No-IMG

ورور حکمتيار له جهادي او سياسي شخصيتونو سره وليدل

دوشنبه؛ د ثور ۲۰مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير نن له غرمې مخ‌کې په څو جلا-جلا کتنو کې د بغلان ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي اميرګل، د ميدان وردګ ولايت له مشهور سياسي شخصيت او د سياسي چارو شنونکي ښاغلي زيد حيدري، د خوست ولايت له مشهورو جهادي قومندان  ښاغلي حاجي ښايسته ‌خان ځدراڼ، د پروان ولايت له جهادي او قومي مشر ښاغلي ارباب سلطان او ورسره مل‌پلاوو سره وکتل.

په دغو کتنو کې پر بېلابېلو مسائلو او موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

قدرمن مشر د يادو مشرانو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وويل:

وضعيت بدلېږي رابدلېږي، په تېره څه باندې نيمه‌پېړۍ کې گڼ‌شمېر حکومتونه او نظامونه لاړل راغلل، دا وضعيت هم بدلېدونکی دی، خو هيله مو داده چې ښه لوري ته لاړ شي.

نوموړي زياته کړه:

فعلي حکومت هم له گڼو سياسي، إجتماعي، نظامي او إقتصادي ستونزو سره مخ دی، او متأسفانه ټولې نړۍ يې پر وړاندې د دښمنۍ لاره نېولې، دې‌ته پر کتو فعلي حکومت په يوازې ځان د ستونزو مخه نه‌شي نېولی، دا کار يوازې په هغه صورت کې شونی دی چې حکومت هغه ټول هېواد ته ژمن او مُخلص مجاهدين په يو صف کې راغونډ کړي، او موږ د همدې اړتيا او احساس له مخې په دوامداره توګه د حکومت له جګ‌پوړو او ټيټ‌پوړو چارواکو سره تماسونه لرو، مشورې ورکوو او راتلونکو إحتمالي خطراتو ته يې پام اړوو چې له نېکه‌مرغه هغوی هم يادې ستونزې درک کړي او تر ډېره بريده يې له نورو جهتونو سره د يووالي او تفاهم لاره نېولې.

نوموړي همدا راز وويل:

موږ د تقابل پر ځای د تفاهم پر سياست باور لرو، د فعلي حکومت حمايت کوو، او هيله لرو چې ټول به پر ګډه يوې مثبتې او مطلوبې پايلې ته رسېږو.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

بار بار مو حکومت ته ويلي او بيا هم ورته وايو چې د ملت او رعيت پر وړاندې بايد داسې إقدامات ترسره نه‌شي چې هغوی يې بيا پر هېرولو قادر نه‌وي، بلکې د رعيت پر وړاندې داسې سياست غوره کول په‌کار دي چې هغوی يې خپلو راتلونکو نسلونو ته د يوې خوږې خاطرې او خواږه يادګار په توګه پرېږدي.

د حکومتونو د جوړښت او تشکيل په اړه نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

د حکومت د جوړښت او تشکيل په رابطه مو مخکې هم بار بار ويلي او اوس هم وايو چې؛ إيتلافي حکومتونه نتيجه نه‌ورکوي، له همدې کبله موږ ترجيح ورکوو چې إقتدار د يوه لوري په لاس کې وي، خو په‌دې شرط چې د ملت ټولو روا غوښتنو ته په مُخلصانه ډول تمکين وکړي او د هغوی روا حقوق په‌کې خوندي وي.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک