مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن سهشنبه؛ د ثور ۲۷مه، ۱۴۰۱ھش کال د ح.ا.ا قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمت.يار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د غور، ننګرهار، پکتيا، ميدان وردګ او دغه راز د کابل ولايت، دولسمې ناحيې اړوند له يو شمېر قومي مشرانو، متنفذينو او جهادي شخصيتونو سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو شمېر بېلابېلو إجتماعي، أمنيتي او تعليمي ستونزو او مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي حکمت.يار د يادو مشرانو ځينو پوښتنو، اندېښنو او غوښتنو ته په پام سره وويل:
څوک چې د اسلام او إسلامي نظام خبره کوي، هغوی مو ملګري او دوستان دي، له نورو سره د د دُښمنۍ او دوستۍ معيار مو هم اسلام دی، هر مسلمان ته د يو خواخوږي ورور په سترګه ګورو، او د ورورۍ لاس ورکوو، افغانان يوازې له همدې لارې کولای شي چې يو مضبوط، مستحکم او ټولمنلی إسلامي نظام تأسیس کړي.
قدرمن مشر زياته کړه:د فعلي وضعيت تقاضیٰ داده چې په ټول توان د فعلي نظام ننګه وشي، فعلاً تر دې بل غوره بدیل نهلرو، که خدای مهکړه! فعلي نظام سقوط شي، تشه به يې پر داسې يو نظام ډکېږي چې د دين او هېواد سرسخته دښمنان به يې په رأس کې وي، دې ته پر کتو د إيمان او عقيدې غوښتنه داده چې فعلي نظام حمايت شي، د کميو او خرابيو د إصلاح لهپاره يې علمي، إصلاحي او منطقي تګلاره غوره شي.
✒: امشب سیاف، نماینده صلاح الدین، نماینده اسماعیل خان، عطا نور، محمد محقق، کریم خلیلی، میر رحمان رحمانی، حاجی الماس، یونس قانونی، احمد ولی مسعود امشب در ترکیه در خانه قومندان دوستم در باره آینده افغانستان و به اصطلاح شورای مقاومت بحث و گفتگو می کنند.
قبلاً نیز در یکی از کشور های اروپایی به میزباني یونس قانونی و سفیر افغانستان در آن کشور برگذار گردیده بود اما از اثر اختلاف بر رهبری این جبهه نشست بی نتیجه پایان یافته بود.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددې لیدنې پر مهال د جاپان سفیر غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني وګړي افغان خادم تیتسو ناکامورا ترتیب شوي پلانونه تعقیب او عملي کړل شي.
نوموړي همداراز له داخلي عوایدو د نوي کال د بودجې تصویب د افغانستان اقتصادي پرمختګ یاد کړی دی.
✒: د ا.ا د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني کابل کې د جاپان هېواد له سفیر «تاکاشي اوکاډا» سره کتلي او د هېواد د تحصیلي نظام، افغان استادانو د روزنې او افغان محصلانو ته د سکالرشیپونو د ورکولو په اړه یې خبرې کړي دي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د یوناما مشرې دیبورا لاینز سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې متقي له دیبورا لانیز غوښتي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت، فساد، داعش او مخدره توکو سره د مبارزې په اړه نړیوالو ته واقعي معلومات ورکړي.
✒: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین وايي، د دې ولایت یاوان ولسوالۍ په شولر سیمه کې د غره ښوېدنې د پېښې پر مهال څلور کسان مړه شوي. نوموړی زیاتوي، د دې پېښې له زیانمنو کسانو سره د مرستې هڅې روانې دي.
✒: د کورنیو چارو وزیر ښاغلي سراج الدین حقاني له سيانان سره په خبرو کې د نجونو د زدهکړو په اړه ویلي: «هېڅوک د نجونو او ښځو د زدهکړو خلاف نهدي. دمکړۍ له لومړي تر شپږم ټولګي نجونې ښوونځیو ته ځي او پر داسې مېکانېزم کار روان دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم ښوونځیو ته لاړې شي.»
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني له سيانان خبري شبکې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «موږ اوس امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو او غواړو په راتلونکې کې د نړیوالو قوانینو او اصولو پر بنسټ له امریکا او نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولرو.»
✒: د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ډاډمن دی او په خبره یې د افغانستان اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي څو په دې برخه کې اړین اقدامات وکړي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې دي.
✒: د فراه ولایت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فراه د بالابلوک ولسوالۍ ولسوال ویلي چې دا چاودنه د راکټ مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور تپيان شوي دي.
✒: د افغانستان د ا.ا چارواکو منلې چې د شيرخان بندر دروازه یې تړلې ده او هيچا ته ترې د تېريدو اجازه نه ورکوي. د ا.ا مرکزي وياند ويلي، دا پرېکړه يې په دې برخه کې د تاجکستان د دريځ په غبرګون کې کړې ده.
✒: په کونړ ولایت کې د نفرایټ ډبرو د یوه ستر کاڼ سپړل پيل شوي دي. د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې دغه کان به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او تر څنګ به یې حکومت ته هم له دې درکه میلیونونه افغانۍ عاید راځي.
✒: انعام الله سمنګاني:
منحل شويو ادارو ته بودیجه نه وه، که اړتیا شوه راتلونکي وخت کې دا ادارې بیا فعالوو.
حکومت تازه یو مکتوب کې ملي شورا، د بشر حقونو کمېسیون، امنیت شورا اونورې ادارې منحل اعلان کړې.
✒: روسیه: تسلیحات ارسالی از آمریکا و اروپا به اوکراین را منهدم کردیم.
وزارت دفاع روسیه اعلام کرد که تسلیحات ارسالی از آمریکا و اروپا به اوکراین را در منطقه لویو منهدم کردهاند.
✒: د قرغیزستان ولسمشر صادیر جاپاروف د جمعي امنیت سازمان ته وینا کې:
افغانستان کې ترهګرې ډلې د بهرنيو ملاتړو په مرسته منځنۍ اسیا لپاره خطرناک پلانونه لري.
✒: د سریلنکا صدراعظم رانیل وکرما:
ټول هېواد کې دومره پټرول لرو چې یوازې یوې ورځې لپاره کفایت کوي.
وایي، څوارلس قلمه دوا ته شدیده اړتیا ده، د معاشونو د ورکړې لپاره نورې پیسې باید چاپ شي.
✒: کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما):
طالبان مو دفتر ته راغلي وو او امر یې راته کړی چې ښځینه کارمندانې مو حجاب باید مراعات کړي.
✒: د بازاري خوړو تر ټولو لویه امریکایي کمپنۍ مکډونالډ په اوکراین د روسیې د حملې په غبرګون دغه هېواد کې خپل ټول جایدادونه خرڅوي او هوټلونه تړي.
روسیه وایي، پر ځای به یې موږ خپل برانډ انکل وانګا د خوړو کمپنۍ راوباسو.
✒: قطر د افغانستان نجونو ته د روبوټیک برخې بورسیې اعلان کړې.
وایي، دولسم پاسانې له افغانستانه قبلوو خو په دې شرط چې له زده کړو وروسته به افغانستان ته ستنېږي.
همدا اوس د افغانستان د نجونو روباټیک ټیکم قطر کې په زده کړو بوخت دی.
✒: د راپورونو له مخې یو شمېر افغانان په امنیتي مرکو کې ناکام شوي او ویل کېږي چې جرمي سابقه او یا ورته نورې ستونزې لري چې له همدې امله یې امریکا ته له ورتګ مخنیوی شوی دی.
✒: امریکا په بریالۍ توګه تر غږ پنځه برابره چټک توغندی ازمویلی دی. د امریکا ددفاع وزارت وایي چې دغه توغندی په بریالۍ توګه ازمویل شوی او د بي ۵۲ الوتکې له لوري په کلیفورنیا کې توغول شوی دی. دا تر غږ د پنځه برابره چټک توغندي لومړی بریالی ازمویښت ګڼل کېږي.
✒: د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند له پنجاب ایالت شاوخوا ۴۰ لارۍ غنم افغانستان ته را روان شوي دي او ټاکل شوې چې د پاکستان له لارې افغانستان ته را ورسول شي.
✒: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي چې ملګري ملتونه به د یو هوسا او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغې غه راز ویلي چې هیڅوک په افغانستان کې د جګړو او جنګي ډلو ملاتړ نه کوي.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ناټو کې د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفت ښودلی دی. اردوغان ویلي چې دا هېوادونه دې د قناعت ورکولو لپاره پلاوي نه ورلېږي. انقره له دې کبله له فنلنډ او سویډن ناراضه ده چې ګواکې د ترکیې او سوريې د کرد ملېشو غړو ته یې ځای او پناه ورکړې.
✒: هندي رسنیو د دې هېواد د ډیپلوماټیکو او امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې هند په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو په لټه کې دی او هڅې یې پيل کړې څو په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو امکانات و ارزوي.
✒: د ډله ییز امنیت سازمان غړو هېوادونو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د خپل امنیت او احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره پر پوله د امنیتي تدابیرو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
د دې سازمان ډېری غړي د منځنۍ اسیا هېوادونه دي.
