الحادی منطق !
دوکتور عمر عماد
هغه مټکور ملحد پرون د شاوخوا سل پوښتنو نه وروسته بحث ته د پای ټکی کیښود، ما صرف یوه پوښتنه ورڅخه کړی دی ، چه لا تر اوسه یی په هکله یوه خبره هم نده کړی.
او اخری خبری یی دلته راکاپی کووم چه د الحادی منطق بیلګه بلل کیږی:
وايي: ( زه تاسي نه پوښتنه کووم هلته د خداي په کور کي خو بتخاته جوړه وه ، ايا د بتانو ګرد چاپير طواف کول ددي معني نه ورکوي چه دوي د بتانو درناوي کوي. ... زه وايم محمد دبتانو چي په مکه کي ول طواف او عبادت په خاطر تللي وو...) يعني د حدیبیی د تړون په کال.
وايم: چه ته بيا عقلا معذور يي.
او كه نه نو :
فيلسوف صاحب ! تا خو ويلي چه ما سل ځله قرآن لوستي دي او ما درته ويلي چه لوستل يو شي دي او پوهيدل بل شي ، که يو مليون ځل دي هم لوستي وي پري پوه شوي نه يي . او ستا دغه پوښتنه ځما د خبري ثبوت دي . ته لا تر اوسه پوري پدي نه پوهيږي چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د مشرکانو دښمني په څه وه !!!! نور هيڅ درته نه وايم هيله ده چه د بحث لړئ راسره وغزوي ، تر اوسه لا اصل بحث ته نه يو داخل شوي. زه اميد لرم چه ځما په خبرو کي فکر وکړي ، ولو که په خولي هر څومره عناد او مکابره کوي .
- دا دري ورزي همدا يوه خبره تکراروی چه زه پدي او په هغي باور نه لرم.
وه سړيه معلومه خبره ده چه باور پري نه لري ، دغه بحث مي په همدي خاطر درسره پيل کړي او غزولي چه په هماغي موضوعاتو بحث وکړو . پدي خو نه کيږي چه وايي دا منم او هغه نه منم ،بلکه دا ووايه چه دا پدي دليل منم او هغه په دي دليل نه منم. چه ستا په دلايلو بحث وکړو .
- وايي: ( يو طرفه واياست چه نور اديان هلته نه وه او بيا اعتراف کوي چه يهودي ښځي محمد ته په غذا کي زهر ورکول).
وايم : وه سړيه زه درسره د مکي په چاپېريال خبري کووم ، په مدينه کي خو هیڅوک هم انکار نه کوي چه هلته يهود وه ، خيبر خو بيا د مديني نه هم اخوا او د مکي نه ډير ليري دي. فيلسوف صاحب ولي خبرو ته پام نه کوي ؟!
وايي : ( دا څنګه د خداي رسول وو چه وحي پري رانشي او ورته ووايي پام کوه دا غذا مه خوره چه زهر پکي دي ....)
وايم : ملحد سیب قصه دي نيمګړی اوريدلي ده ، د هغه پسه هډوکي چه رسول الله خولي ته کړ ، بيرته يي تو کړ ، او ويي ويل چه دا هډوکي ما ته وايي چه ما کي زهر دي . يو بل صحابي او خو اوهماغلته په خيبر کي مړ شو .
- بيا در افشاني کوئ او وايئ چه : ( ستاسي سره علمي بحث کول لازم نه دي ، ستاسي عقيده په خرافاتو ولاړه ده .... زه ستاسي بيسواده سره د بحث ضرورت نلرم) وايم : سم ووايه چه زه نور له بحثه تښتم ، او دعلمي بحث جوګه نه يم ...
_ وايي : ( تر اوسه هيچا ته تسليم شوي نه يم، او څوک ندي توانيدلي ما سره علمي بحث وکړي )
وايم: بيشکه دي .
هو، چه ( ګل مرجان يي نه مني ) نو د چا پلار به يي پري اومني .
ته خو دي ددي علمي بحث يو بڅرکي پيرزوينه پر مونږ وکړه چه ته هم بيا له بحثه خوند واخلي . دا خو ډيره اسانه خبره ده چه يو څوک وايي ما شل ګزه ټوپ وهلي ، خو په منډو بيا هله شي چه ورته وويل شي : دا ګز او دا ميدان.
ځما پوښتنه لا په خپل ځاي پاتي ده چه :
تاسي د هغه اويا سلنه تورات او انجيل، او څو سلنه يوناني طب څخه چه تا دي د استادانو څخه اوريدلي چه ګویا دغه قرآن تري جوړ دي ، بس دوه دري بيلګي راوړئ.
زه لا په تمه يم.
