د حکمتيار صاحب دريم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د ثور ۲۸مه، ۱۴۰۱ھش کال:
(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار درېيمه علمي محاضره او درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار وويل:
په مخكني درس كي د الذاريات سورې لومړيو آيتونو وښوده چي:
1- قيامت راتلونكى دئ.
2- مړي به بيا داسي راژوندي كېږي؛ لكه نن چي مړه زمكه په يوه باران سره بيا راژوندۍ شي.
3- له انسان سره محاسبه او مكافات او مجازات ئې انكار نه منونكى حقيقت دئ؛ ښه او بد داسي تفكيك كېږي لكه د بادونو په واسطه چي ورېځي ووېشل شي او هري سيمي ته يوه برخه انتقال شي؛ يوې سيمي ته ډېره، بلي ته لږ او ځينو ته هيڅ. همدا راز په همدې سوره كي د لوط عليه السلام او د هغه د قوم، د عاد او ثمود، د موسى عليه السلام، فرعون او فرعونيانو، د نوح عليه السلام او د هغه د قوم برخليك؛ د مكافات او مجازات الهي سنت لپاره؛ د تاريخي او عملي بېلگو او مثالونو په توگه د قرآن د مخاطبينو مخي ته ايښودل شوي؛ هغه چي الله تعالى ځيني مكافات كړي او ځيني مجازات؛ يعني انساني تاريخ هم دا شهادت وركوي چي د مكافات او مجازات سلسله په دې نړۍ كي هم عملاً روانه ده او انساني تاريخ ئې څرگند شاهد او گواه دئ او په آخرت كي به هم حتماً تر سره كېږي؛ له الهي عدالت او هغه رب سره همدا ښايي چي دا ستر او بې انتهاء عالم اداره كوي او هر څه ئې په سمه او منظمه توگه پالي او ساتي.
نوموړي دغه راز د
«النجم» سوري په پيل کي د راغلي قسم په اړه وويل:
د دي سوري په سر کي راغلی قسم د دې إدعاء د إثبات لپاره راوړل شوی چي (دا عالم تلپاته نه دئ؛ د پاى يوه ثابته ټاكل شوې ورځ لري).
نوموړي زياته کړه:
د النجم په سورې كي د ستورو په هغه حالت لوړە شوې چي راغورځي او همدا د عالم د ختمېدو نښه گڼل شوې: هلته چي فرمايي:
(وَٱلنَّجۡمِ إِذَا هَوَىٰ). ١
(قسم په ستوري چي كله ناڅاپه وغورځي).
ورپسې ويل شوي:
(مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمۡ وَمَا غَوَىٰ). ٢
(ستاسو ملگري نه لاره وركه كړې او نه دوكه شوى).
(وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ). ٣
(او نه له خپل هوس او هوىٰ خبري كوي).
(إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ). ٤
(دا (قرآن ) له وحي شوې وحي پرته بل څه نه دئ).
قدرمن مشر وويل:
د قسم او ځواب تر منځ ئې د ارتباط موندلو لپاره تر ټولو د مخه بايد څو خبرو ته پام وكړو:
الف• د مكې مشركينو پيغمبر عليه السلام ته د ده د كومى خبري له كبله ويل چي «ضل و غویٰ»: لار ئې وركه كړې او غولېدلى"؟
ب• آيا په دې سورې يا ټول قرآن كي دغه خبره موندلى شو؟ دلته خو قرآن وايي چي دا د ده خپله خبره نه ده، بلكي د الله له لوري د وحي خبره ده، تاسي هسي د دې خبري له امله ده ته بد او رد وايئ.
ج• د ستوري ناڅاپي پرېوتل؛ نه آرام او عادي غروب؛ څنگه په دې شهادت وركوي چي د ده دا خبره رښتيا ده؟
نوموړي همدې پوښتنو ته په ځواب کي وويل:
د دې سورې په پاى كي له 57 تر 60 آيت پوري لولو:
(أَزِفَتِ ٱلۡأٓزِفَةُ ٥٧ لَيۡسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ ٥٨ أَفَمِنۡ هَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ تَعۡجَبُونَ ٥٩ وَتَضۡحَكُونَ وَلَا تَبۡكُونَ). ٦٠
(نږدې راتلونكې رانږدې شوه، له الله پرته ئې بل څرگندونكى نشته، نو آيا له دې خبري تعجب كوئ، خاندئ، او نه ژاړئ؟)
له دې آيتونو په څرگنده معلومېږي چي قريشو د پيغمبر عليه السلام په دې خبري تعجب كولو او په استهزاء او تمسخر سره به ئې هغه ردوله چي ده ورته ويل:
(د قيامت ورځ رانږدې شوې، دا دنيا به له منځه ځي او ټول به د حساب او كتاب، د جزاء او سزا عالم په لوري درومو).
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير زياتوي چي:
په قرآن كي دې ته ورته گڼ شمېر آيتونه همدا مطلب په گوته كوي چي قريشو ته د پيغمبر عليه السلام په ټولو خبرو كي د زياتي، حيرانتيا او تعجب خبره دا وه چي قيامت به راځي، د نړۍ دا موجود نظام به له منځه ځي؛ بله دنيا به؛ له ځانگړي نظام سره راځي، مړە به راژوندي كېږي او د خپلو عملونو سزا او جزاء به گوري؛ په دې خبري پوري به ئې خندل او د همدې خبري له كبله به ئې كله پيغمبر ته مجنون ويل او كله ضال.
خو دا خبره چي د ستوري ناڅاپي پرېوتل څنگه د دغي ورځي راتگ په گوته كوي او څنگه د دې ورځي په اړە د پيغمبر عليه السلام د وينا په ارتباط د قريشو ناروا دريځ ردوي؟ ښاغلی حکمتیار يي په ځواب کي وايي:
د يوه ستوري ناڅاپي پرېوتل، له خپل ټاكلي مسير وتل او په لايتناهي فضاء كي وركېدل؛ داسي دئ لكه له يوى ستري ماڼۍ چي يوه خښته راپرېوځي او زمكي ته په رارسېدو سره ذره ذره شي؛ د همدغې يوې خښتي راپرېوتل؛ دا په گوته كوي چي دا ماڼۍ زړە شوې، نوري خښتي به ئې هم يوه په بلي پسي راپرېوځي او يوه ورځ به دا ټوله ماڼۍ نسكورېږي. نو اوس كه څوك د پيغمبر عليه السلام دا وينا چي قيامت رانږدې شوى؛ نه مني او د ده په اړﮦ وايي چي يا غلط شوى يا قصداً دا غلطه خبره كوي يا غولېدلى؛ پداسي حال كي چي دا د ده خپله خبره نه ده؛ بلكي د الله له لوري د وحي او قرآن خبره ده او د ستورو ناببره پرېوتل د هغې پر حقانيت شهادت وركوي؛ آيا دا كس له خپل عقل سره جفا نه كوي؟ آيا له څرگند دليل انكار نه كوي؟ آيا د دوى په عقل او عمدي انكار ژړا نه ده پكار؟ همدا كمعقله انسان په دې خبري خاندي، په كار خو دا ده چي دى په خپله هم په خپلي غلطي وينا وژاړي او نور هم د ده پر بې عقلۍ ژړا وكړي.
(أفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ 59 وَ تَضحَكُونَ وَ لا تَبْكُونَ). 60
(نو آيا له دې خبري تعجب كوئ، خاندئ او نه ژاړئ؟).
نوموړي زياته کړه:
د دې تعبير په تائيد كي دوه اساسي دلائل په همدې سورې كي راغلي:
لومړی: د "هوىٰ" لغوي معنى ناڅاپي پرېوتل دي؛ نه د معمول مطابق غروب. دا پرېوتل د عالم د زړښت او د قيامت د نږدې كېدو نښه كېدى شي نه بل څه.
دوهم: د سورې په 57 آيت كي د قيامت ورځ د "الاَزِفَةُ: نږدې راتلونكې" په نامه ياده شوې او ويل شوي چي رانږدې شوې ده؛ له دې په څرگنده معلومېږي چي اصلي موضوع د قيامت رانږدې كېدل دي او د ستورو ناڅاپي غورځېدل ئې څرگنده نښه او ثبوت دئ.
قدرمن مشر همدا راز د (الصافات) په سورې کي راغليو قسمونو ته هم تفصيلي إشاره وکړه او ويې ويل:
په دي سورې کي راغلي قسمونه هم د يوې سترې إدعاء د إثبات لپاره راوړل شوي او هغه دا چي (د زمكي او آسمانونو پيدا كوونكى او پالونكى يو دئ).
د پورتنۍ مدعى د اثبات لپاره د الصٰفٰت په سورې كي په دغو شيانو لوړە شوې:
(وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفّٗا). ١
(په ليكه شوو ليكه كېدونكو قسم).
(فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجۡرٗا). ٢
(بيا په رټلو سره رټونكو قسم).
(فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكۡرًا). ٣
(بيا قسم پر ورپسې راتلونكو؛ د پند باعث).
له پورتنيو قسمونو وروسته ويل شوي:
(إِنَّ إِلَٰهَكُمۡ لَوَٰحِدٞ ٤ رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَرَبُّ ٱلۡمَشَٰرِقِ). ٥
(بې شكه چي ستاسو رب يو دئ؛ هماغه د آسمانونو رب، د زمكي رب او د هر هغه څه رب چي د دوى دواړو تر منځ دي او د مشارقو (ختيځونو) رب).
نوموړي زياته کړه:
د قسمونو د توضيح او له ځواب سره ئې د ارتباط په اړە څو خبر ته بايد توجه ولرئ:
1: دلته د "مقسم به" درې صفات ذكر شوي:
الف: الصافات: صف تړونكي.
ب- الزاجرات: رټونكي.
ج- التاليات: ورپسې راتلونكي.
ښاغلي حکمتيار وويل:
د دې الفاظو اطلاق په ډېرو شيانو كېدى شي؛ خو په دې پوهېدل چي دلته د هر يوه دقيقه معنى څه ده؟ او د څه لپاره كارول شوى؟ دا بايد د لغت په كتابونو كي نه؛ بلكي په خپله په قرآن كي، په دغو آيتونو او په همدې سوره كي ولټوو.
2: د دوو وروستنيو آيتونه په سر كي د "فاء" تورى دا مطلب په گوته كي چي دا دواړە له مخكني سره تړلي دي او په ټولو كي د يوه شي په اړە خبره روانه ده، «الصافات»، «الزاجرات» او «التاليات» د يوه شي درې حالتونه او صفات دي.
3: دا شيان بايد د قرآن د نورو قسمونو په څېر هر مخاطب ته څرگند شيان وي او دا ادعاء ثابته كړي چي ستاسو رب يو دئ، د آسمانونو، زمكي او په دوي كي د هر څه او د مشارقو (ختيځونو) رب دئ.
4: د قرآن په څو آيتونو كي ستوري د رټونكو په نامه ياد شوي. لكه دا آيت چي د پېريانو له قول وايي:
(وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَنْ يَسْتَمِعِ الآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَصَدًا). 9 الجن 9
(او دا چي موږ آسمان لمس كړى او هغه مو له ساتونكو او لمبو ډك موندلى).
(إِلا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ).الصافات 10
(مگر هغه چي كوم څه اختطاف كړي نو شهاب ثاقب (تېزه شعله) ورپسې شي).
5: په قرآن كي د سپوږمۍ په اړﮦ ويل شوي چي دا ورپسې راتلونكې ده، په شپه كي د لمر له پرېوتو وروسته راڅرگنده شي، ستوري هم د سپوږمۍ په څېر په شپه كي ورو ورو او په يو بل پسي راڅرگندېږي.
6: د ستورو په ليدو سره انسان د دې عالم په عظمت او ستروالي پوهېږي، د ورځي لخوا انسان يوازي خپله زمكه او په آسمان كي لمر گوري، خو چي شپه شي او ستوري راڅرگند شي نو هلته په دې پوه شي چي دا عالم څومر ستر او خور دئ، همدا ستوري؛ ده ته خپل رب ور په ياد كړي، په حقيقت كي ستوري د الله د يادولو سبب كېږي. د «المرسلات» په سوره كي بادونه د "الملقيات ذكراً" په صيغه سره د الله د ذكر القاء كوونكي گڼل شوي؛ كه بادونه د باران ورېدو زېرى راباندي وكړي، نو هم خداى تعالیٰ او د هغه رحمت راپه ياد كړي او كه د طوفان له راتلو مو ووېروي، نو هم خداى تعالیٰ را په يادوي او له شر ئې هغه ته پناه وړو؛ او دلته ستوري د الله د ذكر موجب گڼل شوي. دا ستوري دي چي موږ ته خپل رب او د هغه عظمت رايادوي.
ښاغلی حکمتیار زياتوي:
كه په دې عالم كي سترگي وغړوو او دا ولټوو چي په يوه ليكه كي ليكه كېدونكي، رټونكي او ورپسې راتلونكي به څه وي؛ نو ستوري مو مخي ته ودرېږي، د شپې لخوا په آسمان كي يوه لويه ليكه گورو چي د ستورو، ستور-ليكو او كهكشانونو مجموعه ده او د آسمان ټول ستوري په حقيقت كي د همدې لويي ليكي اجزاء دي، زموږ زمكه، لمر او شمسي نظام هم د دغي ليكي اجزاء دي. همدا راز د آسمان په يوه او بله گوښه كي د شهاب ثاقب پرېوتو او په واسطه ئې د رټلو صحنې گورو؛ او متوجه كېږو چي ستوري ورو ورو رابرسيره كېږي، ځيني د تياري له زياتېدو سره سم راڅرگندېږي او ځيني نور د شپې په سر كي نه وي وروسته راپورته شي.
له قسمونو او ځواب وروسته دوه آيتونه داسي راغلي چي په ډېر وضاحت سره ښيي چي په لومړنيو آيتونو كي ستورو ته اشاره شوې: هلته چي فرمايي:
(إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِزِينَةٍ ٱلۡكَوَاكِبِ)٦(وَحِفۡظٗا مِّن كُلِّ شَيۡطَٰنٖ مَّارِدٖ). ٧
(دا موږ يو چي د دنيا آسمان مو په ستورو ښايسته كړى او له هر متمرد شيطان د ساتني لپاره "مو گمارلي").
له دغو ټولو خبرو په ډاگه معلومېږي چي په لومړيو دريو آيتونو كي د ستورو دريو صفاتو ته اشاره شوې.
دغه د آسمان بې شمېره ستوري چي په يوې عظيمي ليكي او صف كي تنظيم شوي، هر يو ئې په خپل مدار او فلك كي په منظمه توگه خوځي، طلوع او غروب ئې منظم، نه يوه شېبه وروسته مخكي كېږي او نه يو له بل سره تصادم كوي، دا شهادت وركوي چي د زمكي او آسمانونو رب يو دئ؛ ټول كائنات او اجرام ئې له يوه مركز سمبال او اداره كېږي؛ پيدا كوونكى او ساتونكى ئې يو دئ. دا استدلال قرآن په بل ځاى كي هم كوي او وايي: كه په زمكه او آسمان كي له يوه الله پرته متعدد خدايان واى؛ نو حتماً دواړە تباه كېدل او دا موجود نظم متلاشي كېدو او تباهي خورېده. هلته چي فرمايي:
(لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ). الأنبياء 22
يعني د عالم د ټولو اجرامو تر منځ؛ نظم، يووالى، له تصادم او ټكر مخنيوى، هر څه په خپل خپل ځاى كي ساتل او خپل خپل كار ترې اخيستل؛ دا ثابتوي چي دا هر څه د واحد ځواكمن ذات په اداره كي دي؛ هغه پيدا كړي او هغه ئې ساتنه او حفاظت كوي.
په تفسيرونو كي د دغو قسمونو په اړە د ډېرو مختلفو آراءو شاهد يو؛ كه څه هم اختلاف په خپله په دې دلالت كوي چي په دې اړﮦ موثق روايت نشته، خو په ځينو تفسيرونو كي په داسي رواياتو استناد گورو چي نورو هغه ضعيف گڼلي. د اختلاف يوه وجه دا ده چي له "التاليات" د تلاوت كوونكو معنى اخيستل شوې، حال دا چي دلته د "ورپسې راتلونكو" معنى افاده كوي؛ لكه څنگه چي د الشمس د سورې په دوهم آيت كي راغلي:
(وَٱلۡقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا). ٢
(قسم پدى سپوږمۍ چي ورپسى شي).
نوموړی وایي:
د "تلا" لفظ ترشا راتگ افاده كوي او دلته ويل شوي چي سپوږمۍ له لمر وروسته او په هغه پسي راځي.
كه دا ټول آراء د يوه بل څنگ ته كښېږدئ او قضاوت وكړئ نو دا درته جوته كېږي چي تر ټولو دقيق او په قرآن مستند تفسير همغه پورتنى تفسير دئ.
د «الصافات» سورې د قسمونو له توضیح او تشریح وروسته د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير د
«يٰس» سورې کي په راغليو قسمونو هم تفصيلي رڼا واچوله او ويې ويل:
قرآن په خپله د دې خبري د اثبات لپاره كافي دئ چي دا مبارك كتاب د الله له لوري رالېږل شوى. د همدې خبري د إثبات لپاره د «يٰس» سوره كي پر قرآن لوړە شوې. هلته چي فرمايي:
(وَٱلۡقُرۡءَانِ ٱلۡحَكِيمِ). ٢
(قسم په حكيم قرآن).
د قسم ځواب دا دئ:
(إِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ) ٣ (عَلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ) ٤ (تَنزِيلَ ٱلۡعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ). ٥
(بې شكه چي ته له پيغمبرانو يې، په مستقيمي لاري برابر، د عزتمن رحيم خداى رالېږنه).
په څو نورو سورتونو كي هم دې ته ورته په قرآن لوړە شوې، په ټولو كي ځواب ورته دئ او په دې تأكيد شوى چي دا كتاب د الله له لوري دئ؛ د دې كتاب په اړە د پيغمبر كار له دې پرته بل څه نه دئ چي هغه په امانت سره خلكو ته ورسوي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم فقط يو امين استازى دئ. لكه چي د الزخرف په سوره كي راځي:
(وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ). ٢
(قسم په دې څرگند كتاب).
او ځواب ئې دادی:
(إِنَّا جَعَلۡنَٰهُ قُرۡءَٰنًا عَرَبِيّٗا لَّعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ). ٣
(يقيناً چي موږ دا يو عربي قرآن گرځولى؛ د دې لپاره چي تاسو تعقل وكړئ).
يعني دا مبين كتاب موږ لېږلى، دا د محمد عليه السلام په خپلو افكارو مشتمل كتاب نه دئ؛ د الله كتاب دئ؛ په عربي كي ئې راتگ تاسو په دې شك مبتلا نكړي چي گواكي دا به د محمد عربي عليه السلام خپل كتاب وي؛ دا خو د دې لپاره موږ په عربي كي لېږلى چي تاسو ئې په مطلب پوه شئ. د دې مبين كتاب هر څه شهادت وركوي چي الله رالېږلى.
نوموړي همدا راز
د خپلي إدعاء د إثبات لپاره الدخان سوري په دوهم او درېيم آيتونو هم استناد وکړ، هلته چي فرمايي:
(وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ). ٢
(قسم په دې څرگند كتاب).
ځواب ئې دا دئ:
(إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةٖ مُّبَٰرَكَةٍۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ). ٣
(يقيناً موږ هغه په يوې مباركي شپې كي نازل كړ؛ يقيناً چي موږ خبردارئ وركوونكي يو).
نوموړي همدا راز
په سورة "ق" او سورة "ص" کي راغليو قسمونو او د هغوی ځوابونو ته هم په إشارې سره وويل:
په دې ټولو قسمونو كي دا ويل شوي چي د قرآن عظمت او شأن، د قرآن حكيمانه لارښووني، اغېزمن ذكر او پند ئې، ژور علمي بحثونه ئې؛ پر عدالت ولاړ احكام ئې، د حق او باطل پېژندو معيارونه ئې، د خپلي مدعى د ثابتولو مضبوط دلائل ئې؛ خوندر ادبي تركيب ئې او هر څه ئې په دې شهادت وركوي چي محمد عليه السلام د نورو پيغمبرانو په څېر يو پيغمبر دئ او كتاب ئې د الله تعالى له لوري لېږل شوى كتاب؛ د ده د پيغمبرۍ د اثبات لپاره قرآن كافي دئ، د ده لار سمه ده او د عزيز رحيم خداى له لوري ښودل شوې لار ده. كه څوك قرآن ته رجوع وكړي، په شفاف او صاف ذهن سره هغه مطالعه كړي، په هغه كي له ژور حكمت ډكو لارښوونو ته ځير شي، حكيمانه دعوت ته ئې دقيقاً پام وكړي، علمي څېړنو او د طبيعت په اړە د هغه دقيق، عميق او علمي بحثونو ته ځير شي او بيا دا كتاب د يوه ستر ليكوال، لوى عالم، معروف حكيم او نوميالي محقق له كتاب او ليكني سره مقايسه كړي؛ نو ډېر ژر او په آساني به پوه شي چي د كوم انسان له خوا د قرآن جوړېدا محال ده؛ خبري ئې، لارښووني ئې، مواعظ ئې، پرېكړي او قضاوتونه ئې، احكام او قوانين ئې، استدلال ئې، د طبيعت او هستي په اړﮦ دقيق علمي بحثونه ئې؛ دا ټول په څرگنده توگه ښيي چي دا يوه پيغمبر ته د الله له لوري وركړى شوى كتاب كېدى شي نه د يوه انسان د ذهن زېږنده؛ كه هر څومره انسان پوه او د ډېر اوچت نبوغ خاوند وي، بيا هم ورته دا ممكنه نه ده چي د قرآن په څېر كتاب دې جوړ كړى شي.
د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم مُقنع او تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
