ورور حکمتيار له قومي مشرانو، متنفذينو او جهادي شخصيتونو سره وکتل
سهشنبه؛ د ثور ۲۷مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمت.يار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د غور، ننګرهار، پکتيا، ميدان وردګ او دغه راز د کابل ولايت، دولسمې ناحيې اړوند له يو شمېر قومي مشرانو، متنفذينو او جهادي شخصيتونو سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو شمېر بېلابېلو إجتماعي، أمنيتي او تعليمي ستونزو او مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي حکمت.يار د يادو مشرانو ځينو پوښتنو، اندېښنو او غوښتنو ته په پام سره وويل:
څوک چې د اسلام او إسلامي نظام خبره کوي، هغوی مو ملګري او دوستان دي، له نورو سره د د دُښمنۍ او دوستۍ معيار مو هم اسلام دی، هر مسلمان ته د يو خواخوږي ورور په سترګه ګورو، او د ورورۍ لاس ورکوو، افغانان يوازې له همدې لارې کولای شي چې يو مضبوط، مستحکم او ټولمنلی إسلامي نظام تأسیس کړي.
قدرمن مشر زياته کړه:
د فعلي وضعيت تقاضیٰ داده چې په ټول توان د فعلي نظام ننګه وشي، فعلاً تر دې بل غوره بدیل نهلرو، که خدای مهکړه! فعلي نظام سقوط شي، تشه به يې پر داسې يو نظام ډکېږي چې د دين او هېواد سرسخته دښمنان به يې په رأس کې وي، دې ته پر کتو د إيمان او عقيدې غوښتنه داده چې فعلي نظام حمايت شي، د کميو او خرابيو د إصلاح لهپاره يې علمي، إصلاحي او منطقي تګلاره غوره شي.
د نوموړي پر وينا؛ موږ به د وضعيت د إصلاح په برخه کې هېڅکله هم خپلې مُخلصانه هڅې ونهسپموو، په الله تعالیٰ به توکل کوو او پايلې به الله تعالیٰ ته سپارو، همدا مو تګلاره او شعار دی او همدې شعار ته ژمن يو.
همدا راز ښاغلي حکمتيار د إسلامي پوهنتون په رابطه د دولسمې ناحيې مشرانو غوښتنې او ټينګار ته په کتو وويل:
کومه وعده چې مو له تاسې سره د يو معياري پوهنتون او روغتون په اړه کړې، هغې ته ژمن يو او إن شاء الله ستاسې په سيمه کې به «پوهنتون+روغتون» دواړه په معياري او اساسي ډول جوړوو.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
