د کابل ۸۱ کلن ټیکسیوان می ګریوان په اوښکو لوند کړ !!
ډاکټر داؤدزی
د پاکستان سفارت ته د ویزی لپاره تلم ملګری کره می شپه وه د شپی دوه بجی وی تایمنی څلورم سړک ته ووتم ګورم چې یوه زړه زیړه ټیکسی می خواته ودریده په دری ئ غږ کړ ځوانه چیرته ځی مال کاکا نه ځم بیا ئی غږ وکړ ځوانه چې هر لوری ځې وړم دې لږ شیبه غلی شوم د فکر ټال وزنګولم د خپل پلار ټولی سختی مې له سترګو تیری شوې د پلار مینه محبت چې موږ ته به ئی راکوه دا هر سه لکه یوه بریښنا لکه یو انځور داسی په منډه منډه تیر سو ورته می کړ بابا د پاکستان سفارت ته ځم په څو مې وړی په خورا خواشینونکی زړه ماتی غږ ئ راته وویل چې هر څو ستا زړه وی وړم دی چې پرون له روغتون نه راوتی یم په کور کې هیڅ نلرم د یو دريوو ډوډیو پیسی خو به راکړی ور سره کیناستم مال کاکا په دی نیمه شپه په دا زوړ سپینږیري ځان سنګه اړ شوې ئ چې دا زړه ټیکسی چلوی کله به ئې چې اکسلیټر ورکړ مال لکه سلنګسر یا ماشین تری ولوید ور غږ مې کړ مال کاکا خپله دې ده وای نه ځویه د خور مې ده زه ئ ورته چلوم په نیمايي د تیلو مصرف مو هم نیمايي ده خو دا دوه میاشتی ناروغ وم په روغتون کې بستر وم مال سه تکلیف دې وه په سخت مظلومانه انداز ئې وویل قرغې ته مې سورلی وړله ټیکسي خو مې وینی چې زړه ده مال هو وای د قمبر څلور لارې سره روان وم چې یو څو زد زری او رینجر موټری راپسی وی سړک دې روان وم ناڅاپه مې مخې ته یو زد زری موټر ودرېد وسلوال تری را پریوتل له ټیکسي ئې زه هم راښکته کړم په دا زاړه ځان یوه له ستونی ونیولم بل می ملا ته کونداغونه راواړول هیڅ په ځان نه وم پوهیدلی هغه سورلی چې ما قرغې سیمی ته وړله خپلی ټیکسي کې روغتون ته وړی وم خپل مبایل ئ راوخود وې ځوېه دا وینې دا هم هغه کونداغونو مات کړی مبایل ته مې یو وخت زنګ راغلی وه ډاکټرانو زما کور ته خبر ورکړ چې ټیکسیوان وزیر اکبر خان روغتون ته راوړل شوې ملا ئ ماته ده لېدو ته ئې راشی هغه محال مې هیڅ څوک ونه پیژندل خو د يو رهبر عکسونه په زد زری لږیدلي وه د خلکو غږونه می اوریدل چې ممتاز دې نو نه پوهیدم شپږ لوڼې لرم دری ئې واده دي دری ئې زما د غریبی له وجی په کور راته ناستی دی د کار څوک نلرم میرمن مې هم سپین سرۍ ده د خور په کور کې یوه کوټه کې اوسېږم .
په ساړه اوسیلی ئې وویل کاش یو ځوی می لرلای کاش ورور مې ژوندې وای مال وریرونه هم نلری بیا ئې په خواشینونکی زړه ماتی غږ وویل ورور مې تنکی ځوان وه چې شهید سه مال چا شهید کړ په خورا سرلوړی ئې مخ را واړوه وی ویل ورور مې مجاهد وه د کمونیستی فکر دښمن وه شکر درې ته د روسانو قوه راغله له روسانو سره مخامخ جګړه کې شهید سه د سفارت مخې ته رسیدلی وه ډیر وخته وو مال کاکا د خپل ژوند کیسه راته وکه چې تا سه کول په ځوانی کې .
وای بچیه ښه غښتلې ځوان وم له استاد سیاف سره مې یوځې زندان تیر کړی سیاف له ما مخکې خوشې سو زه سخت وربړول سوم بیا مې پلار کمونیستانو ته څوک پیدا کړي وه چې موږ غریب خلک یو خپل روزګار کوو خلص په ډیر قوی ولسی زور ئی خوشی کړم جهاد او هجرت مې کړې په ببو کیمپ کې مهاجر وم خو نن د هغه چا لخوا په کونداغونو وهل شوې یم چې د جهاد تمثیلی او درواغجني نارې ئې وهلی د سیاف د وراره ګاردانو وهلی یم ملا مې ماته ده د کار څوک نلرم په ماته ملا سیټ سره تړلی ټیکسی چلوم ټیکسی ته مې لوڼې پورته کوی سيټ پوری مې تړی دا ګورې غرمه او ماښام کورته ځم بیا د شپی راوزم چې اولادونو ته یوه مړی حلاله روزی پیدا کړم کاش یو ځوی می وای کاش یو ځوی می وای همدا خبر ئی تکرار کړه تکراره کړه په خدای قسم په مظلومیت مې ورته بلا اوښکی توی کړی
د ویزی فورمه مې ډکوله وای وروره اوبه دې شکلی که مخ ته د اوبه اچولی ګریوان د لوند ده مال دا د یوه مظلوم د ژوند کړاونو زما په اوښکو را لوند کړۍ
اه سه نادودې روانی وي ، او دا مظلومی اوښکی به تر کومه تویوو، خداي خبر،
