي شېبه ده او باید ورڅخه ګټه واخیستل شي.

‏دوی دا پرېکړه داسې مهال کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین فلنډ ته خبرداری ورکړی و چې په ناټو کې غړیتوب به یې تېروتنه وي.‌

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د وروستیو څرګندونو  په غبرګون کې چې ګنې امریکا د دوی دښمنه نه ده، شک ښودلی او ویلي یې دي چې امریکا تر خبرو، عمل ته ډېر ارزښت ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک