No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن دوشنبه؛ د ح‌.ا.ا قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخ‌کې د دوست هېواد ترکيې له سفير ښاغلي جِهاد ارګينای، د ياد سفارت له أرشد مُستشار ښاغلي اوګدای ګونر، د ياد سفارت له درېيم سکرتر ښاغلي علي تولګا کوجاتپه او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل.

په‌دغه کتنه د دواړو هېوادونو (ترکيه-افغانستان) په دوه اړخېزو سياسي، إقتصادي، تعليمي، فرهنګي او ټولنيزو اړيکو تفصيلې بحث او خبرې وشوې.

: ‏د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له سي اېن اېن ټلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

نوموړي همداراز ویلي، چې له افغان خاورې امریکا ته هېڅ ترهګریز ګواښ متوجه نه دی.

: ‏د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر د متحده عربي اماراتو د پخواني رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په هدف دوبۍ ته تللی او د نوموړي ځایناستي شیخ محمد بن زاید آل نهیان ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

: ‏د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو حکومت او ولس ته د الشيخ محمد بن زايد آل نهيان د دولت د رئيس په توګه د ټاکنې په مناسبت مبارکي ویلې او د یوې اعلامیې په خپرولو یې له یاد هيواد سره د ښو اړيکو غوښتنه کړې ده.

: ‏د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه، چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې کارونو په اړه دقیقه سروې تر سره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

‏د چک برېښنا بند درې توربینه لري، چې په فعالېدو سره به د ۳.۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

: ‏د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، د ا.ا مشرانو لخوا دوی ته د ستونزو د هوارۍ تر ډاډ ورکولو وروسته يې د دوشنبې په ورځ ټول هېواد کې د صرافۍ مارکېټونه پرانیستي او خپل فعالیتونه يې پیل کړي دي.

: ‏د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال دفتر په یوې اعلامیه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ د ځمکو ریاست له ښار جوړولو او ځمکو وزارته جلا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره یو ځای شوی دی. اقتصادي کمېسیون اړوندو بنسټونو ته دنده سپارلې چې دا فرمان پلی کړي.

: ‏کورنیو چارو وزارت په غزني کې د یوې لارۍ ډوله موټر د نیولو خبر ورکړی چې پاکستان ته یې وسلې لېږدولې. یاد وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي، د اسلامي امارت ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د دې وسلو د لېږد په تړاو درې کسان نیولې دي.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر رییس په یوه ټویټ کې لیکلي، منځنیو او ثانوي زده‌کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی د بشر حقونو او د ټولو افغانانو د راتلونکې لپاره د اړتیا وړ موضوع ده. د هغه په وینا، د نن زده‌کوونکې د سبا ډاکټرانې، قابلې، ښوونکې او انجنیرانې دي.

: ‏د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په ښېوه ولسوالۍ کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ښېوې ولسوال شاه محمود ویلي چې دا پېښه د دغې ولسوالۍ د مال مندۍ سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

: ‏مسکو کې د اسلامي امارت سفیر جمال غروال، سپوتنیک اژانس ته:

ما دا خبره نه ده کړې چې کابل کې د افغانانو تر منځ جوړېدونکې ناستې ته اشرف غني هم دعوت شوی.

: ‏خطیب مسجدالاقصی ممنوع‌ السفر شد.

دفتر خطیب مسجد‌الاقصی در قدس اشغالی با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که اداره اطلاعات اسرائیل حکم ممنوعیت 4 ماهه سفر برای شیخ عکرمه صبری، خطیب مسجدالاقصی را به وی ابلاغ کرد.

: ‏آسوشیتدپرس: بیش از 10 هزار تُرک اویغور در چین زندانی هستند.

به گزارش خبرگزاری آسوشیتدپرس (AP) به استناد اسناد قضایی که از منطقه خودمختار سینجان چین درز کرده، بالغ بر 10 هزار نفر از ترک‌های اویغور به اتهام «تروریسم» در زندان به سر می‌برند.

: ‏پوتین: در گسترش ناتو به سوئد و فنلاند هیچ تهدید مستقیمی برای روسیه وجود ندارد، اما گسترش زیرساخت‌های نظامی در این منطقه تحریکی برای واکنش ما خواهد بود.

: ‏وزارت امور خارجه سوئد: وزرای خارجه سوئد و فنلاند برای رایزنی در مورد عضویت این کشورها در ناتو به ترکیه سفر خواهند کرد.

: بنا اعلام کاخ الیزه، ژان کستکس نخست وزیر فرانسه درخواست استعفایش را به امانوئل ماکرون رئیس جمهور این کشور ارایه کرده است.

بر این اساس، ماکرون نیز با درخواست وی موافقت کرده است.

انتظار می روند تا چند ساعت آینده نخست وزیر جدید فرانسه معرفی شود.

کستکس از سوم جولای 2020 وظیفه نخست وزیری فرانسه را بر عهده داشت.

: ‏له فنلنډ وروسته سویډن هم رسما له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتنه اعلان کړه.

: ‏شمالي کوریا کې د کرونا د ۸ لکه ۲۰ زره مثبتو پېښو راپور ورکول شوی.

مشر یې کیم جونګ اون چې تر تېرې پنجشنبې پورې خپل هېواد کې د کرونا په پېښو منکر و او واکسین یې هم رد کړي وو، اوس وایي، په هېواد یې د تاریخ بدترین وضعیت راغلی.

: ‏امریکا ـ ټکساس:

د نړۍ لومړی درجه میلیاردر ایلن ماسک د انډونیزیا له ولسمشر سره لیدنه کې هوکړه کړې چې انډونیزیا کې به په پراخه کچه پانګونه وکړي.

: ‏د حامد کرزي نږدې ترین مشاور ډاکټر سپنتا:

کرزی له طالبانو سره د خپل برخورد سزا ویني.

وایي، خود کرده را درد است، اما درمان نیست.

: ‏پر ایلن ماسک د ټرمپ نیوکه:

چې احمق نه وي، ټویټر ولاکه واخلي.

ماسک ابله ورځ ویلي وو، چې ټرمپ ته به یې بلاک شوی ۸۸ میلیون فالوورز لرونکی ټویټر اکاونټ بیرته ورکړم.

: ‏ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې ایران په وروستیو ورځو کې په اجباري توګه د افغان کډوالو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او همدا تېره ورځ تر زرو ډېر افغان کډوال را ایستل شوي دي.

: ‏ایران اروپایي هېوادونو ته د ګازو د صادراتو هیله لري. ایراني چارواکو ویلي دوی د اروپايي او د سیمې د ځينو نورو هېوادونو پر هغه غوښتنه غور کوي چې له مخې یې باید اروپايي هېوادونو ته ګاز صادر کړي.

: ‏د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په آلمان کې په یوه غونډه کې ژمنه کړې چې د ناټو ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دوی به تر هغه د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکوي چې دغه هېواد له ځان دفاع کوي او د روسیې پر وړاندې ولاړ وي.

: ‏د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي د روسیې اقداماتو ته په کتو د دې جدي اړتیا ده چې له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو پر مسئله ژر پرېکړه وشي.

: ‏ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ريچارډ بېنېټ افغانستان ته را لېږلی چې دلته د بشري ‌حقونو وضعيت وارزوي. بېنېټ به د افغانستان د ا.ا له چارواکو او ګڼو نورو لوریو سره هم وګوري او له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې به ترې مرسته وغواړي.

: ‏د سعودي ارامکو کمپنۍ ویلي چې د لوړو نرخونو او لوړې کچې د توليد له کبله يې سږ کال عوايد ۸۲ سلنه لوړ شوي دي. د انرژۍ د دې لويې کمپنۍ خالص عاید د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې 39.5 میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، فنلنډ او سویډن دې داسې ګمان نه‌ کوي چې روسیه دې د ناټو له سازمان سره د دغه هېوادونو له یو ځای کېدو په دومره اسانۍ سره تېره شي.

: ‏د هېل راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د جون په میاشت کې پر طا لبانو د لګول شویو بندیزونو ارزونه کوي.

: ‏د سي ان ان مشهورې خبریالې کریستینا امانپور پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی او ویلي یې چې ژر به افغانستان کې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیستل شي، امانپور  ویلي چې دا خبر ورته د ا،ا،ا د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني په تازه ځانګړې مرکه کې کړې ده.

: ‏د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ولادیمیر نوروف د خپلواکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشترک المنافع ناسته کې اعلان وکړ چې تاشکند به د زېږدیزې جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

: ‏وزارت خارجۀ ترکیه کشته شدن معاون لیسه افغان-ترک در قندهار را نکوهش نموده و خواهان بازداشت هر چه زودتر عاملان قتل وی شده است.

 ارشاد احمد دو روز قبل از سوی افراد ناشناس در شهرک عینو مینۀ قندهار، با ضرب چاقو کشته شده است.

: ‏وزارت خارجۀ ایران میگوید، حکومت جدید افغانستان باید جلو گسترش افراطیت در این کشور را بگیرد و اجازه ندهد که گروه‌های تروریستی از خاک‌ افغانستان علیه کشورهای همسایه استفاده کنند.

‏سعید خطیب زاده سخنگوی وزارت خارجۀ ایران در اظهارات تازه اش گفته است که امارت اسلامی مسوولیت تامین امنیت تمام مردم افغانستان را دارد و به گفته وی، ایران در صورت نیاز به کمک، در این زمینه همکاری خواهد کرد.

: ‏د شانګهای د همکاريو سازمان د ترهګرۍ ضد کمېټې غونډه نن په نوي ډیلي کې پيل شوې ده.

د راپورونو په اساس، په دې ۴ ورځنۍ غونډه کې به د چين، پاکستان، روسيې او هند استازي د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر بشري او امنیتي وضعیت او په دې هېواد کې د ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک