د يو اسلامپال سالمه نيوکه او وړانديزونه اسلامپالو ته!
عبد الله داعي
ملاصاحبانو
فرصت په لاس درغلى ، واک ، زور او چوکي ټول درسره دي ، لدې پورته خبره داده چې د دين داعيه درسره ده ، که دين مو له خپل ګفتار ډير پخپل کردار خلکو ته وښود ، د ملت اوښکې مو پاکې او دردونه کم کړل ، دين مو په صحيح معنا له خپل روح او حکمتونو سره زده او عملي کړ ، د ملت پر زړونو حاکم شوى او پدې کشمکشي نړى کې مو د ملت کښتى په حکمت ، صبر او هوښياري رهبري کړه نو ترډيره به ددې ځمکې واک درسره وي ، دين به د نړى به شرق او غرب کې لوړ شي او نيږدې راتلونکې کې به نړى به د يو بل بدلون شاهده و اوسي!
خو خداى مکړه ، خداى مکړه او خداى مکړه
که بيا مو پښې وښويدې، تيرې تجربې مو تکرار کړې ، خپل شخصي نظريات مو پر دين ورتپل ، ديکتاتوري مو حاکمه کړه ، د ملت زړونو کې درڅخه نفرت پيدا شو ، د تعصب او جهل بادونو مو مخونه ګردجن ، ساده ګى مو د فکرونو خامى بربنډې کړې او عدم تدبير مو دښمن ته د پلان د تطبيقولو زمينه سازي وکړه نو عاقبت به يوازې ستاسې محوه کيدل نه وي ، بلکې ددې سپيڅلي دين او ديني ارزښتونو بدناميدل ، د مليونو انسانانو وينه تويدل ، د اسلامی دولت اقامه خوب بلل ، او د الله اکبر نارې چوپيدل به هم ورسره تړلي وي!
او ددې ټولو مشکلاتو د پيښيدو مسٶل او جوابګوی به تاسې یاستى!
اوس نو زړه مو ، چې پر کومه ځٸ؟ او څه کوى؟ خو د هر عمل پور به حتما پرې کوٸ!
