له نويو سترو اهلو علمي کادرونو بايد کابينه جوړه شي
زموږ د ټولۍ غړو به ويل چې طالبان مخکې له دې چې نظام ته سقوط ورکړي بايد 2 بنسټيز څه چمتو ولري
1-يو جامع اساسي قانون
2-دهمدي قانون دپلي کولو لپاره کم تر کم 100 اهل علمي کادرونه
ددوى خياطانو به دا اصلاحي جدي او سر سخت اړيني مشوري هم د کفري مغزو خبري بللي
نن ئې ټول شاهدان يو چې که طالبانو دا 2 څه تر وار پخوا چمتو لرلى او
په لومړيو کي ستره رښتني اسلامي ملى اجتماع رابللي او اساسي قانون اعلان کړى واى
دوهم
له نويو سترو اهلو علمي کادرونو يې کابينه جوړه کړي واى
دوى فقط د يوي سترى مقتدري عالي شورا په حيث دَ اجرايه او رهبرى شورا نظارت او واک په لاس کي اخيستى واى
نن به نه تحرمونه، نه ګواښونه، نه له کفارو سره بهاني نه د ټول شموله مفسيد حکومت لپاره فشارونه ول نه د هيواد ټول ښارونه له سوالګرو ډکيدل نه به خلک له هيواده تښتيدل نه به نن ايران پاکستان او تاجکستان تياره ډودۍ ګنلو او نه به د ټام بابا لمسيانو او د لندغرو مفسيدينو ته د انتقاد ځاى پاته وه
تعجبه داده چې اساسي قانون درک نلري خو له نړۍ څخه تعامل غواړي او چپه راسته فرمانونه صادريږي
اوس هم وخت دى، که دا دوه کاره عاجل وشي هر څه خپله سميږي
