ډاکټر غني مونږ ته څو لوی تاوانونه راورسول
عماد دوران
اول دا چې د اجرایه ریاست په جوړولو یې اساسي قانون یو بې معنی شی معرفي کړ او خلک یې په قانون مندۍ بې باوره کړل.
دویم دا چې په غیر سنجیده شکل یې د ځوانانو ګمارنې وکړې او له یوې نسلي شخړې سره یې مخ کړو، چې تاثیرات به یې تر ډېره په دې ټولنه کې پاتې وي.
درېیم دا چې د ټاکنیز فساد له وجې یې خلک په ولسواکۍ بې باوره کړل، ولسونو ته یې ور وفهموله چې ټاکنې هسې یو نمایش دی او د زعامت ټاکنې مرجع بل ځای ده.
څلورم دا چې په افغاني سیاست کې یې ښکنځلې دود کړې، میلیونونه ډالر یې په فیسبوکي او رسنییزو ښکنځلماریو مصرف کړل او یو ناوړه فرهنګ یې رامنځته کړ.
پنځم دا چې د پښتنو او اقلیتونو تر منځ یې فاصله لا ډېره کړله.
شپږم دا چې د ارګ له جوړېدلو بیا تر ننه، په اول ځل یې د ارګ حرمت تر سوال لاندې راوست او د اخلاقي فساد بویونه یې ترې پورته کړل.
او تر ټولو لوی زیان یې دا ؤ چې د قدرت د دوام په خاطر یې مونږ له یو نسبتاً ښه دولت څخه بې برخې کړلو.
